روزنامه اصلاح

۶۲۰زره افغانان ژمنیو مرستو ته اړتیا لری

په افغانستان کې د ملګرو متلونو کمېشنری وایی، په افغانستان کې ۶۲۰ زره کسان ژمنیو مرستو ته اړتیا لری.

دغه سازمان وایی، افغان حکومت او بشری سازمانونه دا توان لری چې په روان ژمې کې یوازې له ۴۲۰ زره اړمنو کسانو سره مرسته وکړی.

د ملګرو ملتونو کمېشنرۍ د دوشنبې په ورځ د «مرغومې پردریمه» په دې اړه خپل راپور کې ویلی چې په ژمې کې۱۵۰ زره کسانو ته د مرستو رسولو لړۍ پیل شوې ده.

دغه سازمان ټینګار کړی چې دوی به د افغانستان د کډوالو او ستنېدونکو چارو له وزارت سره یوازې هغو خلکو ته لومړیتوب ورکړی چې په ۳۴ ولایتونو کې له لوړ خطر سره مخامخ دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو کمېشنر فتحیه عبدالله ویلی:”په داسې حال کې چې د بېځایه شویو د ستونزو د هواری لپاره دایمی حل لټول کېږی، د هرې اړمنې کورنۍ لپاره ۲۰۰ امریکایی ډالر په نظر کې نیول شوی، مرسته کېږی، تر څو نسبتاً ګرم ژمی تېر کړی. ”

د ملګرو ملتونو کمېشنرۍ همدارنګه ویلی چې ټاکل شوې یوازې په کابل کې له شااوخوا ۳۰زره تنو سره ژمنۍ مرستې وشی.

د دغه سازمان د معلوماتو له مخې په ۲۰۱۸ کال کې تر ۳ میلیونو زیات افغانان د وسله والو نښتو له امله له خپلو سیمو بېځایه شوی چې دا مهال په سختو حالاتو کې ژوند کوی.

 

ممکن است شما دوست داشته باشید