روزنامه اصلاح

کورونا یوه مهلکه وبا ده، ځان ترې وساتئ

د تېر۱۳۹۸ لمریز کال د مرغومی یا جدی میاشتې۲۰ مه نېټه د جمعې ورځ وه . په همدې ورځ هم د کابل د هوایی ډګر د هستوګنې لسم بلاک ته د سهار په اووه نیمو بجو او هم د کابل ښار د پروان مېنې د دوهمې او درېیمې برخې د څلور لارو تر منځ سیمه کې ((  قصر زرین هوټل )) ته له غرمې مخکې په یوولسوبجو زموږ د خدای (ج) بخښلو مړو شویو دوستانو د څلوېښتۍ په مناسبت د دوی د  کورنیو له خوا د قرآن عظیم الشان د ختم مراسمو ته بلل شوی وم .  باید دواړو مراسمو ته ورغلی وای . همداسې مې وکړل. بله هېڅ چاره نه وه . لومړیو مراسمو ته سهار وخته پر ټاکلی مهال ورغلم. نور دوستان هم څه له ما مخکې راغلی وو او څه له ما وروسته یو په بل پسې را ورسېدل. د سیمې د اړوند جومات ملا امام او پنځه شپږ تنه قاری صاحبان هم په مجلس کې ناست وو. په هر صورت ، په لنډه بڼه د قرآن عظیم الشان ختم وشو ، د متوفی په حق کې مو اوږدې دعاوې وکړې او د خدای (ج) له عظیم الشان درباره مو متوفی ته فردوس جنت او د کورنۍ غړو، نږدې خپلوانو او دوستانو ته مو جمیل صبرونه او اجرونه وغوښتل . خو لکه ، چې په پیل کې مې وویل : زه بل ختم ته هم بلل شوی وم . د متوفی له کورنۍ او نورو دوستانو مې اجازه وغوښته. په بېړه کور ته ولاړم ، له لازم تیاری نیولو وروسته په قصر زرین هوټل کې د قرآن عظیم الشان د ختم  په مراسمو کې د ګډون لپاره د دغه هوټل پر لور وخوځېدم او پر ټاکلی وخت ور ورسېدم . د قرآن عظیم الشان د ختم مراسم په لنډ ډول له غرمې مخکې پر یوولس نیمو بجو تر سره شول. څو شېبې مو له ملګرو ، دوستانو او خپلوانو سره د دوی د حال او احوالو پر پوښتلو تېرې کړې . له دوولسو بجو وروسته د ډوډۍ خوړلو ترتیبات ونیول شول. له ډوډۍ خوړلو وروسته راغلو دوستانو او مېلمنو هر یوه په خپل وار سره اجازه و غوښته او په خپله مخه ولاړل . زه هم له هوټله راووتم. که رښتیا ووایم، له یوې، خوا په دغې ورځ هوا ډېره سړه وه او له بلې خوا د هوټل په سالون کې لګول شویو ګازی بخاریو ستونزې درلودې او ګاز ور څخه ووت . د سالون دننه د اوومه ګاز بد بوی له ورایه احساسېده او راغلو مېلمنو د زړه تنګۍ احساس کاوه . په هر صورت ، نږدې مازدیګر مهال و ، چې کورته ورسېدم . د ستړیا احساس مې کاوه، له چای څښلو وروسته مې استراحت وکړ، خو شېبه په شېبه مې حالت خرابېده او ځان راباندې درنېده . دا د رېزش او زکام نښې وې ، چې  له پخوایې ما تجربه درلوده . سهار، چې کله له خوبه راپاڅېدم، پزه مې یو څه اوبلنه وه ، ستونی او حلقوم مې هم  لږ لږ خارښت کاوه او ناروغی مې  ورو ورو سینې ته د ښکته کېدو په حال کې وه. د ستونی او حلقوم خارښت مې شېبه په شېبه زیاتېده او لږ لږ ټوخی هم ورسره مل شو . ټوخی مې ورځ په ورځ زیاتېده، درې څلور ورځې وروسته مې د پزې بهېدل او د ستونی او حلقوم خارښت پرته له دې ، چې کوم  دارو او درمل وکاروم ،  ښه شول ، خو ټوخی مې ورځ په ورځ ډېرېده.  