روزنامه اصلاح

یو افغان پلاوی په اسلام آباد کې د کډوالو په اړه په څلور اړخیزه غـونډه کې ګـډون کـوی

د افغانستان د کډوالو او بیا راستنېدونکو چارو وزارت پلاوی په اسلام اباد کې د کډوالو په اړه په یوې څلور اړخیزه غونډه کې ګډون کوی.

پاکستان به په روانې جون میاشت کې د افغان کډوالو د ستونزو د هواری په هدف د یوې څلور اړخیزې غونډې کوربه وی. د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایی، هڅه کوی چې په دغه څلور اړخیزه غونډه کې دغو ستونزو ته د هواری یوه دایمی لار ومومی. د کډوالو او راستنېدونکو چارو د وزارت مطبوعاتی سلاکار سید عبدالباسط انصاری د ازادی راډیو ته ویلی چې: په دغه څلور اړخیزه ناسته کې د افغان کډوالو د ستونزو په دایمی حل، د افغان کډوالو د اوسېدو د کارتونو په تمدید او هغه کډوال چې قانونی اسناد نه لری، د هغوی په ستونزو هم خبرې کېږی، دا ناسته د روانې جون میاشتې په ۱۶مه ترسره کېږی او هېله مند یوو چې د افغان کډوالو ستونزې هوارې شی. دغه څلور اړخیزه ناسته د افغانستان، پاکستان، ایران او د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې “یو. اېن. اېچ. سی. ار” ترمنځ ترسره کېږی.

دغې غونډې ته د ایران د بهرنیو چارو وزیر او د افغانستان د کډوالو چارو وزیر ورغوښتل شوی دی. دا په داسې حال کې ده چې پاکستان ټوډې ورځپاڼې تازه رپوټ ورکړی چې پاکستان د افغان کډوالو د ستنېدو لپاره نوې ستراتیژی جوړوی. خو د افغانستان د کډوالو او بیا راستنېدونکو چارو وزارت وایی، پاکستان ورسره د یادې طرحې جزیات نه دی شریک کړی. د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په خبره، شااوخوا دوه میلیونه او شپږ لکه افغانان په پاکستان کې ژوند کوی چې د دغو افغانانو له ډلې یوازې یو نیم میلیون ‌یې په پاکستان کې د استوګنې کارتونه لری.

د افغانستان د مشرانو جرګې د کډوالو چارو د کمېسیون غړی محمد هاشم الکوزی بیا وایی، په پاکستان کې افغان کډوال له زورزیاتی او ناوړه چلند سره مخ دی او افغان حکومت باید دا مسایل په څلور اړخیزه ناسته کې مطرح کړی.

ده وویل:

“پاکستان باید نړیوال قوانین مراعت کړی او د هغو په اصولو کې له افغان کډوالو سره چلند وشی، د څلور اړخیزې ناستې په ګډونوالو ټینګار کوم چې د افغانانو جایدادونه باید خوندی وی.” که څه هم د پاکستان صدراعظم عمران خان د تېر ۲۰۱۸ میلادی کال په سپټمبر کې اعلان کړی و چې افغانانو ته به تابعیت ورکړی، خو تراوسه دغه پرېکړه عملی شوې نه ده.

د یادونې ده چې د پاکستان تر څنګ له ګاونډی هېواد ایران څخه هم وخت په وخت د افغان کډوالو له ستونزو او د دوی د ځورونو په اړه راپورونه خپرېږی. د مشرانو جرګې د کډوالو چارو د کمېسیون غړی محمد هاشم الکوزی له افغان حکومته غواړی چې په کور دننه د کاری زمینو او نورو اسانتیاو په رامنځته کولو سره خپل هېواد ته د افغان کډوالو د راستنولو زمینه برابره کړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید