روزنامه اصلاح

کډوالو چارو وزارت: له ۴ کلونو راهیسې ۳ لکه افغان کډوال هېواد ته راستانه شوی

د افغانستان د کډوالو چارو وزارت وایی، له تېرو څلورو کلونو راهیسې ۳۰۰ زره افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته راستانه شوی دی.

د افغانستان د کډوالو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، له تېرو څو لسیزو راهیسې په سلګونه زره افغانان د جګړو او بېلابېلو نورو ستونزو له امله اروپایی او ډېری هغه ګاونډیو هېوادونو په ځانګړی ډول ایران او پاکستان ته کډه شوی دی.

د افغانستان د کډوالو چارو وزارت مرستیالې ډاکتر عالمې ازادی راډیو ته ویلی چې اوس‌مهال شپږ میلیونه افغانان له هېواده بهر کډوال دی چې ډېره برخه‌یې په ایران او پاکستان کې ده.

دې وویل: “دا مهال شپږ میلیونه افغانان په نورو هېوادنو کې د کډوالۍ ژوند تېروی او د دې شمېر ډېره برخه په ایران او پاکستان او ترکیه کې ده، موږ د شااوخوا ۸۰۰ زره افغانانو هویت ثبت کړی دی.”

ډاکتر عالمه وایی، افغان حکومت هڅه کوی چې تر راتلونکو څو کلونو پورې ډېری دغه کډوال چې په خپله خوښه راستنېدو ته لېوال وی، هېواد ته راستانه کړی دی.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، له تېرو څلورو کلونو راهیسې ۳۰۰ زره افغان کډوال له بېلابېلو هېوادونو په ځانګړی ډول له ایران او پاکستانه خپل هېواد ته راستانه شوی دی.

د ارزګان ولایت اوسېدونکی صدرالدین اته میاشتې کېږی چې له پاکستانه هېواد ته راستانه شوی.

دی وایی، هلته‌یې ژوند تریخ او له ګڼو ستونزو سره مخ وو.

ده زیاته کړه: “د کډوالۍ ژوند داسې ژوند دی چې هر څومره ښه وی، خو بیا هم ستونزې یې زیاتې وی، که هر څومره ښاغلی شی، د بل په ملک کې ازاد ژوند نه‌شی کولای، هلته انسان خپل راتلونکی نه‌شی جوړولی او ژوند کول په کې ګران کار وی.”

په افغانستان کې د «IOM» یا د کډوالو نړیوال سازمان دفتر څه موده مخکې ویلی چې د همدې میلادی کال د جنورۍ له پیله له پاکستانه ټولټال یولک او ٧۵ زره او ۴٩١ او له ایرانه ۶۶ زره ٢٣٠ افغانان افغانستان ته راستانه شوی دی.

خو راستنو شویو کډوالو تل د ناسم ژوند او کاری بوختیا د نه‌درلودلو له امله شکایت کړی او ویلی یې دی چې دولت له دوی سره کړې ژمنې نه‌دی عملی کړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید