روزنامه اصلاح

د تنباکو نه کارولو نړیواله ورځ؛ سګرټ څنګه انسان وژنی؟

تنباکو او محصولات یې هر کال په نړۍ کې د شاوخوا ۸ ملیونو کسانو ژوند اخلی د دغې شمیرې یواځې ۳.۳ ملیون کسان د سږو د ناروغۍ له امله مری.

د روغتیا نړیوال سازمان د تنباکو نه کارولو نړیوالې ورځې (۳۱ مۍ) په درشل کې دغه شمیرې خپرې کړی او له هیوادونو یې غوښتی چې د سګرټ نه کارولو لپاره لا ډیر اقدامات وکړی.

د روغتیا په نړیوال سازمان کې د غیر ساری ناروغیو څخه د ژغورنې د پروګرام مسئول، ښاغلی ونایاک پرساد په ژنیو کې له خبریالانو سره په خبرو کې وویل چې ډیری داسې کسان چې پخپله سګرټ نه څکوی، په هوا کې د سګرټ د دود له کبله مړه کیږی.

ښاغلی پرساد دغه خبره د هغو ۶۰ زره ماشومانو مړینې ته په اشارې کې وکړه چې عمرونه یې له ۵ کلونو کم وو د نورو خلکو له خوا د څکول شویو سګرټو د لوګی د تنفس له امله وژل شویدی.

د روغتیا د نړیوال سازمان کارپوهان وایی چې د سګرټو په لوګی کې په زرګونو داسې زهرجن مواد شته چې سږو ته په ننوتلو هغه جوړښتونه له منځه وړی چې وظیفه یې په بدن کې داجنبی مواد له منځه وړل دی.

د وخت په تیریدو سره د سګرټ همدغه دود سږی ضعیفوی، سالنډی رامنځ ته کوی او د سږو د هوا پیپونه وړوکی کوی.

د دغه وضعیت ادامه بیا وروسته ډیرې دوامداره او مزمنې بیمارۍ رامنځ ته کوی چې ډیری وخت په سرطان اوړی.

سره له دې چې په نړۍ کې د سګرټ څکوونکو کسانو په شمیر کې د ۲۰۰۰ کال په پرتله ۲۰ سلنه کمی راغلی، د روغتیا نړیوال سازمان له هیوادونو غوښتی چې په دغو شمیرو کې ۳۰ سلنه اضافی کموالی راولی.

له دولتونو غوښتل شوی چې د خلکو د عامه پوهاوی سطحه لوړه کړی او خلکو ته د سګرټ څکولو د زیانونو په اړه د بلبورډونو او اعلانونو له لارې پوهاوی ورکړل شی.

همداراز د روغتیا نړیوال سازمان له هیوادونو غوښتی چې د تنباکو په محصولاتو باندې مالیې لوړې کړی او شرکتونه دې ته مجبور کړل شی چې د سګرټو د قوطیو تر شا په بدن باندې د سګرټ څکولو د اغیز زړه بګنوونکی عکسونه چاپ کړی.

د روغتیا نړیوال سازمان له دولتونو غواړی چې له معتادینو سره د سګرټ پریښودلو په لړ کې د مرستې لپاره یو تیلفونی لارښود سیستم فعال کړی. دغه کار تر دې مهاله په فلیپین، هند، تونس، کوسټاریکا او بورکینافاسو کې نتیجه ورکړې ده.

د روغتیا نړیوال سازمان همداراز خلک او په خاصه توګه ځوانان د سګرټ پریښودلو ته هڅولی. دوی وایی چې هیڅ وخت د سګرټ پریښودلو لپاره ناوخته نه ده ځکه چې له پریښودلو یواځې دوه اونۍ وروسته د سږو وضعیت په ښه کیدو شی او په سختو بیماریو باندې د اخته کیدو چانسونه ورسره کم شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید