روزنامه اصلاح

کـومې پـروژې د افغانستان اقتصاد پر پـښو دروی؟

د افغانستان اقتصادی خپلواکی به په راتلونکی کې د دې هېواد پر سیاسی او امنیتی ثبات مخامخ اغېز ولری. په دې لیکنه کې یو شمېر هغو پروژو ته کتنه شوې ده چې د دې اقتصادی خپلواکۍ په ترلاسولو کې ښایی مهم رول ولری.

چابهار بندر

چابهار بندر تر یوه بریده د ستراتیژیک چاپیرولو (Strategic Encirclement) د تیورۍ له لارې تشریحیدای شی چې له مخې یې په افغانستان کې د امریکا حضور او له سویلی کوریا، جاپان، هندوستان او تایوان سره یې د نږدې اتحاد له امله چین خپل ځان ته د چاپیریدلو یا کلابندېدلو په نظر ګوری.

بل خواته هندوستان د چین له خوا په سریلنکا، برما او بنګله دیش کې جوړو شوو بندرونو ته د خپل ګیریدلو په سترګه ګوری.

نو ځکه کله چی چین د ګوادر بندر جوړولو لپاره خپل پلانونه را څرګند کړل، هندوستان په ایران نړېوالو بندیزونو سربېره او د نړیوالو فشارونو برخلاف د ګوادر نه شاوخوا ۷۲ کیلومتره لرې چابهار بندر لپاره خپلې هلې ځلې پیل کړلې.

چابهار یو سمندری بندر دی چې د ایران سویلی سیستان او بلوچستان ایالت کې موقعیت لری.

په ۲۰۰۳م کال کې، هندوستان او ایران یوه موافقه لاسلیک کړه چې پر بنسټ یې هندوستان ژمنه وکړه چې د بندر د زیربیناوو د جوړولو او پراختیا په برخه کې به درنه پانګونه کوی.

خو په ایران باندې د امریکا د بندیزونو له کبله د کار پرمختګ ډیر ورو و. سره له دی بندیزونو، هندوستان خپل کار ته دوام ور کړ او ۲۰۰۹م کال کې د ۱۳۵ میلیون ډالرو په لګښت زرنج- دلارام لویه لار چې د کابل – هرات لویه لار له زرنج او له هغه ځایه له چابهار سره نښلوی بشپړ کړه.

د ۲۰۱۵م کال په اګست میاشت کې کله چې له ایران بندیزونه پورته شول نو د هندوستان لپاره لار پاکه شوه ترڅو د ایران نه ځمکه په اجاره واخلی او د چابهار بندر د پراختیا لپاره کار پیل کړی.

د لاجوردو اقتصادی دهلېز

دغه اقتصادی دهلیز سوداګریزه او لېږدرالېږد لار ده چې د افغانستان د فاریاب او هرات ولایتونو له اقینې او تورغونډۍ بندرونو څخه پیلېږی او بیا د ترکمنستان له لارې له کسپین بحیرې تېرېږی او د ګورجستان، اذربایجان او ترکیې له لارې اروپا ته رسېږی.

په دغه لار کې سړک، پټلۍ او سمندری لېږدرالېږد یا ترانسپورتی وسایل شاملېږی.

د افغانستان سوداګرۍ او صنایعو خونو اجراییه ریس عتیق نصرت په وېنا څو افغان سوداګرو دغه طرحه وړاندې کړې وه.

یاده لار څو سوه کاله مخکې د لاجوردو د ډبرو د سوداګرۍ لپاره کارېدله.

د دهلېز په اړه لومړی تخنیکی ناسته د ۲۰۱۴م کال په نومبر میاشت کې ترسره شوه او بیا ۲۰۱۸م کال  د نومبر میاشت په ۱۵مه د غړو هېوادونو ترمنځ رسما تړون لاسلیک شو.

