روزنامه اصلاح

روغتیایی چارواکی: د اختر په ورځو کې د کانګـوناروغۍ۱۴پېښې ثبت شوی

د افغانستان روغتیایی چارواکی وایی، د لوی اختر په دریو ورځو کې، ۱۴ تنه د کانګو په ناروغۍ اخته شوی او تراوسه یو تن خپل ژوند له لاسه ورکړی.

په کابل کې د انتانی روغتون سرطبیب ډاکټر مراد مموزی ازادی راډیو ته ویلی چې د دې احتمال شته چې دغه شمېره نوره هم لوړه شی.

نوموړی وویل، د تېرو کلونو په پرتله سږکال د کانګو وژونکی ناروغۍ پېښې زیاتې شوی دی.

نوموړی زیاته کړه:

سږکال دا ناروغی مخ په پراخېدو ده، یوازې د اختر په دریو ورځو کې له موږ سره ۱۴ پېښې ثبت شوی دی، البته دا وروستی راپور نه دی ممکن دا کچه لوړه شی، ځکه په یوشمېر نورو روغتونونو کې هم داسې ناروغان لېږدول شوی چې په کانګو اخته وو، خو موږ د دې ناروغۍ د درملنې لپاره کافی امکانات لرو.”

دا په داسې حال کې ده چې تردې وړاندې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د لوی اختر په درشل کې، د کانګو یا د وینې بهوونکې تبې له خپرېدو اندېښنه ښودلې وه.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په خپل وروستی راپور کې چې له لوی اختر نه څو ورځې وړاندې خپور شو ویلی و چې په ۲۰۱۸ مېلادی کال کې د افغانستان په لسو ولایتونو کې۲۴۹ تنه د کانګو په ناروغۍ اخته شوی چې له امله ۳۴ تنو خپل ژوند لاسه ورکړی دی.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، تېر مېلادی کال په افغانستان کې د کانګو تبې ۲۴۵ مثبتې پېښې ثبت شوې وې چې له دغې شمېرې ۵۰ تنو په کې خپل ژوند له لاسه ورکړی وو.

د وینې بهوونکی تبې یا کانګو ناروغۍ د کنې له لارې، د څاروی د ذبحې پر مهال او یا له ذبحې وروسته د مکروبی وینو او د څارویو د وړیو په تماس سره انسانانو ته انتقالېږی.

په ورته وخت کې ډاکټر عتیق الله مشفق د دغې ناروغۍ په تړاو وایی: “په دې ناروغۍ اکثره مالداران قصابان یا ویترنران اخته کېږی چې تر ډېره ورسره په ورځنی ژوند کې بوخت وی خو کله کله دا ناروغی د وینې له لارې هم انسان ته انتقالېږی چې باید د مخنیوی لپاره پاملرنه وشی.” نوموړی وویل، په انسان کې د کانګو د ناروغۍ نښې شدیده تبه، د سر او عضلاتو درد، د سترګو سوروالی، له رڼا څخه ویره، زړه بدوالی، کانګې، د ګېډې درد او نس ناستی دی او که چېرې دا ډول علایم په چا کې لیدل کېږی، ژر ترژره دې نېږدې روغتیایی مرکز ته ځان ورسوی.

روغتیایی متخصصین همدارنګه ټینګار کوی، هغه کسان چې په څارویو لاس وهی باید له دستکشو او نورو مخصوصو جامو څخه استفاده وکړی او د کنې د تشخیص لپاره سپینې او د روښانه رنګ لرونکې جامې واغوندی.                                            ناجیه راپور

ممکن است شما دوست داشته باشید