دا زما لپاره د نا روغۍ َعادی حالت و ، چې  له پخوا یې ما تجربه درلوده او د موسم او هوا په بدلون سره به بېرته رغېدم ، خو دا ځل له یو بل ډول حالت سره مخامخ شوم . که څه هم هوا لږ لږ مخ په تودېدو وه ، خو زما په روغتیایی حالت کې څه ښه والی رانه غی . د دوهمې اوونۍ په پای ته رسېدو، یعنې په څوارلسمه ورځ مې د ستونی خارښت بېرته پیل شو او ورو ورو په یو داسې  درد واوښت ، چې پخوا هېڅکله هم ورسره آشنا نه وم  . له دی درد سره جوخت سخته او دوامداره  تبه ، د سر او ځان درد او د بدن د غړو کسالت هم راته پیدا شو. ستونی به مې وچ ، وچ کېده  . د غاړې په چپ اړخ کې مې داسې احساسول ،چې کومه پله یا عصبی رګ مې اوښتی وی ، چې له صفری نقطې څخه یې هرې څلور یا پنځه دقیقې وروسته د تالندې او برېښنا په شان یوه ځانګړې چټکه څړیکه مخ پورته د سر د کوپړۍ  خوا ته، تله، بېرته د کیڼ غوږ په لوری را ښکته کېده او په یوه ثانیه کې ختمېده، د ضعف، کسالت او ډېرې ستړیا احساس مې کاوه ، وچ  وچ  ټوخېدم ، کله کله به مې دومره سخت ټوخل ، چې زړه به مې ورسره بدېده او وچې  وچې کانګې به مې کولې ، ساه اخیستل راته لږ لږ ستونزمن شول او داسې مې احساسول لکه په هوا کې ، چې کوم ډول خفه کوونکی ګاز موجود وی ، ژر ژر تږی کېدم ، تنده مې هېڅ نه ماتېده او په هرو ۲۴ ساعتونو کې به مې له ۲۰ تر ۲۵ ګیلاسه اېشولې اوبه څښلې ، چای مې ډېر بد ایسېده ، یا مې نه څښه او یا به مې ډېر پیکه دماوه او څښه ، د بدن وزن مې ورځ په ورځ کمېده . باید یادونه وکړم ، چې پخوا هم زه د ستونی په درد اخته کېدم او دغه ډول درد مې له کوچنیوالی څخه په لسګونو ځله تجربه کړی و. تانسلونه به مې پړسېدل ،  ستونی به مې منتن او التهابی شو ، سخت درد به یې کاوه او ډاکټرانو به زیاتره پنسلین او سټرپټومایسین پېچکارۍ او نور لازم دارو درمل راته توصیه کول ، خو دا ځل مې د ناروغۍ  ټولې نښې نښانې بل ډول ، نوې او نا آشنا وې. ډاکټر ته د درملنې لپاره ورغلم ، د خپلې ناروغۍ ټوله کیسه مې له نښو نښانو او نورو ټولو جزیاتو سره ورته وکړه ، معاینه یې کړم  یو ګرامه د رګ پېچکارۍ او درې څلور ډوله نور دارو درمل یې د لسو ورځو لپاره په نسخه کې راته ولیکل او دایې هم راته وویل :  پېچکارۍ دې، چې خلاصې شوې بیا یې هم واخله. همداسې مې وکړل، درمل مې پوره واخیستل او د معالج ډاکټر له توصیې سره سم مې وکارول . په درېیمه ورځ مې پېچکارۍ خلاصې شوې ، خو زما روغتیایی حالت نور هم خراب شو. درملتون ته ولاړم او دا ځل مې د بلې کمپنۍ د پېچکاریو غوښتنه وکړه ، خو درمل