روزنامه اصلاح

یوناما: شپږو میاشتو کې شاوخوا ۴ زره ملکیانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

یوناما پرون سه شنبه د زمری په اتمه د جولای په دېرشمه په خپره کړې ویناپاڼه کې ویلی چې د روان زیږیدی کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۱۳۶۶ ملکیان وژل شوی او ۲۴۴۶ ملکیان ټپیان شوی دی.

یوناما وایی د ۲۰۱۹ کال په لومړۍ نیمایی د دولت د مخالفو لورو له خوا اوښتې مرګ‌ژوبله د ۲۰۱۸ کال د لومړۍ نیمایی پرتله ۴۳ سلنه لږه شوې، خو د حکومت‌پلوه ځواکونو له خوا د ملکی مرګ‌ژوبلې کچه ۳۱ سلنه لوړه شوې چې تر ډېره د هوایی بریدونو له امله ده.

یوناما وایی چې دا شمېره د تېر ۲۰۱۸ کال د ورته مودې پر تله ۲۷ سلنه لږوالی ښیی. په ۲۰۱۸ کال د ملکی مرګ‌ژوبلې تر ټولو لوړه شمېره ثبت شوې وه. خو یوناما اندېښنه ښیی چې بیا هم دا مرګ‌ژوبله د لوړېدو په حال کې ده، ځکه د ۲۰۱۹ د لومړیو درېو میاشتو پرتله په دویمه ربع کې ۲۷ سلنه لوړه شوې.

یوناما له یوې خوا د جنورۍ له لومړۍ د جون تر وروستۍ نېټې پورې د ملکیانو په مرګ‌ژوبله کې د لږوالی هر کلی کړی خو ملکیانو ته د رسېدلی زیان شمېرې یې ټکان ورکوونکې او د نه منلو وړ بللې.

د ملګرو ملتونو سیاسی استازولۍ منلې چې د جګړې لورو د ملکی مرګ‌ژوبلې د راټیټولو لپاره هلې ځلې کړې، خو دا کافی نه دی او باید ډېر څه وشی.

ملګرو ملتونو د ۲۰۱۹ کال د جولای په اوومه او اتمه په قطر کې د افغانانو په خپل‌منځی غونډه کې د ملکی مرګ‌ژوبلې د صفر کولو لپاره د ښکېلولو لورو ژمنه ستایلې.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی تادامیچی یاماموتو ویلی: “د افغانانو په خپل منځی خبرو کې د ملکی مرګ‌ژوبلې د کمولو پیغام ډېر واضح و، موږ له ټولو ښکېلو خواوو غواړو چې دغې مهمې چارې ته پام وکړی او د افغانانو د دغې غوښتنې د منلو لپاره بیړنی ګامونه اوچت کړی چې نور ددغه زیان اړولو درول غواړی”.

ځمکنۍ جګړې لا هم د ملکی مرګ‌ژوبلو له اصلی لاملونو ګڼل کېږی، چې د ټولې مرګ‌ژوبلې درېیمه برخه جوړوی. که څه هم ۱۶ سلنه د ۲۰۱۸ کال د لومړۍ نیمایی پرتله لږه شوې.

جوړ شوی چاودېدونکی توکی، تر ډېره په هغو بریدونو کې چې ځانمرګی نه دی دویم ستر لامل دی او د ټولې مرګ‌ژوبلې ۲۸ سلنه جوړوی. د هوایی بریدونو له امله اوښتې مرګ‌ژوبله ۱۴ سلنه جوړوی.

یوناما د ملکی مرګ‌ژوبلو ۵۲ سلنه د دولت د مخالفو ډلو کار بللی، چې ۳۸ سلنه یې د طالبانو، ۱۱ سلنه یې د داعش یا اسلامی دولت په نامه د وسله‌والې ډلې او ۳ سلنه یې د دولت د نامالومو وسله والو مخالفینو کار دی.

د دولت د مخالفو لورو له خوا اوښتې مرګ‌ژوبله د ۲۰۱۸ کال د لومړۍ نیمایی پرتله ۴۳ سلنه لږه شوې. خو د حکومت‌پلوه قواوو له خوا د ملکی مرګ‌ژوبلې کچه ۳۱ سلنه لوړه شوې چې دا تر ډېره د هوایی بریدونو له امله ده.

یوناما د ۹۸۵ ملکیانو مرګ‌ژوبله (۳۰۶ وژل شوی او ۶۷۹ ټپیان) په داسې ډول ثبت کړې چې د دولت مخالفو عناصرو پکې د حکومتی کارکوونکو، قومی مشرانو، د خیریه مؤسسو د کارکوونکو، مذهبی مشرانو، ملایانو او د عبادت ځایونو په ګډون په قصدی ډول ملکیان په نښه کړی.

د ۲۰۱۹ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۱۳۹۷ ملکی مرګ‌ژوبله د افغانستان حکومت‌پلوه ځواکونو اړولې چې د ۲۰۱۸ کال د دغې مودې پرتله ۳۱ سلنه ډېروالی ښیی.

د دولت پلوو ځواکونو په ۳۷ سلنه اړولې مرګ‌ژوبله کې ۱۸ سلنه افغان امنیتی ځواکونو، ۱۲ نړیوالو ځواکونو او ۲ سلنه نورو وسله والو حکومتی ځواکونو اړولې.

هوایی بریدونو ۵۱۹ ملکیان وژلی او ټپیان کړی (۳۶۳ وژلی او ۱۵۶ ټپیان کړی) چې ۱۵۰ یې ماشومان دی (۸۹ یې وژل شوی او ۶۱ یې ټپیان شوی). د دغه تکتیک له امله ملکیانو ته اوښتونکې مرګ‌ژوبه ۳۹ سلنه ډېره شوې.

په دغه تکتیک کې د ټپیانو شوو کسانو شمېر لږ شوی او د وژل شوو کسانو شمېر پکې ډېر شوی، چې دا یې ځانګړنه ښیی او یوناما په هوایی عملیاتو کې د ملکی مرګ‌ژوبلې په ډېرېدو خواشینی ښیی.

یوناما په هوایی عملیاتو کې د ملکی مرګ‌ژوبلې ۸۳ سلنه لامل نړیوال ځواکونه، نهه سلنه یې افغان او پاتې اته سلنه یې نور حکومت پلووه ځواکونه پړه بللی.

کابل، هلمند فاریاب او غزنی هغه ولایتونو دی چې په ترتیب سره تر ټولو لوړه ملکی مرګ‌‌ژوبله پکې ثبت شوې .

ممکن است شما دوست داشته باشید