روزنامه اصلاح

کابل کې لاریون کوونکو د پاکستان استخباراتی اداره د ناکامورا پر وژلو تورنه کړه

د جاپان د سولې طبی موسسې د مشر ډاکټر تتسو ناکامورا د وژل کېدو په اړه د غبرګونونو پر دوام، د همبستګۍ ګوند کابل کی د پاکستان سفارت مخی ته لاریون وکړ.

لاریون کوونکو د پاکستان استخباراتی اداره یا ای‌ایس‌ای د جاپانی خیریه مرستندوی ډاکټر تتسو ناکامورا او د هغې د پنځه همکارانو د وژنې په قضیه کې ښکېله وبلله.

دوی وایی، ناکامورا د کونړ سیند اوبه چې پاکستان ته تلې مهارولې او همدا ډول یې په افغانستان کې د کرنې د پراختیا لپاره کار کاوه.

د افغانستان د همبستګۍ ګوند غړې زرمینه:

لاریون کوونکی ادعا کوی چې د ناکامورا د وژل کېدو طرحه طالبانو عملی کړې ده.

د ولسی جرګې غړې بلقیس روشن چې په دې لاریون کې یې ګډون کړی وایی، د افغانستان حکومت باید د دې پر ځای چې ډاکټر ناکامورا ته افتخاری تابعیت ورکړی، د هغې امنیت ساتلای وای.

ډاکټر ناکامورا د چهارشنبې په ورځ په جلال آباد ښار کې د یوه برید پر مهال لومړی ټپی شو، خو وروسته یې د سختو ټپونو له کبله ساه ورکړه.

تر اوسه هیڅ یوې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی او طالبانو بیا ویلی، پر ناکامورا برید د دوی کار نه دی.

په کابل کې داسې مهال د پاکستان حکومت د ناکامورا د وژلو په قضیه کې ښکېل ګڼل کېږی چې وړمه ورځ د ننګرهار والی شاه محمود میاخېل وویل، د ناکامورا د وژنې قضیه له افغانستان د باندې پلان شوې وه، خو هغه د کوم هېواد نوم وا نه خیست.

د ناکامورا وژل کېدو په کور دننه او بهر پراخ غبرګونونه راپورته کړی دی.

په تازه ډول د کام ایر هوایی شرکت پر خپلې یوې ایر بس ۳۴۰ ډوله الوتکې د ناکامورا عکس را ځړولی.

د دې شرکت سوداګریز مشر سلیمان عمر ازادی راډیو ته وویل، دا کار یې د دې جاپانی خیریه مرستندوی د خدمتونو له مخې کړی دی.

عمر زیاتوی، که جاپان وغواړی کام اییر چمتو دی چې د ښاغلی ناکامورا جسد خپل هېواد ته ولېږدوی.

له دې وړاندې بیا له ننګرهار سربېره، په کابل، بامیان، خوست او ځینو نورو ولایتونو خلکو کې د ښاغلی ناکامورا په یاد شمعې بلې کړی دی.

۷۳ کلن ډاکټر تتسو ناکامورا په افغانستان کې د جاپان د سولې طبی موسسې مشری کوله او له نږدې شل کلونو راهیسې دلته په خدمت بوخت و.

د جاپان د سولې طبی موسسې په افغانستان په طبی برخه کې کار کړی او تر خوا یې د هېواد په ختیځ کې د کرنې د پراختیا لپاره هم پراخې هلې ځلې کړی.

د ډاکټر ناکامورا د ښو خدمتونو له کبله د افغانستان حکومت هغه افتخاری تابعیت هم ورکړی و.

ممکن است شما دوست داشته باشید