روزنامه اصلاح

که زه کاندید وای؛ فرهنګی اقتصاد

نجیب منلی

دویمه برخه

 د کتاب چاپ

په افغانستان کې د چاپ وړتیا په هېواد کې د اړتیا وړ چاپی موادو یوه کوچنۍ سلنه تشکیلوی. په دې برخه کې عمده خنډونه د بازار کوچنیوالی او د حکومت د تشویقی سیاستونو نشتوالی دی. د وروستیو کلونو د پام وړ پرمختګ سره سره، اټکل کېږی چې په هېواد کې دننه هر کال تر دوو زرو عنوانو کم کتابونه چاپېږی او هغه چې چاپېږی هم نو تیراژ یې تر زرو ټوکو کم دی، یانې کورنی تولیدات د اټکل له مخې د هېواد د اړتیا وړ چاپی موادو په سلو کې لس هم نه پوره کوی.

بهرنیو هېوادونو کې د افغانستان د کتابونو چاپ یوه ستره ستونزه ده چې عاجل حل غواړی.

دا سکتور، که سم په کار ولوېږی په زرګونو کسانو له پاره مستقیم او غیر مستقیم کاری فرصتونه ایجادولای شی.

د کتاب واردات

که څه هم وارداتی کتابونه د افغانستان د کتاب د بازار عمده برخه تشکیلوی خو بیا هم د هېواد اړتیاوو ته کافی ځواب نه شی ویلای. له یو لوری هغه هېوادونه چې افغانستان ته کتاب صادروی تقریباً په انحصاری حالت کې دی. زموږ د کتاب د بازار کم له کمه په دریو کې څلور برخې ایرانی تولیدات دی او پاته یوه برخه یې تقریباً ټوله پاکستانی تولیدات تشکیلوی.

د نړۍ د نورو هېوادنو تولیدات په ندرت سره د افغانستان بازارونو ته لار مومی.

له بده مرغه افغانستان د بیا چاپ په برخه کې چندان حضور نه لری، یوازې محدود شمېر ایرانی کتابونه په غیر قانونی ډول بیا بیا په کور دننه چاپېږی.

د عامه کتابتونونو شبکه

کتاب ته د لاسرسی یوه مهمه وسیله د عامه کتابتونونو شتون دی. اوس مهال د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په تشکیل کې یوازې ۹۶ عامه کتابتونونه شته. د هېواد ټول پوهنتونونه او یو شمېر لېسې هم خپل کتابتونونه لری خو د ټولو کتابتونو مجموعه تر څو سوو کتابتونو نه اوړی چې مجموعی ظرفیت به یې هم تر یو ملیون ټوکو کم وی.

د کتاب پلورونکو شبکه

د افغانستان شرایطو ته په کتو د کتاب بازار که څه هم تر حد دېر محدود دی خو د تجارتی موثریت له اړخه په ګټورو سکتورونو کې شمېرل کېدای شی. له بده مرغه د هېواد کتابپلورونکی په مجموع کې کتاب ته هم د نورو مصرفی توکو په سترګه ګوری، د بازار د ګډې پراختیا او همکارۍ روحیه په کې نه شته.

دا بازار هم د زرګونو کاری فرصتونو د پیدا کولو وړتیا لری.

د کتاب تولید

د افغان لیکوالو اثار چې د افغان ناشرانو له خوا په کور دننه، یا په ګاونډیو هېوادونو کې، چاپېږی خورا محدود دی. د افغانستان د کتاب د تولید په اړه تر دې دمه هېڅ کومه د باور وړ احصاییه نه شته. د اټکل له مخې (چې دا اټکل هم د یو شمېر خپرندویانو پر شفاهی ادعاوو ولاړ دی) افغانستان هر کال د زرو او نیم زرو عنوانو تر منځ بېلابېل کتابونه چاپوی چې محموعی تیراژ یې شاید د دوه ملیونو ټوکو په حدودو کې وی.

دا بازار په خورا کم وخت کې د لس چنده پراختیا ظرفیت لری

پورته مواردو ته په کتو د کتاب یو مخکښ، واقعبین سیاست به لاندې مشخصات ولری:

عامه کتابتونونه

کتاب ته د لاسرسی او د کتاب لوستلو د فرهنګ د ودې له پاره لومړی ضروری قدم کتابونو ته د وګړو د لاسرسی د امکاناتو ایجادول دی. دلته د بازار د فعالولو په خاطر په کار ده چې حکومت ډېر ژر، په کمه موده کې یو لړ پراخه او چټک اقدامات وکړی:

په یو کال کې د ټولو ولسوالیو په مرکزونو کې د عامه کتابتونونو ایجادول.

د دې کتابتونو د ځای پر ځای کولو له پاره په لومړی سر کې د ولسوالیو له شته تعمیرونو څخه استفاده کېږی. هر نوی کتابتون باید کم له کمه دوه زره ټوکه کتابونه ولری چې په سلو کې شپېته به یې د افغانستان تولیدات وی. هر کتابتون یو مسلکی کتابدار، یو مامور او یو ملازم ته اړتیا لری. د یادونې وړ ده چې اوس په هېواد کې یوازې د لغمان پوهنتون مسلکی کتابداران روزی.

په بل مفهوم، په لومړی کال کې د عامه کتابتونونو په چوکاټ کې شاوخوا دولس سوه تنه په کار ګومارل کېږی او د افغانستان د کتابپلورنې بازار ته د اته سوه زرو نوو کتابونو تقاضا وړاندې کېږی. د تقاضا دومره چټکه پراختیا په خپله د کتابپلورنې بازار ګرموی او غالباً چې په دې سکتور کې به هم د څو سوو تنو د استخدام زمینه برابره شی.

په یو کال کې په ټولو هغو لیسو کې چې کتابتون نه لری، یا یې د کتابتون د کتابونو شمېر کم وی، د کتابتونونو جوړول. عموماً د پوهنې وزارت په تشکیلاتو کې کتابدار په نظر کې نیول شوی دی او د لېسو په تعمیرونو کې د کتابتون له پاره ځای هم شته. د هېواد د شاوخوا څلور زره لېسو د کتابتون له پاره د کتابونو رانیول به په لومړی کال کې د کتاب بازار ته د نېږدې دوه ملیونو ټوکو په ارزښت کاروبار زمینه مساعده کړی چې دا رقم د څو زره کاری فرصتونو معادل دی.

همدا راز د هېواد وسله وال پوځ هم باید کتاب ته د لاسرسی له خدماتو مستفید شی. په ټولو قرارګاوو کې د یو مجهز کتابتون جوړول او په جبهو کې بوختو سرتېرو ته د لوست د موادو رسولو له پاره د سیارو کتابتونو جوړول یو اړین ګام دی.

د عامه کتابتونو د شبکې پراخول او تقویه

په ورپسې کلونو کې به هر کال د استوګنو شمېر ته په کتو، په تدریج په لویو، منځنیو او کوچنیو ښارونو کې کتابتونونه جوړېږی او تجهیزېږی. په ورپسې کلونو کې به دا هڅه د لس زرو تنو له پاره یو کتابتون پورې رسول کېږی. همدا راز د ښونځیو په کتابتونونو کې د کمیت او کیفیت لوړېدل به د حکومت دوامداره هڅه وی.

لرې پرتو سیمو ته د کتاب د لاسرسی د خدماتو د پراختیا له پاره په کار ده چې په ټول هېواد کې شاوخوا ۵۰۰ ګرزنده کتابتونونه هم جوړ شی.

د عامه کتابتونو د ملی برنامې په چوکاټ کې به د پینځو کلونو په ترڅ کې د هېواد د هرو شل زرو اوسېدونکو له پاره د یو کتابتون شتون تامینېږی. د کتابتونونو شبکه به په مستقیم ډوه لس زره تنو ته د کار زمینه مساعده کړی. د کتاب بازار ته د دې کچې منظمې تقاضا راتلل به په غیر مستقیم ډول د شاوخوا لس زرو نورو کسانو له پاره د کار فرصتونه ایجاد کړی «کتابپلورونکی، مطبعې، د کتاب تجارت…»

د کتاب د بازار وده

د دولتی او نادولتی ابتکاراتو په مټ د کتاب د ترویج د خدماتو پراخول (نندارتونونه، جوایز، مسابقات،…) او د نادولتی مدنی ټولنو له لارې د کتاب عامول. دا فعالیتونه هم په تقریبی ډول تر پینځه زرو کاری فرصتونه ایجادولای شی

د کتاب د بازار قانونمند کول

د رسنیو د قانون د دقیق پلی کولو، د کاپی رایټ د قانون د اغیزمن تطبیق او د کتاب دنړۍوالې پرلپسې شمېرې د تعمیم له پاره د لازمو لایحو، مقرراتو او تقنینی اسنادو نافذول، د تطبیق د ادارو تشکیلول، له بهرنیو دولتونو او خصوصی خپرندویانو سره، د افغانستان علیا منافعو ته په کتو، د کاپی رایټ، ریپرنټ او پټنټ د پروتوکونو لاسلیکول، د کتاب له صنعت سره د تړلو فعالیتونو د مالیاتی نظام عیارول، د کتاب د کورنی او نړۍ وال تجارت له پاره د خاصو مقرراتو نافذول، د کتاب په صنعت کې د سالم رقابت ایجادول او د کتاب د تولید له پاره د لازمو تشویقی برنامو پلی کول به د حکومت په لومړیتوبونو کې وی.

د کتاب لوستلو د فرهنګ د ودې او د کتاب د صنعت د پراختیا له پاره یو اغیزمن سیاست، د فرهنګی او فکری سلامتیا په برخه کې د ګټورو پالیسیو تر څنګ په افغانستان کې د شاوخوا سل زرو تنو له پاره د کاروبار زمینه برابرولای شی. د دې کاری فرصتونو د ایجاد ټولنیز لګښت (د دولت پانګونه او د خصوصی تشبثونو هڅې) تر بل هر سکتور ټیټ دی.

 

ممکن است شما دوست داشته باشید