روزنامه اصلاح

کرېکټ نړیوال جام؛ افغانـستان پاکـستان تـه پـه تمریناتی لوبه کې ماتې ورکړه

د کرېکټ نړیوال جام تمریناتی سیالو کې افغانستان پاکستان ته د انګلستان په برېستل ښار کې له یوې سختې سیالۍ وروسته په دریو ویکټو ماتې ورکړه. پاکستان لوبډلې د دغې سیالۍ پچه وګټله او لومړی یې د منډو جوړوله پرېکړه وکړه چې د افغانستان لپاره یې ۴۸ اوور کې د ۲۶۳ منډو هدف وټاکه.‌

د دغه هدف تر لاسه کولو لپاره د افغانستان له لوری شهزاد محمدی او حضرت الله ځاځی لوبه پیل کړه.

۱۱ اور کې چې د افغانستان لومړۍ وېکټه وغورځیده، ۸۰ منډې یې تر لاسه کړې وې. د لوبې شپږم اوور کې شهزاد محمدی د پښې درد له کبله له ۲۳ منډو سره د لوبې له ډګره ووت او حشمت الله شهیدی یې پر ځای لوبه کې شامل شو چې د لوبې تر پایه له ۷۴ منډو سره ناسوځېدلی پاتې شو.

شهزاد محمدی له ۲۳، حضرت الله ځاځی له ۴۹، رحمت شاه له ۳۲ حشمت الله شاهدی ‘ناسوځېدلی ‘ ۷۴، سمیع الله شینواری له ۲۲ او محمد نبی له ۳۴ منډو سره د افغانستان توپ وهنې برخه کې مخکښ وو.

حضرت الله ځاځی له ۴۹ منډو وروسته فخرزمان کیچ اوټ کړ. نوموړی د ۲۸ توپونو له لوبولو وروسته له اتو څلوریزو او دوو شپږیزو سره ۴۹ چټکې منډې وکړې.

له دې مخکې د پاکستان ټوله لوبډله په اته څلوېښتم اور کې په ۲۶۲ منډو وسوځېده.

د پاکستان لپاره بابر اعظم سلیزه وکړه. په نورو لوبغاړو کې محمد حفیط ۱۲ منډې، حارث سهیل ۱ منډه، فخر زمان ۱۹ منډې او امام الحق ۳۲ منډې، شعیب ملک ۴۴ او سرفراز احمد ۱۳ منډې وکړې.

د افغانستان لپاره محمد نبی درې او راشد خان او دولت ځدراڼ دوه دوه وېکټې واخیستې. د رسمی لوبو له پیل وړاندې به هره لوبډله دوې تمریناتی لوبې کوی.‌ په دې لړ کې د مې میاشتې پر ۲۷مه نېټه له کوربه هېواد انګلستان سره لوبې لری. افغانستان به په نړیوال جام سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه د جون میاشتې پر لومړۍ نېټه په همدې برېسټل ښار کې د اسټرالیا پر وړاندې کوی. د افغانستان کرېکټ ملی لوبډلې پخوانی لوبغاړی او د کرېکټ ۱۹ کلنو لوبډلې اوسنی روزونکی رییس احمدزی وایی، د نړیوال جام لپاره تمریناتی لوبی کولای شی، افغان لوبډلې ته په نړیوال جام کې د ښه ځلېدو زمېنه برابره کړی.

افغان لوبډله به په راتلوونکی دوشنبې له انګلستان سره تمریناتی لوبه ولری. ښاغلی احمدزی په کابل کې د بی بی سی له خبریال عصمت بهیر سره په مرکه کې وایی، افغان لوبډلې له سکاټلنډ، ایرلنډ او پاکستان سره ښه لوبه وکړه او همدا موږ ته هیله راکوی چې کېدای شی په نړیوال جام کې افغان لوبډله یو شمېر هیوادونو ته ماتې ور کړی.‌ د افغانستان ټولې لوبې له پلازمېنې لندنه بهر کېږی.

د افغان ملی لوبډلې هغه مینه وال چې په لندن کې مېشت دی پر دې خبره یو څه ناخوښی دی، خو بیا هم تمه کېږی چې په انګلستان کې مېشت ګڼ شمېر افغانان به د راتلونکې یوې میاشتې په ترڅ کې د خپلې ملی لوبډلې د ملاتړ لپاره د لوبې لیدو ته ورځی.

ممکن است شما دوست داشته باشید