روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

اجرائىه رىاست د سىګار وروستى راپور ناسم وباله

د افغان حکومت اجرائىه رىاست د افغانستان د بیارغونې لپاره د امرىکا د ځانګړی سرمفتش ادارې​ ىاسىګار د تازه راپور په غبرګون کې منی چې فساد لا هم په افغانستان کې لوىه ننګونه ده، خو وایی په دې برخه کې جدی اقدامات شوی دی. د دغه رىاست د وىاند مرستىال امىد مىثم وایی، چې افغان حکومت د فساد پر وړاندې د مبارزې په برخه کې جدی دى او لاسته راوړنې هم لری.ښاغلی مىثم د چهارشنبې په ورځ آزادۍ راډىو ته ووىل: د فساد پر وړاندې مبارزه وخت نىونکې ده او داسې نه‌کېږی چې په لنډه موده کې ىې مخه ونىول شی.نوموړی زىاته کړه: (( د ملی وحدت حکومت د رهبرۍ په کچه د فساد پر وړاندې د مبارزې په برخه کې جدی او قاطع اراده رامنځته شوې او د لومړی ځل لپاره د حکومت لوړپوړی چارواکی لرې کېږی او د څېړنو لپاره عدلی او قضایی بنسټونو ته استول کېږی او حتى د دوسىو د تعقىب لپاره‌ىې د محاکمو علنی جلسې جوړېږی، خو بىا هم موږ منو چې ستونزې شته.))د ښاغلی مىثم په خبره د فساد پر وړاندې د مبارزې ملی ستراتیژی رامنځته شوې چې د هغې په پلی کېدو او د ملی وحدت حکومت د قوی ارادې له‌مخې به خلک په دې برخه کې د ښو پرمختګونو شاهدان وی.د افغانستان د بیارغونې لپاره د امرىکا د څار ځانګړې ادارې یا سیګار په خپل تازه راپور کې ویلی چې افغان حکومت د فساد پر وړاندې مبارزه کې پاتې راغلى.سىګار په دغه راپور کې وىلی چې په افغانستان کې وضعىت د هغو کسانو لپاره چې غىر قانونی کړنې کوی مناسب دى او حکومت په دې برخه کې د سىاسی ارادې د نه‌موجودىت له کبله کمزوى عمل کوی.د سىګار د راپور له‌مخې، افغان امنیتی ځواکونه د مې میاشتې له نیمایی د جګړې په ډګر کې نه‌دی توانېدلی په هغو ولسوالیو کې چې په کنترول کې یې دی، د خپلې واکمنۍ او نفوذ ساحه پراخه کړی.د سىګار په راپور کې همداراز د فساد پر وړاندې د عدلی او قضایی مرکز پر چارو هم نىوکه شوې، خو د افغانستان لوىه څارنوالی بىا دغه انتقادونه بې‌ځاىه بولی وایی ،چې تر دې دمه د فساد او مفسدىنو پر وړاندې د ىاد مرکز له لوری جدی اقدامات شوی دی.تر دې وړاندې د شفافیت نړیوال سازمان افغانستان په نړۍ کې په اداری فساد کې تر ټولو زیات ښکېل هېواد بللى و او ویلی و چې د پوځ په ګډون تقریباً په هره اداره کې د اداری فساد پدیدې نفوذ کړى دى.د افغانستان د شفافىت بنسټ اجرائىوی مشر سىد اکرام افضلی هم فساد په افغانستان کې لوىه ننګونه بولی، خو وایی نړىواله ټولنه او خلک باىد د دې پدىدې پر وړاندې د مبارزې په برخه کې له حکومت سره رښتىنې همکاری وکړی.نوموړی زىاته کړه: ((که په ټوله کې ملامتی د افغانستان پر حکومت واچوو دا به عدالت نه‌وی، خو اساسی مسوولىت افغان حکومت پورې اړه لری، په دې برخه کې هم ملت باىد له حکومت سره رښتىنې همکاری وکړی او هم نړىواله ټولنه، نړىواله ټولنه باىد ىوازې د فشار په راوړلو سره دا ونه‌ښىی چې له فساد سره مبارزه کوی.))د نا امنۍ تر څنګ فساد په افغانستان کې له هغه عمده ستونزو څخه ګڼل کېږی چې په نړىواله کچه ىې د افغانستان نوم او موقف ته زىان رسولى دى.که څه هم د ملی وحدت حکومت مشرانو تل د فساد پر وړاندې د جدی مبارزې د هڅو ژمنې کړی، خو لا هم دغه پدىده په افغانستان کې په خپل قوت پاتې ده.د ولسی جرګې غړى عبدالقادر ځاځى وطندوست وایی ،چې د فساد او مفسدىنو پر وړاندې د حکومت وروستی اقدامات د ستاىلو دی او باىد دغه لړۍ په جدىت سره دوام پىدا کړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید