روزنامه اصلاح برای بار اول در ۲۹ دلو ۱۳۰۰ هش مطابق به ۱۸ فبروری ۱۹۲۱میلادی به نگارندگی و سر دبیری محمد بشیر در شهر خان آباد شروع به نشرات کرد. دراین نشریه بعد از شماره ۱۶ بجای مدیر و سر دبیر تنها سر دبیر وبجای محمد بشیر ، حافظ فیض محمد درج گردیده است.
در مرحله اول، این جریده در یک صفحه بروی کاغذ نازک شکری رنگ در مطبعه سنگی خان آباد نشر میگردید. موضوعات این جریده را سر مقاله، مطالبی در باره حوادث داخلی، حوادث خارجی، ادبیات، مسایلی برای سر گرمی و مقالات علمی تشکیل میداد. در پیشانی اخبار درج شده بود.
د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت، کډوالو ته د کارموندنې په برخه کې د ۸،۳ میلیون ډالرو په ارزښت هوکړه لیک لاسلیک کړ.
باخترآژانس ته په رارسیدلې خبرکې ویل شوی دی؛ د دغه هوکړه لیک پر بنسټ چې ارزښت یی څه دپاسه ۸ میلیونه ۳۰۰ او ۸۵۸ ډالره کیږی، شاوخوا ۸ زره راستنو شویو او بې ځایه شویو کډوالو ته د حرفوی او مسلکی زدهکړو وروسته کاری زمینې برابریږی.
دغه پروژه د کابل په ګډون په پروان،هلمند، ننګرهار، هرات او کندهار کې د مرسی کورپس موسسې له خوا د سویډن د نړیوالو همکاریو پراختیایی ادارې په مالی لګښت او د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت تر څارنې لاندې تر ۲۰۲۰ کاله پورې تطبیقیږی.
د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزیر سید حسین عالمی بلخی د دغه هوکړه لیک د لاسلیک پرمهال وویل چې د راستنیدنې او داخلی بې ځایه شویو لویی کچې ته په پام سره اړتیا ده چې دوې ته کاری زمینې برابرې شی ترڅو د بیا کډوالۍ مخه ونیول شی. نوموړی د دې پروژې تطبیق په دې برخه کې اغیزمن وباله او له مرستندویه ادارې نه یی مننه وکړه .
وروسته بیا د مرسی کورپس موسسې رییس پیټرسټیونسون وویل چې زموږ تمرکز دادی چې راستنیدونکو او بې ځایه شویو ته لازم خدمات وړاندې کړو ترڅو دوې په خپلو پښو ودریږی او بیا کډوالۍ ته مخه و نه کړی .