روزنامه هیواد

آىا عمران خان رىښتىا هم روحی ناروغ دى؟

دپاکستان پخوانی صدراعظم شاهد خاقان عباسی، چې د مسلم لىګ نوازګوند له مشرانو څخه دى، د یوه داسی کمېسىون د جوړېدلو غوښتنه کړې ، چې د پاکستان د لومړی وزیر عمران خان د دماغی حالت کتنه وکړی. نوموړی دا غوښتنه له هغه وروسته وکړه کله چې عمران خان په نىمه شپه د پاکستان د دولتی تلوېزیون، پی ټی وی، پر پردې را څرګند سو.

اپوزىسىون عمران خان د پاکستان د اوسنی اقتصادی کړکېچ مسوول ګنی خو عمران خان بىا د دغه بحران پړه د پیپلز پارټۍ او مسلم لىګ ن ګوند پر پخوانىو حکومتونو ور اچوی. د ده په وىنا د دغو ګوندنو رهبرانو په ځانګړی ډول آصف علی زرداری او نواز شرىف د پاکستان شتمنۍ لوټلې چې ىو یې په دې تورپه محبس کې بندی دى او بل یې (زرداری) د پاکستان د ملی احتساب ادارې په توقىف کی دى. عمران خان ولس ته په خپله وىنا کې د دې او نورو خبرو تر څنګ دا هوډ هم وکړ چې دى به ټول هغه «غله» ونىسی چې پاکستان یې د درنو پورونو له ستونزو سره مخامخ کړى دى.

خو پوښتنه دا ده چې ولس ته د وىنا لپاره د عمران خان د روان کال د جون پر ۱۲ مه نېټه د شپې پر دوولسو بجو په ژوندۍ بڼه راتلل عادی عمل دى ؟ د شپې ناڅاپه پر تلوېزیون را ښکاره کېدل چې خاقان عباسی هم اشاره ورته کړې ،ملت ته د خطاب لپاره ىو مناسب وخت نه وی، ځکه چې اکثره خلک پر دا وخت په خواږه خوب ویده وی، نو ده خبری چا ته کولې ؟ وىده ملت ته ؟

له دې ىوه ورځ وروسته د جون په ۱۳ مه په قرغزستان کی د شانګهاى د همکارىو سازمان په سرمشریزه کې ده دىپلوماتىک پروتوکول په ډېره ىې غورۍ مات کړ. په هغې غونډه کى کله چې د برخه اخىستونکو هېوادونود معززو مشرانو نومونه اخىستل کېدل او نور په احترام ورته ولاړ وو، چې ټول پرخپلو ځاىونو کښېنی،خو عمران خان ىوازىنى شخص و چې پر چوکۍ آرام او بې پروا ناست و. دى د څو ثانىو لپاره همداسی ودرېد بېرته ژر کښېناست چی دا کړنه یې د پاکستان د خلکو لپاره د شرمندګۍ باعث شوه. عجىبه خو دا ده چې د ده د ګوند غړیو او د ده پلوىانو په ټولنىزو رسنىو کې دا آوازه خپره کړه چې ګواکې عمران خان د اسرائىلو د هېواد د مشر په احترام کې و نه درېد چې ډېرو پاکستانیانو یې د دغه قدم ستاىنه وکړه، مګر که د هغې ناستې وېډىو پر انټرنېټ وکتل شی ،نو دا واضح ښکاری چې ده د درناوی مراسم هېڅ چا ته پر ځاى نه کړل، آن دا چې داسې ښکارېدل چې په فکری لحاظ دى په غونډه کې پر هغه مهال غىر حاضر و.

د جون په ۱۹ مه ده یو داسې ټوېټ وکړ چې ټول یې بىا حىران کړل. ده د هند د رابندر نات ټاګور ىو قول د لبنان خلیل جبران ته منصوب او د خپل ټوېټر پر پاڼه یې خپور کړ چې دى د ټوېټر د کاروونکو له ریشخند سره مخامخ شوى دى. عامو خلکو توصیه ورته کړې چې د داسې خبرو له خپرولو وړاندې باىد ځان په منبع ښه باوری کړی، بىا دې له نورو سره شرىک کړی.

د روان کال د اپرىل په ۲۱ مه ده په اىران کې په یوه غونډه کې ىو ځل بىا خپل ذهانت هغه وخت ښکاره کړ کله چې یې په خپل تقرىر کې جاپان او جرمنی هم سرحده هېوادونه یاد کړل او وې وىل چی دغو دوو ملکونو په دوهمه نړیواله جګړه کې ىو د بل په مىلىونهاوو وګړی ووژل خو تر جګړې وروسته یې په خپلو خپلو سرحدی سىمو کې مشترک صنعتونه را منځ ته کړل چی له دې وجې اوس د دوى د جنګ کولو هیڅ امکان نه دى پاتې.

دې ته ورته داسې نورې ډېرې تېروتنې له ده څخه شوې دی چې انسان دغه فکراو سوال ته مجبور کړی چی: آىا واقعاً هم د ده عصبی حالت نورمال دى؟

محمد سمېع صادق

ممکن است شما دوست داشته باشید