ټاپی او کاسا زر

ټاپی او کاسا زر پروژې د امریکا د “ورېښمو لارې نوی سټراټېژۍ” (New Silk Road Strategy) له مخې چې د امریکا پخوانۍ بهرنیو چارو وزیرې هېلری کلنټن په ۲۰۱۱م کال کې په هندوستان کې اعلان کړه د پام او باور وړ وګرځېده، چې پکې ټاپی پروژه د مهمې سیمه ایزه پروژې د بېلګی په توګه وړاندې شوه.

دغه سټراټیژی ټینګار کوی چې منځنۍ اسیا او سویلی اسیا د سړکونو، پټلیو او انرژۍ لویو پروژو پرمټ سره وصل شی.

په یاده سټراټېژۍ کې افغانستان د سیمې د ټرانژیټ او ټرانسپورټ د مرکز په حېث د وصل نقطه ده.

عمده موخه یې دا وه چې یو خوا ته ۲۰۱۴م کال کې د نړېوالو ځواکونو وتلو او مالی مرستو کمېدو وروسته د افغانستان اقتصادی ثبات تضمین شی او بل خوا ته مرکزی اسیا هېوادونو سره مرسته وکړی ترڅو د روسیې نقوذ نه راووځی.

کله چې سوړ جنګ پای ته ورسېد او شوروی اتحاد نسکور شو نو اروپا ته د ګازو د محیا کولو نل لېکې په روسیه کې پاتې او انحصار شوې. مرکزی اسیا هېوادونه مجبور و چې د همدغو نل لیکو له لارې ګاز صادر کړی چې روسیې له دغې وضیعت نه ناوړه اقتصادی ګټه پورته کوله.

د دغو ستونزو د حل لپاره په نوییمه میلادی لسیزه کې ترکمنستان غوښتل خپل ګاز د افغانستان له لارې پر پاکستان و پلوری او په دغه برخه کې د پام وړ پرمختګونه وشول.

خو په افغانستان کې د خراب سیاسی او امنیتی وضیعت له کبله پروژه په ټپه ودرېدله. ۲۰۰۲ م کال کې ترکمسنتان، افغانستان او پاکستان له اسیایې پراختیایې بانک نه غوښتنه وکړه چې د پروژې د دارالانشاء رول ومنی، چې بیا په ۲۰۰۳م کې ورته هند هم را وبلل شو او پروژه ټاپی وبلل شوه.

د ټاپی نل لېکه ۱۸۱۴ کیلومتره مجموعی اوږدوالی لری، چې له افغانستان او پاکستان تر تېرېدو وروسته هندوستان ته رسېږی.

د ترکمن برخې نل لېکې رغونه د ۲۰۱۵ کال په ډیسمبر میاشت کې پیل شوې وه او د افغانستان برخه د ۲۰۱۸م کال په فېبروری میاشت کې پېل شوه.

همدا راز د کاسا زر پروژې بحثونه په ۲۰۰۶م میلادی کال کې پېل شول کله چې قرغزستان او تاجکستان غوښتل له خپلې اړتیا زیاته برېښنا په افغانستان او بیا له همدغې لارې پر پاکستان وپلوری.

د همدغه کال په پای کې د څلور واړو هېوادونو ترمنځ تفاهم لیک لاسلیک شو. د پروژې له مخې، قرغزستان او تاجکستان به د ۱۲۲۲ کلیومتره د انرژۍ انتقال لیکې پرمټ ۳۰۰ مېګاواټه برېښنا افغانستان ته او ۱۰۰۰ مېګاواټه پاکستان ته انتقالوی.

دا پروژه د ۲۰۱۶م کال په مۍ میاشت کې پرانستل شوه.

د یادونې وړه ده چې دواړه پروژې د نړېوالو سازمانونو لکه نړېوال بانک، اسیا پراختیایی بانک او د امریکا متحده ایالتونو مالی ملاتړ له ځان سره لری.

ممکن است شما دوست داشته باشید