روزنامه هیواد

آیا پاکستان به د مرستو تر لاسه کولو لپاره امریکا او لوېدیځ راضی کړی؟

د تېر مېلادی کال له اګېست میاشتې را هیسې پر پاکستان د امریکا په مشرۍ د نړیوالې ټولنې او په تېره بیا د عرب هېوادونو د حکومتونو او عرب شیخانو هغه مرستې بندې شوې، چې یا د ترهګرۍ ضد مبارزې تر نامه او یاهم د جهاد د دوام ساتلو په نامه ورکول کېدې، امریکا او لوېدیځ له پاکستان سره ځکه لسګونه میلیارډه ډالره نغدې مرستې کولې، چې د ترهګرۍ ضد مبارزه وکړی، خو عربو بیا پاکستان د جهاد د دوام لپاره غوره باله او د پاکستان پوځ او څارګرې شبکې ته یې مرستې او بسپنې او یا هم د تېلو زکوات په نامه پسې ورکولې. خو کله چې خبر شول، چې پاکستان نه جهاد کوی او نه یې هم د ترهګرۍ ضد مبارزه کړې، بلکې دا مرستې یې پر تپل شوې فتنه جګړه او د ترهګرۍ پر روزنې لګولې، نو پرې په بشپړه توګه بندې شوې. د تېر میلادی کال په اګېست کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د افغانستان او سویلی آسیا لپاره خپله تګلاره تر ډېره په پاکستان کې د ترهګرۍ د ځالو پر کمزوری کولو تمرکزه کړه، د دې لپاره یې پر پاکستانی کړیو مرستې بندې کړې او د هر راز وسلو پېرل یې هم پرې ودرول. د دې تګلارې د اعلامولو پر مهال د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل، چې پاکستان موږ ته تل دوکه راکړې او په ډېره مکارۍ یې راڅخه لسګونه میلیارډه ډالر تر لاسه کړی، خو په بدل کې یې امریکا ته یوازې او یوازې دروغ ویلی دی. وروسته د پیسو د مینځلو پرضد نړیوالې ادراې پاکستان د ترهګرۍ د ملاتړ له امله د ترهګرۍ په خړ لېست کې شامل کړ او که د پاکستان ترهګریزه پالیسې یوڅه موده نوره هم دوام وکړی، نو د ترهګرۍ په نړیوال تور لېست کې به یې شامل کړی. دغو بندیزونو او فشارونو پاکستان ته سخت اقتصادی زیانونه واوړل، د افغانستان سره د پاکستان د مخامخ جګړې دوام لامل شو، چې د دواړو هېوادونو اړیکې ترینګلې شی، له هند سره هم لاس او ګرېوان شو، خو بیا هم له خپلې ناوړې ترهګریزې پالیسۍ تېر نه شو. خو زیان یې د انزوا تر کچې ورسېد. په دغه راز حالت کې د پاکستان د پخوانی او د افغانستان تر ټولو سخت سری دښمن ( نواز شریف ) د سوداګریزو هڅو مخنیوی وشو، پر فساد تورن شو او زندان ته ولېږدول شو، هغه دومره فاسد نه و، چې له ټاکنو بې برخې او یوځل بیا دې ترې د بل ځل لومړی وزیر کېدا چانس واخیستل او زندانی شی، په اصل کې نواز شریف پر ستر سوداګر بدل  شوی و، چې هم یې له افغان ولسمشر  محمد اشرف  غنی سره د سوداګرۍ د پراختیا او ښو اړیکو د پیل ژمنه کړې وه او هم یې له خپل هندی سیال نرېندرا مودی سره، خو د پاکستان پوځ ته د هغه سوداګری او له افغانستان او هند سره د اړیکو د ښه کېدا پلانونه، د منلو نه وو، د نواز شریف خپله سوداګری نه پوځ ته د منلو وه او نه هم نورو استخباراتی او مذهبی کړیو ته، په دغه راز حالات کې ،چې پر پوځ د امریکا او نړیوالې ټولنې مرستې بندې دی، نو یې د خپل اکمال لپاره د خپلو فابریکو د صادراتو لپاره سیمه ییز او بازار د هغوی لپاره تر ټولو ډېر مهم و. د پاکستان د پوځ صادرات سمنټ، شیدې ملایې ګانې او نور عمده تولیدات دی، چې په افغانستان او منځنۍ آسیا کې بازار لری. پوځ د دغه بازار ساتلو لپاره خپل رقیب سوداګر نواز شریف له مخې لرې او پر ځای یې عمران خان را مخې  ته کړ. عمران خان له بریا سره سم، چې ټاکنې یې په نوم کړای شوې یعنې پوځ یې په تقلب سره صندوقونه ډک کړل، د پاکستان لومړی وزیر شو، له ځنډ پرته یې اعلام وکړ، چې ګڼې له افغانستان سره د اروپا په څېر پرانیستې پولې غواړی، دا پرانیستې پولې د پوځ د سوداګرۍ پر مخ پرانیستې غواړی، نه د ډیورنډ کرښې د داړو غاړو افغانانو پر مخ چې خپل کور کلی ته پرې ازاد تګ او راتګ وکړی. عمران خان له نړیوال بانکه هم په ټیټو سترګو د مرستې غوښتنه وکړه، خو دا غوښتنه ونه منل شوه، بیا یې اسیایی بانک ته مخه کړه، ورپسې یې خپل دوست چین ته سفر وکړ، ټولو ورته وویل، چې

