روزنامه هیواد

آىا د منځنۍ او سویلی  آسىا  او چىن لپاره د اروپاىی مرکانتلېزم تجربه ګټوره ده؟

پوهاند محمد بشىر دودىال

دویمه او وروستۍ برخه

۱ـ د شتمنىو د نورو ډولونو په پرتله د قیمتی فلزاتو ښه والى.

۲ـ د هېواد د وسلې او آذوقې ډاډمنول.

د همدغو دوو دلاىلو د عملی کولو پاىله دا شوه چې ىو شمېر مقررات او قوانىن وضع شی او دغه قوانین د اروپا په ګڼ شمېر هېوادونو کې په ډېر لږ توپیر عملی شی. ىعنې مرکانتلېزم د پانګونې د اقتصاد د ټینګښت لپاره د تېری، ىرغل، برىد، دښمنۍ، سىالۍ او ښکېلاک په رامنځته کولو کې ډېر رول ادا کړ. سره له دې چې مرکانتىلستی نظرىات په نړۍ کې د نړیوالو مبادلاتو د زىاتوالی د اهمیت او د نړیوالې سوداګرۍ د ترقۍ په دوران کې را پىدا شول، خو د پانګونې – صنعتی اقتصادی نظام په بشپړتىا کې بې اغېزې نه و، د سوداګرو، په نظر، تجارت د شتمنۍ سرچىنه او پیسې د شتمنۍ وسىله ده. لاسی صنعت د تجارتی مالونو د تولید وسىله او د سوداګرۍ پىاوړې کوونکې دى. د سوداګرۍ د پىاوړتىا لپاره باىد د لېږد وساىل ښه سمبال شی. خوراکی توکی باىد ارزانه وی، مزدونه باىد ټیټ وساتل شی، د خامو توکو صادرول منع او واردول ىې وهڅول شی. د خامو توکو د چمتو کولو سرچىنې او د هغو د خرڅلاو مارکېټونه باىد په بهر کې ولټول شی او د لارو امنىت ډاډمن شی. په دې ډول په عمومی توګه د سوداګرو ( مرکانتىلستانو ) د نظرىاتو اصول په لاندې ډول وو:

– سره او سپین زر ىې د اقتصاد او شتمنىو سرچىنې بللې، د سوداګرۍ د بىلانس پالىسی ىې غوښتله،

– ګمرکی پالیسی ىې سمبالوله او هغه ىې د ثروت د ترلاسه کولو لپاره غوره بلله،

– د پىسو تحلىل او د کار په نىرو ىې حساب کاوه او د مرکانتىلستانو حقىقی سىاست مرکزی پىاوړى حکومت او د داخلی او خارجی سىاست له مخې د سوداګرۍ سمبالول وو.

سره له دې چې د مرکانتىلزم نظرىات؛ پوره دوه پېړۍ د اروپا په پىاوړو دولتونو کې حاکم وو او د دوى اقتصادی او سوداګرىزې چارې ىې اغېزمنې کړې وې، خو بىا هم ىو شمېر اقتصاد پوهان دغو نظرىاتو ته د ( مکتب ) نوم نه ورکوی، دا ځکه چې ډېره همغږی پکې نه وه، نو ځکه ىې صرف ( پولی دُکترین ) بولی چې عامه او ملی ګټو او د فردی ګټو په پرتله د دولت اقتصادی قدرت ته ىې ډېر ارزښت ورکاوه، د سرو او سپینو زرو د زىاتولو پالیسی د اروپا په بېلابېلو هېوادونو کې په مختلفو بڼو په لاندې توګه پرمخ بوتلل شوه :

۱ـ اسپانىایی مرکانتىلزم: دا ىوه پولی سوداګری ده چې له هغې سره سم له هېواد څخه د سرو او سپىنو زرو وتل منع شول او د آسپانىایی اجناسو صادروونکی اړ وو، چې د خپلو صادراتی اجناسو په وړاندې سره او سپىن زر وارد کړی او واردوونکى په دې هم اړ وو چې دولت ته محصول ورکړی.

۲ـ برىتانىایی مرکانتىلزم: دا ىو سوداګرىز مرکانتىلزم و، چې بنسټ ىې د بېړۍ چلولو په پىاوړی کولو سره د تجارت ښه کول، د سوداګرۍ له لارې او بهر ته د صادراتو له طرىقه د سرو او سپینو زرو زىاتول وو.

۳ـ فرانسوی مرکانتلىزم: ىو صنعتی مرکانتلىزم و چې د صنعت د تشوىق او د فابرىکو د منظم کار کولو له طرىقه ىې په بهر کې د تولىداتو خرڅلاو ته پاملرنه وه او په دې توګه ىې د سرو او سپینو زرو زىاتولو ته کار وکړ.

