روزنامه اصلاح

کـرکـټ بورډ په کابل کې له وطنۍ خاورې “پېچ” جوړوی

د افغانستان کرکټ بورډ وایی چې د کابل په لوبغالی کې ۱۵پېچ/پیچز یا د توپ ویشتلو او غورځولو ځایونه جوړ کړی.

کرکټ بورډ وایی چې دا پېچ به له وطنۍ خاورې جوړیږی.

په کرکټ کې (Pitch) د دوو ویکټو ترمنځ د میدان هماغه مرکزی نقطه/کرښه ده چې بیټسمینان په کې بېټېنګ کوی او بالران په کې توپ غورځوی. پېچ په معیاری ډول شاوخوا ۲۲ یارډه (۲۰م) اوږد او شاوخوا ۱۰ فوټه پلن وی.

پېچ هوار وی، له خاورې جوړیږی او د بېلابېلو هېوادونو موسم ته په کتو جوړیږی چې په ځینو هېوادونو کې واښه هم پرې شنه وی، ځینې هېوادونه وچ کلک پېچونه لری او د ځینو یې بیا نمناک وی.

د افغانستان کرکټ بورډ سرپرست اجرایی مشر اسدالله خان وایی چې د کابل لوبغالی په ملی اکاډمی کې دا پیچونه جوړوی.

د کرکټ په اعلامیه کې د ښاغلی اسدالله له خولې لیکل شوی دی “له ډېرو هلو ځلو وروسته په دې بریالی شو چی په هېواد کې د ننه د ویشتنځایونو(پیچونو) لپاره ځانګړې خاوره پیدا کړو او په راتلونکی کې به له دې خاورې د هیواد په ټولو لوبغالو او اکاډمیو کې ګټه پورته شی.”

کرکټ بورډ وایی تر دې مخکې له ځینو نورو بهرنیو هېوادونو څخه به د پېچ لپاره خاوره راوړل کېده، خو په خبره یې اوس دا خاوره په افغانستان کې دننه پیدا کیږی.

څو ورځې مخکې د شمال زون لپاره د کرکټ بورډ مسول فرید عالم امریکا غږ ته وویل چې د نوی هجری شمسی کال په ورځ یې د مزار شریف په ښار کې د فوټبال په میدان کې د کرکټ پېچ جوړ او لوبه یې وکړه.

ښاغلی عالم دا خبره هم وکړه چې د پېچ خاوره یې په بلخ کې پیدا کړه چې د هغه په وینا دا په خپله یوه ښه خبره ده.

افغانستان په تېرو څو کلونو کې په کرکټ کې خورا چټک پر مخ ولاړ. دا مهال په کور دننه لسګونه زره ځوانان په رسمی او غیر رسمی ډول کرکټ کوی.

د ولایتونو په کچه رسمی لوبډلې او کلپونه هم شته، خو پر کرکټ بورډ تل دا نیوکه کیږی چې د کرکټ د لا غوړېدا لپاره یې اسانتیاوې نه دی برابر کړی او په نړیوالو معیارونو برابر لوبغالی، اکاډمۍ، پېچونه او نور امکانات نلری.

ممکن است شما دوست داشته باشید