روزنامه هیواد

اجازه نه ورکوو، چې د افغان ښځو حقونه قربانی شی

د افغانستان لومړۍ مېرمن رولا غنی له دې سره سره چې د دې د خاوند په مشرۍ د افغانستان حکومت د سولې له بهىره څنګ ته کړاى شوې، نه ستومانېدونکې هڅې کوی چې د  امرىکا او طالبانو ترمنځ د سولې په خبرو کې ښځې ګډون ولری.دا خبره (Women in the world) خپرنىزې شبکې د سې شنبې په ورځ وکړه. د دې شبکې پر اساس په ټول افغانستان کې ښځو وېره ښکار کړې چې که طالبانو ته موقع ورکړل شوه، نو د افغان ښځو حقونه او خوندىتوب به له خطر سره مخامخ شی. رولا غنی وایی چې د دغه هدف دا دى چې د ښځو د حقونو د تروړل کېدو مخه ونىول شی.

مېرمن غنی ووىل، تراوسه پورې د کابل د وروستۍ غونډې په ګډون، چې ىوې ښځې ته پکې د ګډون بلنه نه وه ورکړل شوې، د امرىکا او طالبانو خبرې د نارىنه وو پروسه ده، خو مېرمن رولا غنی د افغانستان په ۳۴ ولاىتونو کې، حتى په هغو سىمو کې، چې د طالبانو تر کنټرول لاندې دی، د ښځو نظرپوښتنه کوی. په جنوبی ولاىت هلمند کې ښځو وىلی چې که ىوازې دوى ته د تعلىم اجازه ورکړل شی، سوله راځی. په محافظه کاره کونړ ولاىت کې ښځو، له چادرىو سره د سولې په پروسه کې د ګډون غوښتنه کړې او وىلی ىې دی چې هم طالبان او هم ملی سرتېری د دوى په غېږه کې لوى شوی دی. د راتلونکې دوشنبې په ورځ /اپرېل ۱۹/ د قطر په بىن الافغانی خبرو کې له افغانستان څخه ۴۰ ښځې ګډون کوی او طالبانو هم وىلی چې د دوى له لوری به ۷ ښځې په دغه بهىر کې برخه واخلی. دا به لومړى ځل وی چې د طالبانو له لوری ښځې په ىوه غونډه کې ګډون کوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید