روزنامه اصلاح

یو کال کې د نشه یی توکو اړوند په زرګونو قضیې څیړل شوی

د افغانستان لوی څارنوالی وایی، چې له تیر یوه کال راهیسې یې د مخدره موادو شاوخوا ۶۰۰۰ قضیې یې څیړلې دی.

د لوی څارنوالۍ ویاند جمشید رسولی وایی چې له تیر یو کال راهیسې ۵۸۷۶ د مخدره موادو قضیو ته رسیده ګی کړې ده.

ښاغلی رسولی وویل: “د مخدره موادو جرمونه، سازمان شوی جرمونه دی، معمولآ په شبکه یی ډوله ترسره کیږی، کومې قضیې چې لوی څارنوالۍ تعقیب کړې، کله ناکله حکومتی یا د امنیتی ځواکونه پکې شامل دی. څه موده مخکې د کورنیو چارو وزارت یو افسر په بدخشان کې د مخدره موادو په جرم تر تحقیق لاندې ونیول شو، دا ډول د محابسو د یوې څانګې مامور محاکمه شو.”

څو ورځې مخکې پولیسو د کابل د امنیه قومندانۍ له نشه یی توکو پر وړاندې د مبارزې مدیر میان احمد له قاچاقبرانو سره د همکارۍ په تور ونیو.

لوی څارنوالی وایی، چې میان احمد یې په ۱۷ کاله او درې میاشتو زندان محکوم شوی دی.

لوی څارنوالی وایی، چې له میان احمد څخه یې ۲۱ بانکی حسابونه، څو کورونه او یو بنسټ ترې زبط شوی دی.

ولسمشرۍ ماڼۍ وایی، له فساد سره مبارزه د حکومت لپاره په لومړیتوب کې ځای لری.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقی وایی “د فساد پر وړاندې مبارزه زموږ د مهمو لومړیتوبونو څخه دی، موږ ډیر جدی یو، او په دې برخه کې چې هر اقدام زموږ د مختلفو ادارو لخوا کیږی د هغه هرکلی او ملاتړ کوو، او زموږ غوښتنه له ټولو عدلی او قضایی نهادونونو نه دا چې دا قضیې په دقت وڅیړل شی او هغه کسان چې په فساد اخته دی او لاس پکې لری باید خپله جزا ووینی.”

په کابل ښار کې په نشه یی توکو یو شمیر روږدی وایی چې ځینی پولیس د نشه یی توکو له قاچاقبرانو سره مرسته کوی.

په نشه یی توکو یو روږدی وایی “دوه کاله مخکې موږ ته راپور راغی چې د مخدره موادو په کاروبار کې له پورته کسان لاس لری.”

د شوی اټکل له مخې په ۲۰۱۹ کال کې د کوکنارو په کرکیله کې کموالی راغلی خو په تولید کې یې زیاتوالی لیدل شوی دی. د ځینو کارپوهانو په باور اداری فساد هغه لویه ستونزه ده چې له نشه یی توکو سره مبارزه هم له مؤثریت غورځیدلې ده.

ممکن است شما دوست داشته باشید