روزنامه اصلاح

کورونا وېروس؛ کندهار او بغلان کې ۱۳۱ زندانیان خوشی شول

د جمهوررئیس غنی د ځانګړی فرمان له مخې د دوشنبې په ورځ ( د مارچ ۳۰) د کندهار له مرکزی زندانه په جنایی جرمونو تورن نژدې ۶۰ زندانیان د کورونا وېروس د مخنیوی په پار خوشی شول.

دا خوشی شوی هغه زندانیان دی چې د بند موده یې له شپږو کلونو زیاته وه او ډېر وخت یې په زندان کې تېر کړی دی .

د کندهار له سرپوزې زندان راخوشی شوو بندیانو کې یوه میرمن او ۵۵ نور نارینه شامل وو .

د کندهار مرستیال والی عبدالحنان منیب وایی، چې دوی به په راتلوونکو څو ورځو کې د دې فرمان له مخې یو شمېر نور زندانیان هم خوشی کړی.

همدارنګه د بغلان له زندان ۷۶ زندانیان خوشی شول.

د دې ولایت سرپرست عبدالقدیم نیازی وایی، د کوویډ-۱۹ وېروس سره د مبارزې په پار د ولسمشر غنی د فرمان پر اساس دا زندانیان خوشی کوی، چې د بند موده یې هم له پنځو کلونو کمه پاتې ده.

ښاغلی نیازی زیاته کړه په دې بندیانو کې هغه کسان شامل دی چې درانه جرمونه نه لری او د بند موده یې له پنځو کلونو کمه پاتې وه خو د ده پر ټکو په دې ډله کې هغه زندانیان نه دی شامل چې جرمونه یې درانه وی لکه قتل، اختطاف، تیری او یا هم ترهګریز جرمونه یې کړی وی.

په همدې حال کې د بغلان د پولیسو د امنیت امر سمونیار نقیب الله وایی، چې له ټولو زندانیانو یې ژمنه اخیستې چې په خپلو سیمو کې به بیا ناوړه کړنې ترسره نه کړی او که داسې وکړی، نو پولیس به یې بیا ونیسی.

دا فرمان هغه وخت صادر شو چې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د کورونا له ډېرېدو اندېښنه وښوده.

همدارنګه د بغلان د عامې روغتیا رییس ډاډ څرګندوی چې خوشی کیدونکی زندانیان د کورونا وېروس د مخنیوی لپاره د دوی له لوری چیک او معاینه کیږی.

یو شمېر خوشی شوی کسان د دې فرمان د صادریدو هرکلی او ژمنه کوی چې بیا به ناقانونه کارونو ته مخه نه کوی او د خلکو په خدمت کې به وی.

ممکن است شما دوست داشته باشید