روزنامه اصلاح

۵۸ سلنه زېږونونه د قابله ګانو تر څارنې لاندې تر سره کېږی

عامې روغتیا وزارت، د افغان قابله ګانو ټولنې، د حمایت پروژې او د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق؛ ” قابله ګانې د ښځو د حقونو ساتونکې” تر سرلیک لاندې د حکومت د اطلاعاتوا و رسنیو په مرکز کې د قابله ګانو نړیواله ورځ ولمانځله.

د هېواد لومړۍ مېرمنې، بی بی ګل غنی، په دې ناسته کې د مور او ماشوم لپاره د روغتیایی خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د قابله ګانو د کار اهمیت ته په اشارې سره؛ د مېندو او ماشومانو د مړینې د کچې ټیټېدل د بشری ټولنې د پراختیا له مهمو شاخصونو څخه وبلل.

لومړې مېرمنې زیاته کړه د عامې روغتیا د شمېرو پر بنسټ، د روغتیایی خدمتونو د وړاندې کولو د کچې په زیاتېدو سره د مېندو په روغتیایی وضعیت کې د پام وړ ښه والی راغلی چې په دې برخه کې د قابله ګانو رول مهم او اساسی ګڼل کېږی.

لومړۍ مېرمنې د قابله ګانو د زده کړو کچې لوړولو ته په ټینګار سره، وویل: اړتیا لیدل کېږی چې عامې روغتیا وزارت، سکتوری وزارتونه او د دغې برخې نړیوال شریکان؛ د قابله ګۍ د مسلک د ودې لپاره لازیاتې هڅې تر سره کړی.

عامې روغتیا وزارت او د افغان قابله ګانو د ټولنې په ګډون د هغه نور روغتیایی شریکان هڅه کوی چې د قابله ګۍ د چوکاټ له لارې په افغانستان کې د قابله ګۍ خدمتونو ته ښه والی ور وبښی.

مرسل موسوی، د افغانستان د قابله ګانو د ټولنې ریسې په دغه ناسته کې د قابله ګانو وضعیت ته په زیاته پاملرنه ټینګار وکړ او ویې ویل: قابله ګانې نه یواځې ژوند او انسانان ژغوری؛ بلکې مېرمنې او مېړونه په دې قادروی، چې سالم او پرځای انتخابونه ولری.

هغې زیاته کړه، اوس مهال څه باندې ۵۸ سلنه زیږونونه د قابله ګانو تر څارنې لاندې تر سره کېږی.

په ورته وخت کې د روغتیا وزارت مرستیالې ډاکترې ماموسۍ زېور قابله ګانې روغتیایی اتلانی وبللې او ویې ویل، چې د دوی په شتون کې یوه مېرمن کولی شی له سالمې مېندوارۍ، خوندی او طبیعی زېږون، د ځان او ماشوم لپاره د اساسی مراقبت نه برخمنه شی.

هغې وویل د روغتیا وزارت په ټول هېواد کې د روغتیایی خدمتونو ښه والی ته ژمن دی او زیاته یې کړه چې اوسمهال نږدې په ۴۰۰ ولسوالیو کې ۳۱۰۰ روغتیایی مرکزونه فعالیت لری، چې په هر روغتیایی مرکز کې لږ تر لږه یوه قابله کار کوی.

پدغه ناسته کې د ” حمایت پروژې ” او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د صندوق دفتر استازو د نسایی ولادی روغتیایی خدمتونو د پلی کېدو په موخه د قابلو د روزنې، زده کړې او پیاوړتیا په برخه کې د پانګې اچونې څخه د خپلو ادارو د مرستو د دوام ژمنه وکړه.

جنسی او ولادی روغتیا د ټولو لپاره، د پایدارې پراختیا د موخو له ډیرو مهمو شاخصونو څخه ده چې د افغانستان دولت تر ۲۰۳۰ کال پورې دغه هدف ته د رسیدو لپاره کلک هوډ لری.

ممکن است شما دوست داشته باشید