روزنامه اصلاح

کابل کې درې غبرګو چاودنو دوه تنه وژلی ۲۴ ټپیان دی

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایی، د کابل ښار په پرونیو دری غبرګو چاودنو کې دوه ملکی وګړی وژل شوی او ۲۴ نور ټپیان شوی دی.

د دغه وزارت ویاند وحیدالله مایار پر خپل ټوېتر لیکلی چې د پېښې له ځایه دوه جسدونه او ۲۴ ټپیان روغتونونو ته انتقال شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمی هم د دغو چاودنو په اړه خبریالانو ته ویلی، چې پرون سهار لس کم اته بجې د پنځمې حوزې اړوند د سیلو سره نږدې سیمه کې د کابل د پولیتخنیک د پوهنتون د محصلینو د عاملې پر یو کاسټر بس یو مقناطیسی ماین وچاودیده، چې له امله یې یو ملکی وکړی ووژل شو او لس تنه نور ټپیان شول.

ښاغلی رحیمی وویل، د دغې چاودنې شل دقیقې وروسته د پیښې په ځای کې دوه نورې چاودنې وشوې، چې له امله یې د پنځو پولیسو په ګډون اوه تنه ټپیان شول.

د کورنیو چارو وزارت ویاند وویل، چې په چاودنو کې دوه افغان خبریالان هم ټپیان شوی دی.

د پیښې عینی شاهدان وایی، په لومړۍ چاودنه کې د یو دکان شاګرد هم وژل شوی دی.

د دغو چاودنو ډیر ټپیان د پولیسو روغتون ته وړل شوی دی.

تر اوسه لا کومې ډلې د دغو دریو غبرګو چاودنو مسولیت په غاړه نه دی اخیستی. د یادونې وړ ده چې د تېرې پنجشنبې په ورځ هم د کابل ښار په پنځمه امنیتی حوزه کې د افغانستان د ملی دفاعی پوهنتون پر محصلینو ځانمرګی برید کې ۶ تنه ووژل شول.

د تېرې جمعې په ورځ د کابل ښار په نهمه امنیتی حوزه کې هم پر نړیوالو ځواکونو موټر بم برید څلور ملکی وګړی ووژل او ۳ نور یې ټپیان کړل.

ممکن است شما دوست داشته باشید