روزنامه اصلاح

یوناما: په ملکی مېشتو سیمو کې دې د چاودېدونکو موادو ړنده کارونه بنده شی

یوناما وایی چې د افغان دولت وسلهوال مخالفین باید ژر تر ژره په ملکی مېشتو سیمو کې د چاودېدونکو موادو ړنده او نامناسبه کارونه بنده کړی. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یوناما د تعبیه شویو چاودېدونکو موادو له امله ملکیانو ته د زیانونو د زیاتوالی په نوم په یوه ځانګړی راپور کې ویلی چې د انتحاری او نورو وسلهوالو بریدونو تر څنګ په چاودنو کې ګڼو ملکیانو ته مرګژوبله اوښتې ده.

د یوناما د مطبوعاتی دفتر یوه غړی رفیع‌الله الکوزی ازادی راډیو ویلی چې: “زموږ دغه ځانګړی راپور د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه د سپټمبر تر ۳۰مې د تعبیه شویو چاودېدونکو توکو له امله د ملکی وګړو د مرګ ژوبلې چټک زیاتوالی مستند کړی چې د جګړې له امله د ملکیانو د مرګ ژوبلې نږدې نیمایی برخه جوړوی.”

یوناما پهدې راپور کې ویلی چې انتحاری بریدونو، پلان شویو بمی چاودنو او هغه هم د ګڼو ملکیانو ترمنځ ټولې د وېرې او ترهې د خورلو لپاره شوې دی.

دا راپور داسې وخت جوړ شوی چې پهدې وروستیو کې د پلازمېنې کابل په شمول په ګڼو ولایتونو کې له هندوانو رانیولې چې مذهبی لږکی دی په ګڼو شیعه افغانانو او نورو ملکیانو پراخ بمی او انتحاری بریدونه شوی او د سلګونه انسانانو وینې تویې شوې دی.

یوناما وایی، د سږ کال د جنورۍ له لومړۍ د سپټمبر تر ۳۰مې ۱۰۶۵ ملکیان وژل شوی او ۲۵۶۹ نور ټپیان دی. روغتیایی کارکوونکی او خبریالان هم چې له پېښو وروسته سیمو ته تللی د دوهم ځلی چاودنو او بریدونو په خاطر قربانی شوی دی.

د یوناما د مطبوعاتی دفتر غړی رفیع‌الله الکوزی د وروستی راپور پر اساس ټینګار وکړ چې د افغان جګړې ټولې ښکېلې خواوې باید د ملکیانو ژوند ته پام وکړی.

الکوزی زیاته کړه:

“یوناما ښکېلو خواوو ته یادونه کوی چې د ملکی وګړو او ملکی تأسیساتو قصدی په نښه کول ودروی او سپارښتنه کوی چې د دې ډول بریدونو په ترڅ کې د مرګ ژوبلې د مخنیوی لپاره چټګ ګامونه پورته شی.”

د یوناما مشر او د ملګرو ملتونو د سرمنشی ځانګړی استازی تدامیچی یاماموتو د ملکیانو وژنه جنګی جرم او د نه زغم وړ بللی.

د ښاغلی یاماموتو په خبره د بریدونو اوږدمهاله اغېزې له پامه نهشی غورځېدلی، ځکه دې چارې افغانان اړ کړی چې تل په وېره کې واوسی او د دوی عادی ژوند یې اغېزمن کړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید