روزنامه اصلاح

۲۴ ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین فرعی کمپاین پیل شو

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایی، ټاکل شوې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ ضد د پنځه ورځینی فرعی کمپاین په ترڅ کې به، چې پرون د وشنبې پیل شو، په ۲۴ ولایتونو کې د پنځه کلنو څخه د ښکته عمرشاوخوا ۶.۷ میلیونو ماشومانو ته واکسین ورکړل شی.

ددغه کمپاین په ترڅ کې به د ۲۴ ولایتونو اړوند ۲۲۴ ولسوالیو کې چې د پولیو ویروس د لوړ خطر سره مخ دی او زیاتره یې په سویلی، سویل ختیځ، ختیځ او لویدیزې حوزې کې پراته دی، ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین ورکړل شی.

د عامې روغتیا وزارت د یوې اعلامیې له مخې دا کمپاین به په ۱۰۷ ولسوالیو کې کور په کور، په ۶۶ ولسوالیو کې کلنیک په کلنیک او په پاتې نورو ولسوالیو کې هم کور په کور او هم کلنیک په کلنیک، کلی په کلی او جومات په جومات له لارې پلی شی.

د عامې روغتیا وزارت وایی، چې د دغو هڅو سره سره به بیا هم څه باندې ۱.۹ میلیونه د هدف وړ ماشومان د پولیو واکسین ترلاسه نه کړی شی.

په افغانستان کې د ناامنۍ او جګړو له امله هرکال د پولیو ضد واکسین د کمپاین پر مهال په زرګونه ماشومان د پولیو د واکسین له اخیستلو پاتې کیږی.

د عامې روغتیا وزیر ډاکټر فیروز الدین فیروز د روان کمپاین په ورځو کې له خلکو غوښتی، چې په افغانستان کې دې د پولیو یا ماشومانو د ګوزڼ وضعیت ته جدی پاملرنه وکړی.

ښاغلی فیروز ویلی ” ټول ماشومان د پولیو خطر سره مخ دی. پولیو ویروس د خپریدو او انتقال په حال کې دی. یوازنۍ لار ددې ویروس د ختمولو لپاره، د واکسین له لارې د ماشومانو د بدن معافیت لوړول دی. مونږ دا نه غواړو چې نور ماشومان د پولیو د اخته کیدو له امله فلج او معلول ووینو، مونږ اړ یو چې په ګډه کار وکړو او یوځل او د تل لپاره دا ناروغی له منځه یوسو“.

ډاکټران وایی، چې د پولیو واکسین په بشپړه توګه خوندی دی او هیڅ ډول منفی جوانبی اغیزې نه لری.

افغانستان او پاکستان په نړۍ کې هغه دوه هیوادونه دی چې لاهم د دغو هیوادونو ماشومان د پولیو د ویروس د ناروغۍ د ګواښ سره مخ دی.

په روان ۲۰۲۰ میلادی کال کې تراوسه په افغانستان کې پولیو کومه مثبته پیښه نه ده ثبت شوې، خو په پاکستان کې تر دامهاله د دغې ناروغۍ ۱۷ مثبتې پیښې ثبت شوی دی.

په تیر ۲۰۱۹میلادی کال کې په افغانستان کې د پولیو ۲۹ مثبتې پیښې ثبت شوی دی.

همداراز تیر ۲۰۱۹ میلادی کال کې په پاکستان کې هم د پولیو ۱۴۴ مثبتې پیښې ثبت شوی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید