روزنامه اصلاح

کنړ څخه تر نورستان پورې د سړک جوړولو په ګډون د ۲۱ تدارکاتی مواردو منظوری

د افغانستان د اسلامی جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غنی په مشرۍ د ملی تدارکاتو کمېسیون غونډه په ارګ کې جوړه شوه.

په دې غونډه کې ۲۳ تدارکاتی مورده وارزول شول چې په پایله کې کمېسیون له بحث او غور وروسته له ۳٫۶۵میلیارد څخه د زیاتو افغانیو په ارزښت ۲۱ مورده منظور کړل.

جمهوررئیس غنی کنړ څخه تر نورستان پورې د سړک جوړولو پر پروژې د بحث پر مهال، د دغه سړک د قیرولو د کار د پیل په خاطر د نورستان خلکو ته مبارکی وویله او د ترانسپورټ وزارت له لوری یې د دغې پروژې پر هراړخیزې څارنې او تطبیق ټینګار وکړ.

په همدې حال کې ملی تدارکاتو ادارې، د هېواد د جمهوری ریاست ټاکنو د نوماندانو لپاره له بیمې سره یو ځای د زغره وال او هایلکس موټرونو د کرایه کولو لپاره د نرخ اخیستنې په اړه د ملی امنیت شورا، کورنیو چارو او ملی دفاع وزارتونو، ملی امنیت لوی ریاست، د عامه ساتنې تصدۍ او ملی تدارکاتو ادارې استازو د ګډې کمېټې راپور وړاندې کړ. د راپور له اورېدو او هر اړخیز بحث وروسته ملی تدارکاتو کمېسیون د یادې کمېټې وړاندیزونه منظور کړل.

د دې تر څنګ د یو شمېر پروژو د تعدیل د منظورۍ پر وړاندیزونو هم بحث وشو، چې ملی تدارکاتو کمېسیون تر ارزونې او غور وروسته تائید کړل.

د انرژۍ او اوبو وزارت، ملی تدارکاتو کمېسیون ته د لغمان ولایت شاهی کانال د لومړی فاز د جوړولو پروژې د تړون د ورکړې په خاطر د لارښوونې غوښتنه وکړه چې کمېسیون له بحث او غور وروسته په پرنسیب کې منظور او دغه وزارت ته یې دنده وسپارله چې د یادې پروژې په اړه دې خپل راپور راتلونکې غونډې ته وړاندې کړی.

سربېره پر دې د افغانستان د ښاری کانالیزاسیون او اوبو رسونې شرکت لوی ریاست اړوند د سمنګانو ولایت د کلورینیشن شبکې د ودانۍ، تحویلخانې، اداری دفتر ودانۍ او د ایبک ښار د اوبو رسونې شبکې د دویم فاز د پروژې د بیې د تصحېح د منظورۍ غوښتنه ملی تدارکاتو کمېسیون منظور کړه.

کورنیو چارو وزارت، ملی تدارکاتو کمېسیون څخه د تدارکاتی مرحلو او د پولیسو ځواکونو د اعاشوی او محروقاتی توکو د چوکاټی قراردادونو د تنظیم د پېشنهادی طرحې د لارښود غوښتنه وکړه چې له هر اړخیزې ارزونې وروسته جمهوررئیس غنی یاد وزارت ته لارښوونه وکړه، د دې وزارت د تخنیکی وړتیاوو او ظرفیت په اړه دې د هراړخیز بحث په موخه د جمهوری ریاست عالی مقام سره جلا ناسته تنظیم کړی.

بل پلو اقتصاد وزارت د دغه وزارت د پروژې جوړولو انستیتوت د ودانۍ جوړولو د پروژې د اضافه کارۍ، تعدیلاتو او ترسره شوی کار د پیسو د ورکړې په اړه د لارښوونې غوښتنه وکړه چې ملی تدارکاتو کمېسیون منظور کړه.

ممکن است شما دوست داشته باشید