روزنامه اصلاح

کورنیو چارو وزارت له مالیې نه ورکوونکو د وسلو جواز اخلی

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایی، هغه کسان چې نومونه یې د مالیه ورکوونکو په لیست کې ثبت نه وی د وسلې جواز به یې لغوه شی.

د کورنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ د«مرغومې پر ۲۳مه» په خپره کړې اعلامیه کې ویلی تر څو چې یاد کسان د خپلې مالیې د شفافیت په اړه د مالیې وزارت تصدیق دوی ته وړاندې نه کړی د وسلو جواز به ورته توزیع نشی.

دغه وزارت ویلی یوازې به هغو کسانو ته د وسلو جواز ورکړی چې نومونه یې د مالیې وزارت د مالیه ورکونکو کسانو په لېست کې شامل وی.

د کورنیو چارو وزارت ویلی چې دغه کار به نه یوازې د افغانستان د ملی عایدو له زیاتوالی سره مرسته وکړی بلکې د هغو پټو او نه واضح شوو سرمایو په اړه چې د افغانستان د مالیاتی نظام څخه لیری دی په پیدا کولو کې مرسته وکړی. دغه وزارت وایی، چې زرګونو تنو په کابل او ولایتونو کې په دې بهانه چې شخصی امنیت یې په خطر کې دی شخصی ساتونکی نیسی او سلګونه نور کسان د وسلو جواز اخیستلو غوښتنه کوی.

د کورنیو چارو وزارت په دې وروستیو کې د عامه نظم راوستلو په هدف یو شمېر اقدامات تر سره کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ دغه وزارت د غیر دولتی‌ کسانو لخوا د موټرونو په باډیو کې د ساتونکو پر کېنولو او په کور او ښار کې د نیمه درنو وسلو پر ګرځولو او ساتلو بندیز لګولی و.

ممکن است شما دوست داشته باشید