هغوی بې ثباته پاکستان ته پور یا مرسته نه ورکولی. په دغه راز حالت کې د پاکستانی کړیو په سر کې د امریکا هغه ژمنه تازه شوه، چې ګنې د ترهګرۍ پرضد مبارزې په بدل کې بېرته مرستې تر لاسه کولی او په هغه صورت کې د امریکا ملګرتیا هم تر لاسه کولی شی! نو پاکستانی کړۍ اړې شوې، چې د امریکا د غوښتنو د پوره کولو لپاره مولانا سمیع الحق ووژنی، دغه مولانان د طالبانو معنوی پلار ګڼل کېدا، چې دا ډله یې را منځته کړې او مشران یې د هغه په مدرسه کې روزل شوی دی. له دې وړاندې پاکستان بل اعلام دا کړی و، چې ګنې ملا برادر یې له زندانه خوشی کړی، خو په افغانستان کې ولسمشر غنی طالبانو ته وړاندیز وکړ، چې هر مشر ته یې له بنده تر ازادېدا وروسته خوندی ځای ورکولی شی، خو تر اوسه چا ملا برادر ونه لید، چې هغه په ریښتیا ازاد شوی او که د تېر په څېر یې اوازې ناسمې دی!؟ او پاکستان وایی، چې تر دې پورته د افغانستان په اړه د امریکا غوښتنې نه شو پوره کولی!د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند محمد فیصل ویلی، چې له پاکستانه د افغانستان لپاره د امریکا غوښتنې ډېرې لوړې دی، چې نورې یې نه شی پوره کولی!ده ویلی پاکستان د ترهګرۍ پرضد مبارزې او د افغانستان سولې په برخه کې د امریکا غوښتنې تر خپله وسه پوره کړې، له دې پرته یې نور په وس څه نه دی پوره. ښاغلی فیصل زیاته کړې، له دې پورته دې امریکا له پاکستانه تمه نه لری. دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان د خپل اقتصادی اتلس میلیارډو ډالریز کسر د پوره کولو لپاره د هر چا دروازه وټکوله، خو چا یې مرسته ونه کړه، د سیاسی څېړونکو له انده د مولاناسمیع الحق وژنه، امریکا او لوېدیځ ته د پاکستان هغه ډالۍ وه، چې په بدل کې یې ترې د لسګونو میلیارډو ډالرو تمه کوی، نو ځکه پاکستان ویلی، له دې پورته د امریکا نورې غوښتنې نه شی پوره کولی. دا ځل پاکستان خپله وایی، چې ګنې په افغانستان کې د تپل شوې جګړې د دوام ساتلو له امله د امریکا تر سختو فشارونو لاندې دی او امریکا په افغانستان کې د جګړې د بندولو او د افغان سولې لپاره پر پاکستان ډېر ستر بارونه اېښی دی، چې آن د مولانا سمیع الحق په وژنې هم نه دی پوره شوی، خو دا چې پاکستان له خپلې ترهګریزې پالیسۍ لاس نه اخلی ،نو وایی، چې ګنې د افغانستان لپاره د امریکا غوښتنې تر دې لوړې نه شی پوره کولی، دې څرګندولو دا په ډاګه کړه، چې مولانا سمیع الحق د امریکا لپاره قربانی شو او خپله پاکستان دا کار کړی دی، دلته هغه ګومانونه هم له منځه لاړل، چې ګنې هغه دې د جنرال رازق په غچ کې وژل شوی وی، جنرال رازق د تېرې تلې میاشتې په ۲۶ تمه د پاکستان له خوا په پلان شوی برید کې شهید کړای شو، چې پارلمانی ټاکنې ګډوډې او د ولسواکۍ د ستر ارزښت مخنیوی وشی ،خو امریکا به پر پاکستان مرستې ځکه بندې وساتی، چې د ترهګرو ملاتړ کوی، پاکستان له دې هم باید د امریکا د ملګرتیا د تر لاسه کولو لپاره ډېر څه وکړی

تمیم

ممکن است شما دوست داشته باشید