روزنامه اصلاح

ککړه هوا هرکال ۶۰۰ زره ماشومان مړه کوی

د روغتیا نړیوال سازمان وایی زهرجنه او ککړه هوا په نړۍ کې هرکال شاوخوا ۶۰۰زره ماشومان مړه کوی.

د دغه سازمان د شمېرو له مخې هره ورځ په نړۍ کې ۱٫۸ میلیارد ماشومان چې ۶۳۰ میلیونه یې تر پنځو کلونو کم عمر لری، خطرناکه او ککړه هوا تنفس کوی.

د روغتیا نړیوال سازمان راپور وایی یوازې په ۲۰۱۶ کې ۶۰۰زره ماشومان د سږو د مکروبی ناروغیو له کبله، چې د ککړې هوا له امله پرې اخته شوی وو، مړه شوی دی.

د دغه سازمان مشر تدروس ادهانوم گیبریسوس وایی چی دا وضعیت د منلو نه دی او ککړې هوا د میلیونونو انسانانو ژوند له خطر سره مخامخ کړی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان وایی د نړۍ ۹۰سلنه خلک هرکال ککړه هوا تنفس کوی چې له کبله یې هرکال اووه میلیونه خلک مړه کیږی.

ککړه هوا تر نورو انسانانو ماشومانو ته ځکه خطرناکه بلل کیږی چې تر ژر ژر ساه اخلی او وجود یې هم د ودې په حال کې وی. دا سازمان وایی د ککړې هوا له کبله ځینې میندې له ټاکلی وخت مخکې ماشومان زیږوی چې ورسره د ماشومانو وجود وړوکی او وزن یې هم کم وی.

دا راپور د ککړ چاپیریال او روغتیا تر نړیوال کنفرانس مخکې خپریږی. وایی د کم او متوسط عاید لرونکو هېوادونو ۹۸سلنه ماشومان او د شتمنو هېوادونو۵۲سلنه ماشومان د ککړې هوا له کبله په بېلابېلو رنځونو اخته کیږی.

سلفات او تور کاربن زهر په اسانۍ سره سږو ته ننوځی او له هغه ځای نه د وینو په جریان کې کډیږی او رنځونه زیږوی.

د روغتیا نړیوال سازمان د دغې ستونزې د مخنیوی لپاره پر نړیوالو غږ کړی دی د چاپېریال د ککړتیا مخه ونیسی.

ممکن است شما دوست داشته باشید