روزنامه اصلاح

کاپیسا کې د القاعده د ۱۶غړو په ګډون ۳۰ وسله وال وژل شوی

 

د افغانستان دفاع وزارت په کاپیسا ولایت کې د القاعده شبکې د ۱۶ غړو په ګډون د ۳۰ وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی.
د دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان ویلی چې یاد وسله وال د کاپیسا ولایت د نجراب ولسوالۍ په (افغانیه دره) سیمه کې د افغان هوایی ځواک او کمانډو د عملیاتو پرمهال وژل شوی دی.
نوموړی زیاته کړه چې په دغه عملیاتو کې شپږ وسله وال طالبان هم ټپیان شوی دی.
د افغانستان د دفاع وزارت مرستیال ویاند وویل چې په وژل شوو وسله والو کې د القاعده شبکې ۱۶ پاکستانی غړی هم شامل دی.
د هغه د معلوماتو په اساس د دغه عملیاتو په ترڅ کې چې د تیرو دوو ورځو راپدېخوا روان دی د طالبانو ګڼ شمېر پوځی تجهزات او مهمات هم د افغان ځواکونو لخوا له منځه وړل شوی او هم په «افغانیه دره» کې د حاجیان، خلیفه ګان، ذاکرخېل کوچک او بداخېلو په نومونو سیمې هم له طالبانو څخه پاکې شوی دی.
د افغانستان دفاع وزارت همدارنګه زیاته کړه چې د کاپیسا له نجراب ولسوالۍ څخه د وسله والو طالبانو د ایستلو په هدف د افغان ځواکونو عملیات دوام لری.
د کاپیسا د سیمه ییزو چارواکو د معلوماتو په اساس اله سای او نجراب د یاد ولایت له نا امنیه ولسوالیو څخه دی چې وسله والو طالبانو ترڅنګ بهرنی جنګیالی هم پکې فعالیت کوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید