روزنامه اصلاح

  یوشمېر ځوانانو ته د زده کړې فرصتونه برابریږی

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معین ډاکترکمال سادات د (دلسوزی براى افغان ها) موسسې له رئیس سره په کتنه کې د دغې موسسې له لارې ځوانانو ته د روزنیزو پروګرامونو د جوړولو په باب خبرې اترې وکړې.

دباختر آژانس دخبرله مخې: په دې کتنه کې د ( دلسوزی براى افغان ها) دموسسې  رئیس سمیر وحید ددغې موسسې له خوا د روزنیزو پروګرامونو د ترسره کولو او فعالیتونو په باب معلومات ورکړل او ویې ویل چې په لومړی ګام کې د دوى دفتر د ځوانانو چارو د معینیت په  همغږۍ په پام کې لری چې د رپوټ لیکنې، ډیزاین، انګلیسی ژبې او د کمپیوټر په برخو کې لنډمهال پروګرامونه جوړ کړی.

د ځوانانو د چارو معین د( دلسوزى براى افغان ها) موسسې مرستې وستایلې او ویې ویل چې یو روزنیز مرکز د دغې موسسې په مالی همکارۍ د ځوانانو دچارو په معینیت کې جوړ شوى دى او ټاکل شوې ده ډیر ژر په فعالیت پیل وکړی.

ده زیاته کړه چې ټول ځوانان په تېره بیا د امنیتی ځواکونو د شهیدانو وارثان او  بېوزلی ځوانان کولاى شی د ځوانانو چارو د معینیت له لارې په دغه مرکز کې نومونه ولیکی او د انګلیسی ژبې، کمپیوټر، رپوټ لیکنې او ډیزاین په برخو کې زده کړې وکړی.

ډاکترسادات وویل چې د دغه مرکز د فعالیت په پیل سره په لسګونو تنو ځوانانو ته د لنډ مهالو زده کړو زمینه برابریږی.

ممکن است شما دوست داشته باشید