پلورونکی بیا هماغه پخوانۍ پېچکارۍ راکړې او ویې ویل ، چې له دې نورې ښې او با کیفیته پېچکارۍ نشته . پر شپږمه ورځ  دا پېچکارۍ هم ختمې شوې ، خو زما په روغتیایی حالت کې نه یوازې دا ، چې  کوم مثبت بدلون را نه غی ، بلکې ورځ  په ورځ نور هم خرابېده . تر لسمې ورځې مې صبر وکړ ، چې پاتې نور درمل مې هم  ختم شی. په ۱۱ مه ورځ بیا په شینوزاده کلینیک کې د داخله ناروغیو بل متخصص ډاکټر شمس الحق  قدیرزی  ته د درملنې لپاره ورغِلم. د خپل روغتیایی حالت او درملنې کیسه مې ورته وکړه او پخوانۍ نسخه مې هم ور وښوده ، دا مهال مې، نو ناروغی ډېره سخته شوې وه . له تبې سره به  لږ لږ رېږدېدم هم . ګومان مې کاوه ، چې خدای (ج) مه کړه محرقه یا ملاریا به یم. ډاکټر ښه معاینه کړم او د نسخې په لیکلو یې پیل وکړ. ما ترې د وینې د لابراتواری معاینې غوښتنه وکړه ، خو ده وویل ، چې اړتیا نشته. ما ټینګار وکړ، چې د محرقې یا ملاریا اندېښنه لرم . ده بیا هم وویل ، چې اړتیا نشته، خو که ټینګار کوی او اندېښنه لرې، نو لابراتواری معاینه هم راوړه. لابراتوار ته ولاړم او وینه مې معاینه کړه ،ټول جزیات یې منفی او د اندېښنې وړ څه په کې نه و . څلور پنځه ډوله درمل یې د لسو ورځو لپاره په نسخه کې راته ولیکل. کور ته ولاړم او په استعمالولو مې پیل وکړ. څلور پنځه ورځې وروسته مې روغتیایی حالت ورو ورو بېرته ښه کېده، خو ( نه د درملو له امله ،بلکې دبدن دطبیعی تقابل له امله)   د ستونی درد ، د سر درد، د بدن د غړو درد ، د غاړې د کیڼ اړخ د پلې یا عصبی رښتې ( لکه ، چې اوښتې وی ) له امله تېزې برېښنایی څړیکې، چې د سر د کوپړۍ خوا ته به تلې او بېرته به د کیڼ غوږ په لوری راښکته کېدې، دا ټول ښه شول، خو تبه او ټوخی مې لا پوره نه وو ښه شوی او ورځ په ورځ کمېدل. په لسمه ورځ مې دا درمل هم په داسې حال کې ختم شول، چې  روغتیایی حالت مې ښه شوی و، خو ډېر ستړی، بې سېکه او بې ځواکه شوی وم او نهه کیلو ګرامه د بدن وزن مې له لاسه ورکړی و، سم له لاسه بیا خپل معالج ډاکټر ته ورغلم. ورته ومې ویل، چې اوس د زړه د ستړیا احساس کوم ،معاینه یې کړم او د زړه د ګراف معاینه لیک یې راکړ. ما د سږو د اکسرې غوښتنه هم ترې وکړه، خو ده وویل، چې اړتیا نشته. ما ورته وویل، چې زه اندېښنه لرم. د اکسرې لپاره مې هم پاڼه ترې واخیسته. د زړه ګراف او د سږو عکس مې ورته راوړل. له نېکه مرغه هېڅ کومه ستونزه په کې نه وه.  په تعقیبی نسخه کې یې د لسو ورځو لپاره د بدن د تقویې لازم دارو درمل راته ولیکل. دغه درمل مې هم په بشپړ ډول وکارول او د الله (ج) په فضل او مرحمت اوس شکر روغ او جوړ شوی یم او د بدن وزن مې هم بېرته له ناروغۍ مخکې حالت ته راګرځېدلی دی.

س . ف (( شرىفی ))

ممکن است شما دوست داشته باشید