روزنامه اصلاح

جمهوررئیس غنی: د کندهار د صنعتی کولو په برخه کې حکومت د هر اقدام ملاتړ کوی

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غنی کندهار ولایت ته د خپل سفر په دویمه ورځ، د دغه ولایت له سوداګرو او صنعت کارانو سره وکتل او د دوی غوښتنې او وړاندیزونه یې واورېدل.

په دغه کتنه کې د کندهار والی حیات الله حیات هم حضور درلود، په پیل کې حاجی نصرالله زهیر، نعمت الله نعمت او حاجی محمد سعید د نورو په استازیتوب خبرې وکړې، داخلی صنعت او تولیداتو ته یې د هیواد د جمهوررئیس د پاملرنې او ملاتړ مننه وکړه.

یادو ویناوالو جمهوررئیس ته په کندهار ولایت کې د صنعتی انقلاب د پیل د زېری ترڅنګ، د مالیاتو او بیلانس د تنظیم ، د کارخانو د ماشین الاتو بهرنیو متخصصینو ته د ویزې د ورکړې په برخه کې د اسانتیا برابرولو، په صنعتی او کرنیز پارک کې زېربناوو ته د پاملرنې، د صنعت او کانونو، د صنعتی پارک ځمکو د غصب د مخنیوی، په تحصیلی بنسټونو کې د تخنیکی او صنعتی انجنیرۍ د څانګو د جوړولو، له کندهار څخه ډهلی ته د هوایی دهلیز له لارې د الوتنو په پام کې نیولو او د عبدالمجید زابلی په نوم د کندهار د صنعتی پارک د نومولو په برخو کې، خپلې ستونزې او وړاندیزونه له جمهوررئیس سره شریک کړل.

جمهوررئیس غنی د پورته ذکر شویو ویناوالو د خبرو له اورېدو وروسته، داخلی صنعت او تولیداتو ته د سوداګرو او صنعت کارانو د پاملرنې او وړاندیزونو مننه وکړه او وې ویل، پنځه کاله مخکې په کندهار کې د صنعت څرک  هم نه لګېدو، خو نن تاسې د درملو او د کندهار له میوو څخه د جوسو د تولید د فابریکو د جوړولو زېری راکړ چې دا د ډېرې خوښۍ ځای دی.

هغه زیاته کړه، د کندهار صنعتی کول پیل شوی او په دې برخه کې زه او د افغانستان حکومت د هر اقدام ملاتړ کوو.

د هېواد جمهوررئیس له ټولو دولتی ادارو وغوښتل چې په خپلو تدارکاتی چارو کې دې داخلی تولیداتو ته لومړیتوب ورکړی، دغه راز یې د هیواد ټولو قول اردوګانو ته لارښوونه وکړه چې د کندهار د میوو له تولید شویو جوسو څخه استفاده وکړی.

دغه راز د هیواد جمهوررئیس د کندهار والی حیات الله حیات ته لارښوونه وکړه چې د کندهار صنعتی پارکونو لپاره دې شل زره جریبه ځمکه په پام کې ونیسی. جمهوررئیس زیاته کړه د کندهار صنعتی پارک دې د عبدالمجید زابلی په نوم ونومول شی.

جمهوررئیس غنی د هوایی دهلېز له لارې کندهار څخه ډهلی ته د یوه پرواز په پام کې نیولو سره د صنعت کارانو او سوداګر غوښتنې ته په اشارې وویل، له کندهار څخه ډهلی ته پروازونه پیلېږی، خو تاسې باید مشخصه نقشه ولرئ چې له کندهار څخه الوتکه ډکه ولاړه او ډکه راستنه شی.

جمهوررئیس غنی، له صنعت کارانو او سوداګرو وغوښتل چې په ټول هیواد کې د کرنیزو محصولاتو د صادراتو او لېږد د غوړېدا په خاطر د ترانسپورټ پر سکتور پانګونه وکړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید