روزنامه اصلاح

که خوشحالی غواړئ، د خپلې خوښې مسلک غـوره کـړئ

د ماشومتوب په ورځو کې مو یو ډاکټر ګاونډی درلود. ده په اصل کې تر شپږمه ښوونځی لوستی ؤ او نرس پاتې شوی ؤ. خو اوس یې زموږ په کلی کې ډېره دبدبه وه. خلکو به پیسې هم ورکولې. وچې غوښې، هګۍ او بینډۍ به یې له لېرې ځایونو ورته راوړلې او چاپلوسی به یې لا د پاسه ورته کوله.

د ډاکټر دې شان ته په کتو ما هم فکر کاوه چې کله لوی شم نو هرومر به ډاکټر کېږم. لکه د نورو ماشومانو په څېر، ما هم مستۍ کولې او خیالونه به مې لیدل. خو د خوښیو تر څنګ د خپګان شېبو هم ځورولم.

ځینی دا د خپګان شېبې د جګړې له کبله وې. ځکه موږ په هلمند کې د جګړې پر لومړ‍ۍ کرښه ژوند کاوه. خو زه اوس فکر کوم چې نورې یې د ژور خپګان له کبله وې. ما هیله لرله چې لوی شم نو د خوښی دنده یا مسلک به مې له خپګانه خلاص کړی.

کله چې ۲۰۰۰ میلادی کال کې برتانیې ته کډوال شوم د ډاکټرۍ فکر مې سر کې ؤ. خو د ریاضی، فیزیک او کمپیوټر زده کړې راته ډېرې سختې تمامېدې. وروسته یوه روانپوه ازموینې رانه واخستې او راته ویې ویل چې په ډیسلیکیا اخته یم.

دا هغه روانی حالت دی چې انسان پکې د لوست پر وخت تمرکز نشی کولی او په زده کړو کې له سختو ستونزو سره مخامخ وی. د همدې حالت له کبله مې ساینسی مضامین نشو زده کولای او متن مې روان نشو لوستلای.

زه یوه بحران کې راګېر شوم او نه پوهېدم چې اوس به پاتې ژوند په کوم مسلک کې تېروم. په دې دوران کې مې پر مستری توب، بنایۍ، سیاست، وکالت، برېښنا او ان جادو ګرۍ فکر وکړ.

وروسته مې د پلار خبره رایاده شوه. زما پلار په ماشومتوب کې له پلار او موره یتیم را لوی شوی ؤ. د یوه قاضی په کور کې خادم پاتې شوی ؤ. پلار مې نو د قاضی د ژوند دبدبه لیدلې وه او غوښتل یې چې زه قاضی شم. نو ما په کالج کې د حقوقو د پوهنځی د تیارۍ لپاره نوملیکنه وکړه.

کورس دومره سخت ؤ چې نجونو به هر سهار تر صنف وړاندې یوځل په ګډه سره ژړل او بیا به لکچر ته تللې. زه چې له افغانستانه تللی وم نو تر نجونو مې حال ښه نه ؤ. یوه ورځ خو، آن په کور کې د فشار له کبله را ولوېدم. وخت ناوخت به د وارخطایۍ حملې راباندې راتلې او فکر به مې کاوه چې مرم.

ژوند مې ډېر تریخ ؤ او لار رانه ورکه وه. خو کورس مې خلاص کړ او د برتانیې د هل ښار پوهنتون د حقوقو پوهن‍ځی کې مې ځای وموند. د کورس په لومړیو اوونیو کې یې چې کله کورنۍ دنده راکړه نو پوه شوم چې دا مضمون مې هم چندان په طبیعت برابر نه ؤ.

ما مخکې لا د شخصیت د ودې په اړه کتابونه پلټل چې ګوندی د خپلو دردونو دوا پیدا کړم. “د بریا رازونه” نومی کتاب کې هغه څپرکی ته ورسېدم چې د مسلک په اړه یې مشوره ورکوله.

کتاب کې راغلی وو چې که له تاسو لاره ورکه وی نو فکر وکړئ چې کوم کارونه له شوقه کوئ. بیا دا وګورئ چې ایا ستاسې د شوق کارونه په مسلک کې هم پیدا کېږی که نه.

ما چې فکر وکړ نو پام مې شو چې زما شوق له علمی مالوماتو، مستندو فلمونو، سفر او کیسې کولو سره ؤ او دا هرڅه یوازی په ژورنالېزم کې وو.

دا ظاهراً ساده لارښوونه ماته د یوه انقلاب په څېر وه او هغه دم مې د دومره هوساینې احساس وکړ لکه له اوږو چې مې دروند پېټی لېرې شوی وی.

له حقوقو ژورنالېزم ته واوښتم. پلار مې خوښ نه ؤ، خو زما زده کړې ډېرې ښې روانی وې او په ۲۰۰۸ کال کې له دوو جایزو سره د لسو لوړو کسانو په لېست کې فارغ شوم.

فکر مې کاوه د خوښۍ کیلی مې پیدا کړه او د ژوند ترپایه به دغه سپارښتنه ملګرو ته کوم چې هغه څه ولولئ چې په طبیعت مو برابر وی.

خو زما ذهنی نارامی بیا هم نه وه ختمه شوې. د بریا په اړه ادبیاتو به ویل چې ټولنیز ژوند، لوی مسؤولیتونه او له خلکو سره مرستې هم د ژوند خوښی زیاتوی. ما به همداسې کول، خو له دې هرڅه سره سره مې ژوند له خپګانه خالی نه ؤ.

په بې بې سی کې د درو کلونو بریاوو سره سره مې صحت ورځ تر بلې ویجاړېده. په کابل او لندن کې ډاکترانو ته ولاړم او د ځان رغونې په اړه مې ډېرې پلټنې او تجربې وکړې.

یو عالم ورزشونه او پرهېزونه مې پیل کړل. ما فکر کاوه چې مخ په جوړېدو وم، خو بیا هم یوه اوونۍ ژور خپګان راباندی راغی.

له کاره مې  د دوه اوونیو رخصتی واخیسته. تلیفون مې بند کړ او ځان پسې مې دروازه را وتړله. په دې وخت کې ما د پنځلسو کلونو راهیسې د انسانانو د طبیعت او ژوند د ښه کولو په اړه څېړنې او تجربې کړی وې.

د ډېرو خوبونو او فکرونو وروسته زه دې پایلې ته ورسېدم چې زما د ناروغیو او ناخوښۍ یو لوی لامل دا وو چې ما ټول ژوند په خپل طبیعت نه ؤ تېر کړی.

زما پام شو چې په روانی حساب انسانان پر دوه برخو ویشل شوی دی، چې په انګرېزۍ کې extroverts او introverts ورته وایی. لومړۍ ډله یې بې حده ټولنیز وی. یوازې یې نفس تنګېږی او تل هڅه کوی انسانان ترې راټول وی.

خو زه په هغه دویمه ډله کې وم، هغه ډله چې ډېر فکرونه کوی او یوازیتوب خوښوی.‌ که یې خواو شا ګڼه ګوڼه زیاته وی، ځان آرام نه احساسوی.

زما د طبیعت برعکس ما ټول عمر داسې تېر کړی ؤ چې قصداً به مې ټولنیز مسؤولیتونه پرغاړه اخیستل او دې عمل مې د ګټې پر ځای زیان را رسولو.

دا په دې مانا نه ده چې ګوښی خلک د نورو د کړاوونو پر وړاندې بې حسه وی. البته دا خلک ډېر حساس وی او ژور درک لری. خو د دوی هیله تل دا وی چې په خپل وخت، خپل ترتیب او خپله خوښه چلند وکړی.

زه اوس په دې پوه شوم چې د خوشحاله ژوند لپاره د خپلې خوښی دنده مهمه ده. ‌خو تر دندې هم مهمه دا ده چې یو کس خپل ځان وپېژنی او د خپل فکر سره سم ژوند وکړی.

دا په هیڅ توګه اسان کار نه دی، ځکه ټولنه او حالات تل هڅه کوی سړی یوه خاص قالب ته واچوی. خو که څوک پوه وی نو کولای شې چې ګام په ګام خپل ژوند ورسره سم کړی.

بله دا چې که مور او پلار له پیله خپلو بچیانو ته د هغوی د شخصیت سره سمه وده او تربیه ورکړی نو اولادونه به یې خوښ او ټولنې ته ګټور انسانان شی.

اولیا اطرافی

ممکن است شما دوست داشته باشید