روزنامه اصلاح

کانګو خطرناکه او وژونکی ناروغی

کانګو یوه خطرناکه او وژونکی ناروغی ده، چی له یوه ځانګړی جزام یا مکروب څخه خپریږی. په دی ناروغی هغه کسان اخته کیږی چی له څارویو سره سر و کار لری. د دی ناروغی په رامنځ ته کیدو کې یو ځانګړی چینجی د څارویو پوستکو کښی د ننه کیږی چی په پایله کې د ناروغیو د خپریدو لامل کیږی.

د عامی روغتیا وزارت د ساری ناروغیو د کنترول رییس داکتر شاه ولی معروفی د دی ناروغی په اړه وویل:

د کانګو ناروغی یوه میکروبی، ویروسی او وژونکی ناروغی ده چی د کنی د چیچلو وروسته څاروى په دى ناروغى اخته کیږى او که چیری د کانګو په تبه اخته کنه کوم انسان وچیچی هم په دى ناروغى اخته کیږى او تر دری ورځو پوری یی نښی نښانی په بدن کې څرګندیږی که کوم کس هغه وینه او یا نور سامان آلات چی د کانګو د ناروغی په مکروب ککړ وی تماس پیدا کړی له پنځه تر شپږو ورځو پوری په دی ناروغی د اخته کیدو امکان یې شته.

داکتر شاه ولی معروفی زیاته کړه: د دی ناروغی اصلی سر چینه اهلی حیوانات لکه غواګانی، پسونه، وزی او نور لوی او واړه څاروی دی. دغه ناروغی له بیلابیلو لارو لکه په دی وایروس ککړ طبی سامان آلات او د کانګو ناروغ له وینو سره تماس او د هغه کنی چیچل دی چی په دی مکروب اخته وی رامنتځ کیږی.

داکتر شاه ولی معروفی زیاته کړه: څوکاله وړاندی ګڼ شمیر وګړی په دی ناروغی اخته شوی وو. مونږ په ۲۰۱۶ م کال کې ۱۶۳ ناروغان درلودل او په ۲۰۱۷ م ۲۴۵ تنه په دی ناروغی اخته ؤ چی په خواشینی سره د (۵۰) تنو په شاخوا کې په دی ناروغې اخته کسانو خپل ژوند له لاسه وکړ. په ۲۰۱۸ م کال ۴۸۳ تنه ناروغان ؤ او په ۲۰۱۹ م کال کې تقریباَ د مړینی واقعات ۵۹ تنو رسیدل.

داکتر شاه ولی معروفی د دی ناروغی د مخنیوی په اړه وویل:

هغه کورنی او قصابان چی په کورونو کې، غواګانې، پسونه، وزی او نور څاروی ساتى باید د هغوی د اوسیدو ځای (غوجل) وخت په وخت پاک کړی او د څارویو پا کی دی هم له پامه نه غور ځوی او همدا شان دی د څارویو د ځای او عوجل د پاکولو او د څارویو سره د تماس وروسته خپل لاسونه په پاکو اوبو او صابون سره پریمینځی تر څو مکروبونه نورو ته ونه لیږدول شی.

ډاکتر شاه ولی وویل، ستونزه دا ده چی زموږ خلک بی وزله دی کله ناروغه شی په کلیو او بانډو کښی د هغوی د درملنی لپاره امکانات نه وی خو کله چی تر ښار او ډاکتره رسیږی بیایی درملنه ناممکنه او یا ډیره ستونزمنه وی نو په دی اساس زمونږ یو شمیر هېواد وال په دی ناروغی خپل ژوند له لاسه ورکوی.

داکتر معروفی دا هم وویل، کله چی د کانګو ناروغی تشخیص شی نو ناروغ ته باید سمدستی د مالګی او بورى محول د ډاکتړ د لارښوونی سره سم په ورځ کې څو ځله ورکړی شی تر هغی چی د وجود د مالګی اندازه یې پوره شی.

داکتر معروفی زیاته کړه:

زما سپارښتنه هغو هېواد والوته چې د څارویو د روزلو سره سرو کار لری که کوم وخت تبه او سردردی ولری بی له ځنډه دی نژدی روغتیایی مرکزونو ته ځانونه ورسوی او د صحی کارکوونکو له معایناتو او مشورو سره سم دی درمل وخوری تر څو ناروغی یی خطرناک حالت ته و نه رسیږی چی بیا به یی درملنه ناممکنه او له ستونزو ډکه وی او د حتمی مړینی سبب به یی وګرځی.

غزاله بابکرخیل

ممکن است شما دوست داشته باشید