روزنامه هیواد

آیا پاکستان به پر خپلو ژمنو عمل وکړی؟

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وړمه ورځ پنجشنبې په رسمی سفر کابل ته راغی، د ښاغلی عمران خان او ورسره پلاوی تود هرکلی وشو، په کابل کې د عمران خان  د راتګ پر مهال د ګڼې ګوڼې د مخنیوی په موخه رخصتی اعلام شوه، خو په ټوله کې د کابل ښاریانو په دې هیله زغم غوره کړ، چې ګنې دا سفر دې د افغانستان د سولې لپاره ښه پیلامه شی!

په همدې هیله د افغانستان ولسمشر غنی او نورو چارواکیو له عمران خان سره وکتل، وروسته له معمول سره سم د پاکستان لومړی وزیر عمران خان له ولسمشر غنی سره په کابل کې خبری غونډې ته وویل: هېواد به یې د افغان سولې په برخه کې خپلو همکاریو ته دوام ورکړی. ده زیاته کړه: په دوحه کې د بین الافغانی خبرو له دوام سره هممهاله تاوتریخوالی زیات شوی او د افغانستان په څېر دوی هم له دې وضعیته ناراضه دی. عمران خان وویل: پاکستان په دې کې ونډه درلوده چې طالبان له امریکا سره خبرو ته کېناستل او وروسته له هغې چمتو شول چې له افغانانو سره خبرې وکړی، نو دوی به د سولې پروسې د بریالیتوب او دغه راز د تاوتریخوالی دکمولو لپاره خپلې هڅې دوامداره وساتی. نوموړی ډاډ ورکړی چې پاکستان په صادقانه توګه د سولې پروسې سره مرسته کوی او هیله لری چې افغانستان یوې تلپاتې سولې ته ورسېږی.

د عمران خان ژمنې څه نوې نه دی، بلکې  د پاکستان له ایجاد را هیسې د پاکستان هر مشر کابل ته د راتګ او همدا راز هلته د افغان چارواکیو د سفر پر مهال داسې ډېرې بې شمېره ژمنې کړې دی، خو په عمل کې پاکستان له افغانستان سره دښمنی پاللې ده او د دې دښمنۍ  د دوام لپاره یې خپله پالیسی عیاره کړې ده. د عمران خان له خولې د افغان سولې په برخه کې په داسې حال کې ژمنې تکرارېږی، چې پاکستان د ترهګرۍ او طالبانو ملاتړ ته زور ورکړی او خپلې ملېشې یې له افغانستان سره په مخامخ جګړه کې ښکېلې دی، له همدې امله له امریکا سره د پاکستان له خوا د افغان سولې لپاره همکاری د منلو نه ده، ځکه د سولې درک نشته او برعکس په افغانستان کې د پاکستان په مرسته او همکارۍ جګړه پراخه شوې ده. پر هلمند او کندهار وروستیو بریدونو کې د پاکستان د سلګونه ملېشو مړی د جګړې په ډګر کې پاتې دی او همدا رنګه طالب جنګیالی د پاکستان تر لمنې لاندې ساتل کېږی او ټول بریدونه هم له پاکستانه تنظیموی.

پاکستان له افغانستان سره په دوه مخی سیاست کې تل ګټه کړې او اوس به ولیدل شی، چې پاکستان دې لوبې ته تر کومه دوام ورکوی.  بل لوری د پاکستانی سیاسی چارواکیو واک او اختیار نه دی، چې دوی له افغانستان سره ژمنې عملی کړی، بلکې د پاکستان ټول سیاست د پوځ، استخباراتو او په ټوله کې د [هېډ کوارټر] په لاس کې دی او هغوی د افغانستان په برخه کې سیاست لوبوی، خو داسې ښکاری، چې پاکستان اوس د افغان سولې لپاره اړ دی او د دې اړتیا له مخې به په خپله پالیسۍ کې نرمښت راولی، که داسې ونه کړی، نو ښایی افغان چارواکی هم د پاکستان پرضد پر خپله پالیسۍ له سره کتنه وکړی.تر ټولو مهمه سوداګری او ټرانزېټی لارې دی، پاکستان له لسګونو کلونو راهیسې دا لارې د افغانستان د سوداګرۍ پر مخ بندې کړې دی، نو که د پاکستان دا دښمنانه او دوه مخې پالیسی نوره هم دوام وکړی، نو افغانان اړ دی، چې منځنۍ اسیا ته د پاکستان د سوداګرۍ پر مخ هم لارې وتړی او دغه راز که پاکستان د افغان سولې لپاره مرسته ونه کړی او د افغانستان پرضد تمام عیاره جګړه دوامداره وساتی، نو افغان حکومت هم ورته عمل ته اړ کېږی! نړیواله ټولنه هم په پاکستان کې له روزل کېدونکې ترهګرۍ په تنګ شوې او دا دی ختیځ ګاونډی هندوستان د دې ترهګرۍ له امله له پاکستان سره په مخامخ جګړه کې ښکېل شوی دی، دغه راز حالت خپله د پاکستان په ضرر دی او نړیوال حساسیتونه یې راپارولی دی، که پاکستان خپله پالیسی بدله نه کړی، نو دا یې په زیان ده! غوره ده چې لومړی پاکستان د طالبانو ملاتړ بند کړی، د سولې لپاره ریښتینې مرسته وکړی، د ترهګرۍ له روزنې لاس په سر شی او په دغه مهم فرصت کې د سیمې د همکارۍ لپاره ملا وتړی. پاکستان دې نور خپله ګټه په جګړه کې نه، بلکې په متقابله همکارۍکې ولټوی، په همدې تمه باید د عمران خان دا سفر د افغان سولې په برخه کې د لازمې همکارۍ پیلامه وی.

ممکن است شما دوست داشته باشید