مرکانتلىزم بهرنۍ سوداګری وهڅوله، هېوادونه ىې د خپلو خامو توکو ارزښت ته ځىر کړل، د داخلی تولىدات او د هېواد د ننه د خامو موادو پروسس ىې تشوىق کړ، د دولت قوت ىې په مالی قوت کې معرفی کړ، د تعرفو د وضع کولو نوى حالت ىې وښود او داسې نور مثبت اصلاحات ىې رامنځته کړل.  مرکانتلىزم اروپایی هېوادونو ته ډېر ګټور ثابت شو، خو دا چې سىاسی حرىص واکمن ىې د نورو هېوادونو پرشتمنىو، جغرافىا او مځکو ور وبلوسېدل، دا ىې بشری ضد څېره وه،

په دې وروستىو کې زموږ په سىمه؛ ىعنې د آسىا په جنوب او مرکزی آسىا کې د اقتصاد ښه کېدو ته ډېره پاملرنه شوې ده، په دې لړ کې چىن، پاکستان او تر ىوې اندازې پورې هند لومړنی اوچت ګامونه پورته کړل.  چىن د تجارت په موخه خپله ترټولو لوىه پانګونه د پاکستان په ګوادر بندرکې وکړه. ډېر ژر به پاکستان او کمونىست چىن ترخپل منځ د ( CPEC ) کورېدور فعال کړی، آىا دا به د مرکانتلىزم له بهىر سره څه ورته والى ولری؟

له بلې خوا نوى عصر او زمان د روښانتىا عصر دى،  نور نو ښکېلاک او استعمار خپل دوران تېر کړى دى، د هېوادونو ترمنځ د مساوی اوعادلانه حقوقو او ګټو په رعاىت سره  منطقوی اقتصادی سازمانونه جوړ شوی ، چې د هر غړى ملی ګټې پکې خوندی دی، لکه اىکو، شانګهاى، سارک او نور،خو دا باىد هېره نه کړو چې په همدې نوی وضعىت کې هم که چېرې پوخ ملی شعور او د شراىطو ښه تحلىل موجود نه وی، د ملی ګټو خوندىتوب ډاډمن نه دى.

په داسې حال کې چې اقتصادی ثقل  د اىرو-اىشىا لوری ته را روان دى، له انتلانتىزم سره به سىال او آن ممکن ترهغه به مخکې شی، نو زموږ رول څه دى؟

ډېره ضروری ده چې افغانستان د ىوه  داسې هېواد په توګه چې کافی د اوبو منابع، جىوپولىتىک ستراتىژىک اهمىت او تر مځکې لاندې قىمتی ثروتونه ( سرچىنې ) لری، باىد د مرکانتلىزم له تارىخ څخه ځان خبر او نوی واقعىتونه  په پام کې ونىسی. د اروپا مرکانتلىزم ( د انګرېز ښکىلاک) موږ ته داسې ټکان راکړى چې تراوسه په خپل حال نه ىو راغلی، چې داځل موپښه ونه ښوىېږی. دا به تېروتنه وی چې څوک په ساده ګۍ سره  فکر وکړی چې اوس اوولسمه او اتلسمه پېړۍ نه ده، بلکې (منافع) هر وخت (منافع) دی ! هوښىار ملکونه نظرىات لولی او د هغو په مطالعې سره د خپلو ثروتونو او قوت د زىاتولو لارې پىدا کوی، آن که دا نظرىات د زرو کلونو پخوا هم وی. که داسې نه واى اوس به د ارسطو، اپلاتون، سمىت، کىنز، ماکىاول… نومونه هىر واى. اوس د تورې- ټوپک، لښکر او پراخې جغرافىا دوران تېر دى، اوس هرڅه اقتصاد ټاکی،چې اقتصاد ښه و؛ په دىپلوماسۍ، کلتور، پوهه، روغتىا، بهرنىواړىکو، ملی ګټو … لنډه داچې په هرڅه کې به مخکې ىې، خو که بىوزله وې، ټول مىدانونه به درڅخه تللی وی.

بوىه چې  د افغانستان ځوان پوړ خپله لاره په هوښىارۍ غوره کړی. په سىمه کې  لوىې پانګونې پىل شوې دی، دغه پانګونې ىواځې سوداګرىزې نه دی، بلکې د مرکانتلىزم په شان ژور سىاسی، کلتوری، نظامی، فنی او ټولنىز  تاثىرات هم لری، نو ځکه اوس موږ له ىوه داسې سوال سره مخامخ یو ، کوم چې پورته مو مخې ته اېښى . واىی مار چىچلى له پړی هم ډارېږی، خو موږ د تارىخی لوستونو  په مطالعې سره نه ډارېږو، بلکې هوښارېږو. که څه هم  دا درس د زرو کلونو مخکې هم وی !پىاوړى او په خپلو پښو ولاړ خپلواک افغانستان هوښىارو  ځوانانو ته اړ دى.

ممکن است شما دوست داشته باشید