روزنامه هیواد

آیا د قطر خبرې به ژر پایله ورکړی؟

په قطر کې د افغانستان د دولت او طالبانو د مرکچی پلاوو د تماس د ډلو غړی وایی : هیله لری چې یوې نتیجې ته به ورسېږی. دوی رسنیو ته ویلی چې لا هم نهایی موافقې ته نه دی رسېدلی خو احساس کوی چې حتمی موافقې ته ډېر نږدې شوی او غالباً ژر به بل پړاو ته وړاندې تګ وکړی. د دواړو خواوو د تماس ډلو غړیو له دې وړاندې هم په ځلونو نهایی موافقې ته د رسېدو هیلې څرګندې کړې وې، خو تر اوسه یې حتمی پایله نه ده ورکړې، ځکه د امریکا په فشار او د نړیوالې ټولنې په ملاتړ دوې اوونۍ مخکې له طالبانو سره د مذاکراتو لړۍ پرانیستل شوې، خو طالبان تراوسه له مخامخ خبرو په څنګ تېرېږی؟! دوى په دې موده کې ایله د تماس ډله ټاکلې، چې وایی د خبرو او مذاکراتو پر اجندا او څرنګوالی خبرې کوی، د هغوى د دې ډلې غونډې نیمه میاشت ونیوه، خو بیا هم وعده ورکوی، چې ګنې خبرې به پیل شی او یوې پایلې ته به ورسېږی؟ تراوسه څرګنده نه ده چې په کومو مواردو دواړه خواوې لا هم اختلاف لری خو یوازې یې دا یادونه کړې چې له ۲۲ مواردو پر ۲۰ سلا شوی او دوه موردونه اختلافی دی. په مرکچی پلاوی کې د افغانستان د حکومت غړی وایی چې طالبان هغه مسایل، چې باید ډېر وروسته پرې خبرې وشی، د اجنډا له بشپړېدو وړاندې مطرح کوی. په همدې حال کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد یو وار بیا وویل چې په افغانستان کې د دایمی سولې لپاره افغانانو ته ښه چانس برابر شوی او هیله لری چې افغانان به له دې فرصته ښه ګټه واخلی. ده، چې د امریکا د استازیو جرګې د څارنې او اصلاحاتو کمېڼې ته خبرې کولې، په عین حال کې د تاوتریخوالو پر زیاتېدو اندېښنه وښوده ویې ویل د تاوتریخوالی کچه د نه‌منلو ده او تمه کوی چې ټول لوری شخړې کمې کړی. همدا غوښتنه افغان حکومت، نړیواله ټولنه، ملګری ملتونه او اروپایی ټولنه هم کوی، ټول پر طالبانو  غږ کوی، چې د سولې لپاره د اوربند په اعلامولو او عملی کولو سره نېک نیت ښکاره کړی، افغان حکومت د دې لپاره بشپړ تیارى نیولى، خو که طالبان اوربند وکړی؟په اصل کې د طالب ډلې له خوا د جګړې دوام او ترهګریزو بریدونو یا هم هدفی وژنو په ملی او نړیواله کچه سختې اندېښنې را پورته کړې دی، دې ته په پام سره د سولې خبرې هم تر شک لاندې دی، که پر طالبانو فشار رانه وستل شی، نو ښایی  له مذاکراتو اوخبرو سره بایکاټ اعلام کړی؟! په همداسې حال کې هغوى هېڅ د جګړې او تاوتریخوالی دکمولو یا بشپړ اوربند لپاره چمتوالى نه دى ښکاره کړى، آن تر دې چې له ترهګرۍ او اورپکۍ او دغه راز له نورو جګړه مارو شبکو سره یې اړیکې نه دی شلولې، سربېره پر دې طالبانو خپلو خوشی شویو طالب زندانیانو ته د جګړې د دوام په موخه ستر ستر مقامونه ورکړی دی، هغوى چې افغان حکومت د سولې لپاره خوشی کړی او ترې یې ژمنې اخیستې چې بېرته به جګړې ته نه ستنېږی؟!د هغې هوکړې له مخې چې د روان مېلادی کال د فبرورۍ په وروستیو کې په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ لاسلیک شوه، افغان حکومت د طالبانو ۵۰۰۰ زندانیان آزاد کړی، د دې لپاره چې سوله وکړی، په هغه تړون کې طالبانو له امریکا سره اوربند کړى او دا یې ورسره منلې چې له ترهګرۍ سره به اړیکې شلوی، خو تر اوسه پورې دا ژمنې نه دی علمی شوې؟ همدا راز طالبانو ژمنه کړې وه چې خوشی شوی طالب بندیان به بېرته د جګړې لیکو ته  نه ستنېږی.په دغه راز حالت کې څوک اټکل نه شی کولى، چې د قطر خبرې دې ژر پایله ورکړی، ځکه طالبان به خپل امارت یادوی او د جمهوریت پر سر به شړه رامنځته کوی، خو افغان پلاوى به ترې اوربند غواړی، چې دا سره جلا او په ټکر کې مسایل دی. وبه ګورو چې د مذاکره چی ډلو ترمنځ خبرې پیلېږی او که څنګه او بیا دا چې د دې خبرو پایله به څنګه وی؟

ممکن است شما دوست داشته باشید