روزنامه هیواد

آغاخان بنسټ په هرات کې د مصلی پنځم منار بیا رغوی

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررییس محمد اشرف غنی ته د هرات مصلی د پنځم منار د بیارغاونې په اړه د آغاخان فرهنګی عمومی مدیر ځوابیه لیک رسېدلی دی. په دغه لیک کې ، چې د افغانستان حکومت د غوښتنې په ځواب کې لیکل شوی راغلی، چې اعلیحضرت شهزاده کریم آغاخان د افغانستان حکومت د دې وړاندیز هرکلی کوی او د هرات د مصلی پنځم منار د بیارغاونې لپاره مو پر موږ له کړی باور څخه مننه کوو. اعلیحضرت دغه پروژه تائیدوی او ټینګار کوی ،چې ډېر ژر یې کارونه پیل شی.یاد لیک زیاتوی، آغا خان بنسټ د خپلو فرهنګی برنامو له لارې په هرات کې د عبدالله انصاری تیموری عبادتځای او د اختیارالدین ارګ رغاولی او د نهمې پېړۍ د بلخ نهه ګنبدی تاریخی جومات د ډېر پېچلی جوړښت د تحکیم په برخه کې یې هم کار کړی . په دې برخه کې لازمه تجربه او تخصص لری.جمهوررییس غنی د هېواد په مختلفو ځایونو په ځانګړی ډول هرات کې د فرهنګی او تاریخی ځایونو د بیارغاونې په برخه کې د آغا خان بنسټ د کارونو د ستایلو ترڅنګ وویل: یاد بنسټ د افغانستان حکومت سره په همغږۍ او همکارۍ ډېر فرهنګی او تاریخی اثار بیارغاولی چې مننه یې کوو.جمهوررییس وویل: د هرات د مصلی پنځم منار د سروې او بیارغاونې د لومړۍ مرحلې مالی لګښت د افغانستان حکومت برابروی او د هغه د اساسی مراحلو تمویل د اغا خان فرهنګی بنسټ پر غاړه لری.

ممکن است شما دوست داشته باشید