روزنامه اصلاح

کرونا ویروس؛ څه باندې ۵۰زره افغانان واکسین شوی

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایی، په دغه هېواد کې د کرونا ضد واکسین له پیل څخه بیا تر دا مهاله ۵۰۳۰۹ روغتیایی کار کوونکی، د رسنیو کار کوونکی او ښوونکی واکسین شوی دی.
د روغتیا وزارت ویاند ډاکتر میرویس افضلی خبریالانو ته وویل چې له یادو کسانو څخه څه باندې ۴۵۸۰۰ یې روغتیایی کار کوونکی او څه باندې ۱۲۰۰ یې د رسنیو کار کوونکی دی.
نوموړی زیاته کړه چې روغتیا وزارت په دې وروستیو کې په ښوونځیو کې د کرونا واکسین د تطبیق بهیر هم پیل کړی چې په وینا یې تر اوسه په ۲۹ ولایتونو کې ۳۲۴۷ ښوونکی واکسین شوی دی.
د روغتیا وزارت ویاند همدارنګه وویل چې افغان امنیتی ځواکونو ته هم د کرونا ضد واکسین لګولو بهیر پیل شوی چې په خبره یې تر اوسه زرګونه کسان واکسین شوی دی.
په افغانستان کې د کرونا ویروس ضد واکسین د تطبیق بهیر د تیرې کب میاشتې پر پنځمه نېټه پیل شو.
د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس د کرونا ویروس له خپرېدو څخه بیا تر دا مهاله په افغانستان کې ۵۶۲۹۴ تنه په کرونا ویروس اخته شوی دی،۲۴۷۰ کسان ورڅخه مړه شوی او شااوخوا ۵۰زره نور کسان ورڅخه جوړ شوی دی.
کرونا ویروس د لومړی ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبی ایالت په ووهان ښار کې پیدا شو.

د امریکا د جانس هاپګینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په نړۍ کې څه باندې دوه میلیونه کسان له کرونا ویروس څخه مړه شوی دی او څه باندې سل میلیون کسان په کرونا ویروس اخته شوی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید