روزنامه اصلاح

کامه وال: کانکور د سیالۍ په یوې بریالۍ پـروسـې بـدل شـوی دی

  د ملی یووالی حکومت په کانکور کې د شته ستونزو د هوارولو لپاره لازمه پاملرنه کړې او په دې لاره کې یې یوه خپلواکه اداره هم رامنځته کړې ده. اوس مهال د کانکور له پروسې څخه هېڅ ډول شکایت نه کېږی او په یاده پروسه کې د بشپړ شفافیت شتون؛ د هېوادوالو باور جلب کړی دی.

د پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو رییس، محمد امیر کامه وال، چې د یکشنبې په ورځ یې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه ګډ خبری کنفرانس پر مهال وینا کوله، زیاته کړه: د کانکور ټول هغه داوطلبان چې د لوړو زده کړو خصوصی موسسو ته بریالی اعلان شوی دی، کولای شی د روان کال د زمری میاشتې له پنځمې نېټې وروسته د لوړو زده کړو وزارت ته مراجعه وکړی او د اړوندې فورمې تر بشپړتیا او د ځانګړی میکانیزم تر پلی کېدو وروسته؛ کولای شی چې خصوصی پوهنتونو ته لاره پیدا کړی.

هغه وویل چې د کانکور د سږنۍ آزموینې د پایلو له مخې، نېږدې ۶۰ زره داوطلب کسان خصوصی پوهنتونونو ته بریالی شوی دی.

کامه وال وویل، تمه ده چې د لوړو زده کړو خصوصی موسسو ته د داوطلبانو د ورپېژندنې لړۍ؛ په راتلونکې اوونۍ کې د لوړو زده کړو د خصوصی پوهنتونونو له اتحادیې سره د تفاهم لیک تر لاسلیک کېدو وروسته رسماْ پیل شی.

په ورته وخت کې د آزموینو د ملی ادارې رییس، عبدالقدیر خموش وویل: د کانکور پروسه یوه رقابتی پروسه ده او د دولسمو ټولګیو د فارغانو تر منځ په مساوی توګه پلې کېږی.

هغه وویل چې د خپلې خوښې پوهنځۍ ته د پوره نمرو لرل او د څانګو سمه ټاکنه؛ د کانکور ګډونوالو د بری دوه لاملونه دی او په یادو دوو لاملونو کې هر ډول تېروتنه د کانکور د داوطلبانو د پاتې کېدو لامل ګرځی.

د ۱۳۹۸ کال کانکور کې شاوخوا ۱۷۵ زره تنو ګډون کړی وو، چې له دې ډلې ۶۲ زره تنه دولتی پوهتونونو او شاوخوا ۱۵ زره نور یې نیمه عالی دولتی پوهنتونونو ته لاره پیدا کړې ده. دغه راز د کانکور شاوخوا ۶۰ زره تنه د لوړو زده کړو خصوصی موسسو ته بریالی شوی دی.

په دولتی او خصوصی پوهنتونونو کې د کیفیت د تضمین او اعتبار ورکولو موضوع د لوړو زده کړو وزارت د لومړیتوبونو څخه دی، چې دغه بهیر له ۱۳۹۱ کال څخه تر دې مهاله؛ د لوړو زده کړو وزارت د کیفیت د تضمین او اعتبار ورکولو ریاست لخوا څخه پیل شوی دی.

د کیفیت د تضمین او اعتبار ورکولو رییس، حاجی محمد نعیمی وویل: د تېرو شپږ کلونو په اوږدو کې؛ شپږ دولتی او خصوصی پوهنتونونه توانېدلی دی، چې د کیفیت د تضمین او اعتبار ورکولو د درې پړاوونو په بشپړېدو سره؛ دغه بهیر په بریالیتوب سره پای ته ورسوی.

په دغو شپږو پوهنتونونو کې کابل، کابل طبی، د کندهار، امریکایی خصوصی، د کاردان خصوصی او د کاتب خصوصی پوهنتونونه شامل دی، چې تېره اوونۍ یې د کیفیت د تضمین او اعتبار ورکولو سندونه ترلاسه کړی دی.

لوړو زده کړو وزارت په خپل ستراتیژیک پلان کې په پوهنتونونو کې د کیفیت د تضمین او اعتبار ورکولو پلی کېدو ته د خپلو کارونو په سر کې ځای ورکړی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید