روزنامه اصلاح

کابل ښاریان وایی اوبو ته‌یې لاس‌رسی کم دی او هغه هم پاکې نه‌دی

کابل ښاریان وایی اوبو ته‌یې لاس‌رسی کم دی او هغه هم پاکې نه‌دی

په کابل کې د ګڼو نورو ستونزو سربېره د دغه ښار ډېری اوسېدونکی د څښاک پاکو اوبو ته هم لاسرسی نه‌لری.
د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکو وایی چې اوبو ته‌یې لاس‌رسی کم دی او هغه هم پاکې نه‌دی.
له دې ډلې علی رضا، محمد معروف او محمد فیصل وویل: “موږ د ځمکې لاندې اوبو په برخه کې له ستونزو سره مخ یو، کله چې څاه باسو، اوبه یې غوړې او ناپاکې وی.
-موږ په پل ارتل کې اوسېږی، هلته نه اوبه شته او نه د اوبو لپاره کومه اسانتیا، له یو روغتونه کور ته اوبه په اوږو وړم، یعنې شل کاله کېږی چې په خپلو اوږو کور ته اوبه وړم.
-تقریباً څلور کاله کېږی چې زموږ خلک د اوبو په برخه کې له ستونزو سره مخ دی، د اوبو کمبودی لرو، موږ د څښاک لپاره پاکې اوبه نه‌لرو او بمبه یا نل هم نشته.”
د افغانستان د اوبو انرژې وزارت بیا څه وایی؟
بل‌خوا د افغانستان د اوبو انرژې وزارت وایی، په کابل کې د ځمکې لاندې اوبو کچې د کموالی تر څنګ د څښاک اوبه هم کمې شوی.
د دې وزارت د معلوماتو له مخې، د اوبو د نه جذب سیمو د زیاتېدو له امله ۱۲ متر مکعب د کابل د اوبو کچه راټیټه شوې ده.
د دغه وزارت په خبره، هرکال تر دوو متر مکعبو پورې د اوبو کچه راټیټیږی.
خو مخکې له دې د دغه وزارت چارواکو ازادی راډیو ته ویلی و چې د تېرکال په ژمی او د سږکال په پسرلی کې د ورښتونو له امله د کابل د ځمکې لاندې اوبو کچه له ۲ مترو نېولې تر ۱۲ مترو لوړه شوې ده.
خو دوی دا هم ویلی و چې دا موضوع هیله بخښونکې ده، خو د لنډ مهالی لپاره نه په اوږد مهالی کې.
دا په‌داسې حال کې ده چې د اسیا پراختیایی بانک تازه له افغانستان سره په تېره بیا د کابل د ځمکې لاندې اوبو د تغذیې په برخه کې د ۵۰ مېلیونو ډالرو مرسته کړې.
تردې وړاندې هم د جاپان یو نړیوالې ادارې «جایکا» او ځینو نورو نړیوالو ادارو د افغانستان د ځمکې لاندې او خلکو ته څښاک د پاکو اوبو د برابرولو په برخه کې مرستې کړی دی.
د افغانستان د ابو او انرژۍ وزارت د ځمکې لاندې اوبو ریاست د معلوماتو پر بنسټ، هر کال ۲۵ مېلیونه مترمکعب اوبه ذخیره کېږی، خو په مقابل کې بیا ۸۷ مېلیونه متر مکعبه اوبه مصرفېږی چې د اوبو د کموالی ستونزه له هرکال څخه بل ته زیاتوی.
په ورته وخت کې د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت د ځمکې لاندې اوبو ریاست سرپرست جمال عبدالناصر شکوری وویل، د کابل ښار له نیمایی زیات اوسېدونکی د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه‌لری:
“شاوخوا ۳۰ سلنه د کابل خلک پاکو اوبو ته لاسرسی لری او له اویا سلنې زیات یې چې خصوصی او شخصی څاګانې لری هغه ککړې دی، زموږ تخنیکی همکارانو چې سروې کړې د ککړتیا لامل یې دا دی چې د سیپټیک څاګانې د څښاک د اوبو څاګانو ته نږدې جوړ شوی دی.”
ښاغلی شکوری وایی، که د «شاه توت» او «شاه و عروس» بندونه جوړ شی له هر یو یې په کلنی ډول یو مېلیونه متر مکعب د څښاک پاکې اوبه ترې تر لاسه کېدای شی، خو اندېښنه ښیې چې د ځمکې لاندې اوبو ډېری کارونه د دې لامل شوی چې د کابل په ډېری سیمو کې د ځمکې لاندې خلاوې رامنځته شی چې له امله یې په کم رېښتر کچه زلزله هم د سترو خطرونو وېره شته.

ممکن است شما دوست داشته باشید