روزنامه اصلاح

کاریزونه د اوبو هغه سیستمونه په افغانستان کې د کاریزونو وضعیت ته کتنه

دی چې د ځمکې لاندې اوبه د افقی تونل په مرسته، پرته له کومې وسیلې راوباسی. دا تونل په هر ۲۰۵۰ مترو اوږدوالی کې عمودی څاه لری چې د جوړولو، څارلو، پاکولو او له ځینو د اوبو راغوڼدولو برخه کې ترې کار اخیستل کېږی. دا ټکنالوژی په ګرم، وچ او نیمه وچ اقلیمی سیمو کې د اوبو د ترلاسه کولو لپاره له چین څخه نېولې تر اروپا او امریکا پورې کارول کېږی.

کارېز یو ډېر ښه او دوامدار سیسټم بلل کېږی. ځکه د ځمکې لاندې اوبو سطح نه زیانمنوی او وچکالی یې زر نشی اغېزمن کولای. همدارنګه د کال په اوږدو کې چې سطحی اوبه وچېږی، کارېز تل په مشخصه کچه ښه کیفیت لرونکې اوبه ورکوی.

د کارېزونو جوړول که څه هم ستونزمن کار دی خو له جوړېدو ورسته بیا ډېر اوږد عمر لری. کارېزونو د زلزلې او سېلابونه پر وړاندې زیانمنونکی دی ځکه په تونل کې یې د خارو رالوېدلو امکان شته.

د کاریزونو جوړلو پیل له مېلاد څخه مخکې کلونو ته رسېږی. په افغانستان کې د جوړو شویو کاریزونو د نیټې په اړه دقیق معلومات نشته. خو د اوسنیو کاریزونو عمر تر سلګونو کلونو رسیږی.

د راپورونو پر بنسټ د افغانستان یو زوړ کاریز د وردګ ولایت په جلریز ولسوالی کې دی چې له ۳۰۰ کالونو څخه تر اوسه نېږدې ۳۰۰۰ کسانو ته د څښاک او کرنې اوبه برابروی.

د دې کاریز اوږدوالی ۸ کیلومتره دی او پیلنۍ څاه یې ۶۰ متره ژوروالی لری. بله دا ډول بېلګه د هرات ولایت د پښتون زرغون ولسوالۍ کارېز دی چې د ۲۲۴۰ اوسېدونکو او ۲۰۰ هکتاره ځمکې ته اوبه برابروی.

د کارېزونو دا اوږد تاریخ د دې سبب شوی چې یونسکو دا سیسټم په کلتوری میراثونو کې وشمېری.

کاریزونه په ټول هېواد کې د اوبو لګونې سیمې ۶٪ یعنې ۱۶۸ زره هکتاره ځمکه خړوبوی. په افغانستان کې ډېری کارېزونه د هلمند سیند په حوزه کې موقعیت لری. خو ځینې نور بیا د کابل، فاریاب، بادغیس او هرات ولایتونو کې هم شته. په ۱۹۶۷ او ۱۹۶۸ کلونو کې افغان حکومت د کرنیزې ځمکې او د خړوبونکو سیسټمونو سروې وکړه.

دې سروې د کاریزونو شمېر ۶۷۵۰ ښودلی چې ګمان کیږی هغه وخت به ټول فعال و. وروسته بیا په ۲۰۰۳ کال کې افغان حکومت د خوراک او کرنې نړیوال سازمان په مرسته بله سروې وکړه چې پایلې یې په عام ډول خپرې نشوې. وروسته بیا د ۲۰۱۲۲۰۱۵ کال پورې د امریکا کنساس پوهنتون، د افغانستان د ۱۷ هغو ولایتونو چې ډېر کاریزونه لری بله سروې د سټلایټ انځورونو په مرسته وکړه.

په هغه کې د فعالو کاریزونو شمېر ۶۱۱ او د غیر فعال کاریزونو شمېر ۵۲۷۶ ښودل شوی. په افغانستان کې د اوږدو کارېزونو شمېر لږ خو د لنډو کارېزونو شمېر بیا تر زرګونو اوړی.

د وروستۍ سروې پر بنسټ په افغانستان کې د کارېزونو وضعیت اندیښمن کوونکی دی. ځکه له څه باندې شپږنیم زرو کارېزونو یوازې لس فیصده یې فعال پاتې دی. ځېنې کارېزونه د پرله پسې وچکالیو چې د ځمکې لاندې اوبو سطحې د کښته کېدلو سبب شوې وچ شوی او ځېنې نور بیا د تونل د بندوالی، خارو لېدونې، منظمې څارنې او پاملرنې نشتوالی له امله وچ شوی.

داسې راپورونه هم شته چې سړکونو ته نېژدې کارېزونو څخه د جګړې د سنګرونو په توګه کار اخیستل شوی. چې دا کار بیا په اساسی ډول د ځینو مهمو او تاریخی کارېزونو د له منځه وړو سبب شوی.

د دې تر څنګ په وروستیو کلونو کې د افغانستان په لودیځ کې د ځمکې لاندې اوبو د را ایستلو لپاره د لمریزې برېښنا او د تېلو پمپونو کارول ډېر شوی. چې د کارېزونو لپاره تهدید ګڼل کېږی. ځکه د اوبو سطح په غېر منظم ډول او د یو کس لخوا کښته کوی. او دا بیا په کاریزونو چې عام المنفعه سرچینه ده منفی اغېز کوی.

په افغانستان کې د کاریزونو د اوبو مدیریت په غیر رسمی بڼه د ګټه اخیستونکو لخوا ترسره کېږی. د کاریزونو په پاکولو او پاملرنه کې د خلکو ګډون له هغه د اوبو د استفاده کولو د وېش پر بنسټ دی چې ځېنې وخت په کې د کلیوالو سیمو تر منځ ستونزې هم رامنځ ته کېږی.

څه باید وشی؟

په تېر کې د اوبو او اوبو لګونې مدېریت د اوبو او انرژۍ، کرنې او مالدارۍ او د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارتونه ګډ مسولیت و. افغان حکومت په تېرو ۱۸ کلونو کې د اوبو لګونې په سیسټمونو پانګونه کړې خو په کارېزونو د لګښتونه کره معلومات نشته.

په دې وروستیو کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت، کارېزونو ته پاملرنه کړې او یو دېپارتمنت یې ورته جوړ کړی. دا چې دولت کافی بودیجه نلری، دې وزارت د UNDP په مرسته له یوې نړېوالې ادارې ۹.۵ میلیونه ډالر ترلاسه کړی چې د پنځه ولایتونو د کارېزونو په بیارغونه به یې مصرفوی. خو د کارېزونو شمېر، او اړتیا ته په کتو دا پیسې ډېرې لږ دی او باید حکومت د ټول هېواد د کارېزونو بیارغونې ته ژر تر ژره پاملرنه وکړی.

دا چې کارېزونه د یونسکو له لوری کلتوری میراث ګڼل کېږی. او د اقلیمی بدلون ستونزې د افغانستان د اوبو سرچینې زیانمنې کړې دی. افغان حکومت کولای شی د کارېزونو لپاره له یونسکو او د اقلیمی بدلون له اړوند نړیوالو ادارو، مالی مرستې وغواړی تر څو د اوبو دا حیاتی سرچینه ژوندی وساتل شی.

د بیارغونې پر مهال باید لاندې ټکو ته پاملرنه وشی:

۱-  د کاریزونو د تونل کلک کول تر څو د خاور د رالوېدو مخنیوی وشی.

۲- په نفوذی خاورو کې د کارېز تونل ته غیر نفوذی پوښښ ورکول، تر څو د تونل په اوږدو کې د اوبو له ضایع کېدو ډډه وشی

۳- د کارېزونو اوږدول تر څو اوبو ته ورسېږی او بیرته فعال شی.

۴- د کارېزونو په پورتنی سیمه کې ځمکې ته د اوبو مصنوعی تغذیه یا د باران اوبه زېرمه کول، تر څو د کارېز په اوبو کې ډېروالی راشی او یا هم د اوړی په موسم کې اوبه وکړی.

دا چې نفوس ډېرېدونکی دی او اوبو ته اړتیا لوړلېږی، له کارېزونو ګټه اخیستونکی باید د اوبو په کارولو کې دقت وکړی او لاندې ټکی په پام کې ونیسی:

۱- د اوبو لګونې د نویو لارو چارو (څاڅکیو اوبه لګونه – drip irrigation) پلی کول تر څو د اوبو لګونې موثریت لوړ شی. د دې طریقې په پلې کولو سره ډېره سیمه تر پوښښ لاندې راتلای شی. متاسفانه په افغانستان کې سطحی اوبه لګونه عامه ده چې ډېرې اوبه ضایع کوی. د اوبو د کمښت په سیمو کې د څاڅکیو اوبه لګونه چې ۹۰ ٪ موثریت لری ډېره ګټوره ده. دا چاره اقتصادی مصرف لری چې په ځینو ځایونو کې باید حکومت ورسره مرسته وکړی.

۲- د کارېز د اوبو کانالونه جوړول تر څو اوبه په سمه توګه کروندې ته ورسېږی او له ضایع کولو ډډه وشی.

۳- د اوبو د سپما لپاره هغه کښتونه ترویج کول چې لږ یا ډېره موده پس اوبو ته اړتیا ولری.

۴- د کارېز د اوبو ویش د کښت د ضرورت پر بنسټ.

۵- د کارېز په سیمه کې د کرنې لپاره د پمپونو په کارولو بندېز.

دا چې د کارېزونو جوړول او پاکول ډېر بشری ځواک ته اړټیا لری، د بیارغونې چارې یې کولای شی هېوادوالو ته پرېمانه دندې پیدا کړی.

عاصم مایار

ممکن است شما دوست داشته باشید