روزنامه اصلاح

که زه کاندید وای؛د کډوالو بېرته راتلل

نجیب منلی

دویمه برخه

د کډوالو سوسیولوژی؛

د افغانستان د کډوالو ستونزې د څلورو لسیزو په اوږدو کې شکل نیولی دی نو واضحه ده چې ټول کډوال د کډوالۍ د عواملو او د کډوالۍ د شرایطو له مخې یو شان نه دی. تر هر څه د مخه لازمه ده چې د کډوالو د بېلابېلو کتلو مشخصات په دقیق ډول وپېژندل شی. په یو آفاقی، لومړنی، سرسری تحلیل کې افغان کډوال پر دریو کتګوریو وېشل کېدای شی:

په پاکستان او ایران کې مېشت راجستر شوی کډوال

شاوخوا دوه نیم، تر دریو ملیونو کډوال په پاکستان او ایران کې راجستر شوی دی چې اکثره یې له ډېرو کلونو راهیسې د کډوالۍ ژوند کوی.

دا کډوال په ګڼو شمېرو کې هغه وګړی دی چې د جنګی شرایطو تر اغیز لاندې یې خپل اصلی ټاټوبی پرې ایښی او له کلونو راهیسې په دوو ګاونډیو هېوادونو کې پاتې شوی دی. ډېری دا کډوال په خپلو اصلی مېشت ځایونو کې د بیا مېشتېدلو له پاره کافی امکانات نه لری، اقتصادی بنیه یې ضعیفه ده خو د مهاجرت په هېوادونو کې یې ځان ته د یو بې ثباته ژوند شرایط برابر کړی دی.

دا هغه مهمه کتله ده چې راستنېدل به یې یو لومړیتوب وی.

په پاکستان او ایران کې ناراجستر شوی کډوال

دا اکثراً هغه وګړی دی چې د وروستیو کلونو د جنګ او نا امنیو له کبله کډوال شوی دی. په دوی کې یو غوڅ اکثریت اقتصادی کډوال دی چې د مهاجرت په هېوادونو کې په سختو نا مطمینو شرایطو کې ژوند کوی.

د دې کډوالو بېرته راستنېدل هم اړین دی خو په غالب ګومان به دا وګړی په داوطلبانه شکل هېواد ته راستنېدلو ته په اسانه زړه ښه نه کړی.

په نورو هېوادونو کې افغان مهاجرین

هغه افغانان چې بریالی شوی دی چې په غربی هېوادونو او د خلیج په هېوادونو کې ځای پر ځای شی، که هغه د جنګونو له امله بې ځایه شوې کورنۍ دی او که د اقتصادی عواملو پر بنسټ یې د کډوالۍ لاره نیولې ده، غالباً دې ته نه حاضرېږی چې په داوطلبانه ډول بېرته راستانه شی.

کله چې د کډوالو د بېرته راستنېدلو پر مسئله غور کوو نو لومړیتوب باید د لومړۍ کتګوری کډوالو ته ورکړل شی.

دریمه کتګوری مهاجرین په هېڅ ډول د جمعی بیا راستنېدلو له پاره لېوالتیا نه لری او دویمه کتګوری که د فرصت طلبه دریځ له مخې د مرستو د ترلاسه کولو په موخه بېرته راستنېدو ته حاضر هم شی په لنډه موده کې به د بیا مهاجرت هڅه وکړی. د دویمې کتګورۍ کډوال غوڅ اکثریت په هېواد کې دننه کورنۍ اړیکې او مېشت ځایونه لری، نو د کډوالو د بیا راستنېدو عمومی طرح باید دا حالات هم د امکان تر حده په نظر کې وساتی.

د افغانستان حکومت ته په کار ده چې هم د خپل ملت د ګټو د خوندی کولو په پار، هم د خپل امنیتى وضعیت د ښه کېدو له پاره او هم د ګاونډیو هېوادونو د مداخلې د مخنیوی په خاطر او هم د نړۍوالو تعهداتو د عملی کولو په منظور د لومړۍ کتګوری کډوالو د بېرته راستنېدلو له پاره لازم تدابیر ونیسی.

د افغانستان امنیتی او سیاسی شرایط دا ایجابوی چې د مهاجرینو د بېرته راستنېدلو موضوع په راتلونکو دریو کالو کې په اساسی ډول حل شی. تر اوسه د افغانستان حکومت د کډوالو په داوطلبانه راستنېدلو ټینګار کوی او تر یوه حده نړۍواله ټولنه هم له همدې نظریې سره همغږې ده. د دې نظریې منفی اړخ دا دی چې په داوطلبانه توګه د کډوالو بېرته راستنېدل په عادی شرایطو کې د مدیریت وړ خبره نه ده.

دافغانستان د ملی منافعو تقاضا دا ده چې د راجستر شوو کډوالو د بېرته راستنېدو له پاره مشخص، سنجول شوی، زمان بندی شوی پلان جوړ شی. د دې پلان له مخې باید د دریو کالو په اوږدو کې هر کال د یوملیون تنو د بیا مېشتولو له پاره امکانات ترلاسه شی. د تېرو کلونو د مهاجرینو د بیا مېشتولو ناکامې تجربې باید نورې تکرار نه شی. د مهاجرینو د راستنېدلو له پاره په کار ده چې حکومت یوه جامعه طرح ولری او ټول درې ملیونه وګړی د یو منظم، زمان بندی شوی پلان پر بنسټ بېرته راستانه کړی او په هېواد دننه یې مېشت کړی.

د بېرته راستنېدو له پاره په نخښه شوی کډوال په دوو ډلو وېشل کېدای شی:

د ټولو کډوالو شاوخوا شل سلنه به داسې وګړی وی چې د خپلې اصلی استوګنې په ځای کې به هم د ټولنیز پیوستون لازم اړیکی لری او هم به د مېشتېدلو غوښتنه او یو څه امکانات لری. دا کډول چې و پېژندل شی، نو باید ورته د مرستې یو مشخص پکېج ورکړل شی او په خپله خوښه د بیا مېشتېدنې اختیار ورکړل شی.

شاوخوا اتیا سلنه کډوال به داسې خلک وی چې د جنګ په اوږدو کلونو کې یې په خپل اصلی ټاټوبی کې د بیا مېشتېدلو له پاره انګېزه او امکانات له لاسه ورکړی وی. دوی ته باید د بیا مېشتېدنې له پاره هم د استوګنځی غم وخوړل شی او هم د اقتصادی فعالیت. که دا وګړی پر خپل حال پرېښودل شی نو ډېر ژر به بېرته د کوردننه بې ځایه شویو لښکر سره یو ځای شی. دا وګړی، چې شمېر به یې غالباً د یونیم ملیون تنو شاوخوا وی، د بیا مېشتېدنی ملی پروګرام کې د شاملېدو وړتیا لری.

د کډوالو د بیا مېشتېدنې ملی پروګرام

د کډوالو بیا مېشتېدنې ته د پورته ذکر شویو ننګونو په پام کې نیول سره د هېواد په کچه د یو منظم، عملی، زمانبندی شوی او تمویل شوی پروګرام اړتیا ده.

۱ – مېشت ځایونه

د ځمکو د مدیریت اصل ته په کتو په کار ده چې د کډوالو د بیا مېشتېدنې له پاره د هېواد هغه سیمې په نظر کې ونیول شی چې ځمکې یې ډېرې او نفوس یې کم دی. د نفوسو تراکم (پر هر کیلو متر مربع د اوسېدونکو شمېر) یو مناسب شاخص دی.

همدا راز لازمه ده چې د راستنېدونکو د بیا مېشتېدنې له پاره داسې شرایط برابر شی چې هم د بیا مېشتېدنې پروسه له انسانی اړخه د زغملو وړ وی او هم له اقتصادی اړخه پایېدونکې وی.

د کډوالو د بیا مېشتېدلو له پاره باید لازمې جغرافیایی ساحې داسې انتخاب شی چې نه یوازې د کډوالو راتګ پر ځایی ولسونو و نه غمېږی بلکې برعکس د کډوالو راتګ د هغو سیمو او ولایتونو له پاره د پرمختګ او ټولنیزې-اقتصادی پیاوړتیا یو مهم محرک ځواک شی.

د بیا مېشتېدنې له پاره به په لومړی نظر کې د پینځه زره کورونو ښارګوټی یو مناسب ظرف وی.

د یو نیم او دوو ملیونو کډوالو د بیا مېشتولو له پاره د شاوخوا درې سوو زرو استوګنځایونو اړتیا لیدل کېږی چې په شاوخوا شپېتو، پینځه زره کوریزو واحدونو (ښارګوټیو) کې تنظیمېدلای شی.

دا ښارګوټی باید د یو معقول، تخنیکی لحاظه دقیقاً سنجول شوی ښاری پلان له مخې داسې جوړ شی چې له هماغه پیله په کې په ښو شرایطو کې عادی ژوند ممکن وی، د ښار پراختیا په کې په نظر کې نیول شوې وی او د هېواد په لوی اقتصاد کې خپل ځای و موندلای شی. د دې ښارګوټیو اساسی ځانګړتیاوې داسې اټکل کېدای شی:

پینځه زره کورونه: دا کورونه باید د یو متوسط فامیل د اوسېدو له پاره مناسب وی خو د دولتی ځمکو بې رویې بندولو ته به زمینه نه برابروی. په یو سل او پنځوسو مربع مترو کې د څلورو خونو، پخلنځای او تشناب تر څنګه یو کوچنی انګړ به مناسبه طرح وی. ټول کورونه به د یوې نقشې له مخې، یو ځای جوړېږی.

هر ښارګوتی به د یو نیم مېګاواټ په ظرفیت د لمریزې برېښنا د تولید امکانات ولری.

د ښارګوټی د کانالیزاسیون، برېښنا او اوبو رسولو شبکې او سهولتونه به له هماغه پیله په نظر کې نیول شوې وی.

د کوڅې په کچه د کوچنیو هټیو، د مشخص شمېر کورونو د بلاک په کچه د محل تجارتی مرکز، درملتون، مسجد، ښوونځی لازم تسهیلات او د ښارګوټی په سطح اداری مرکز (ښاروالی، امنیت، عامه خدمتونه)، لېسې، عیدګاه، عمومی مارکېټ او… د اساسی اړتیاوو په لړ کې راځی.

دوکانونه او مارکېټونه به د لومړیتوب د حق پر بنسټ د ښارګوټی اوسېدونو، د شاوخوا ولسوالیو او اړوند ولایت پر پانګه والو د دولت له خوا پلورل کېږی. همدا راز به د ښاګوټیو اړوند کرنیز جوړښتونه هم د ښارګوټیو اوسېدونکو ته د پیسو په مقابل کې وېشل کېږی. له دې درکه لاسته راغلی وجوه به د ښارګوټی د عامه تاسیساتو د تمویل له پاره کارول کېږی.

ښارګوټی ته څېرمه د پینځه سوو شاوخوا د خوراکی موادو د تولید فارمونه

–  د نفوسو تراکم ته په کتو د نیمروز (۴)، فراه (۹)، هلمند (۱۵)، غور (۱۷)، بدخشان (۲۰)، کندهار (۲۰)، پکتیکا (۲۱)، بادغیس (۲۲)، هرات (۳۱) هغه ولایتونه دی چې د ښارګوټو د جوړولو له پاره به مناسب وی. البته د بدخشان غرنۍ جغرافیه به د ډېرو مهاجرو د هرکلی له پاره مساعده نه وی. د غور ولایت، کېدای شی د ډېرې تکیې وړ وی، ځکه چې د نوو ښارګوټو جوړېدل به په هغه ولایت کې د اتصالاتی زېربناوو له پراخېدو سره مرسته وکړی او د هېواد دغه مهم ولایت به له جغرافیایی-مواصلاتی بندښت څخه راوباسی.

په دغو ولایتونو کې د ښارګوتو ځای پر ځای کول به ځمکو ته د لاسرسی له اړخه کمې ستونزې جوړې کړی او ولایت ته د نوو، ښاری اوسېدونکو په راتلو به په کې د متوازنې پراختیا له پاره لا ډېر سهولتونه رامنځ ته شی. همدا راز د هېواد له بېلابېلو جغرافیو او قومونو په یو ځای کولو د ملی یووالی له پروسې سره هم مرسته کېږی.

 

ممکن است شما دوست داشته باشید