روزنامه اصلاح برای بار اول در ۲۹ دلو ۱۳۰۰ هش مطابق به ۱۸ فبروری ۱۹۲۱میلادی به نگارندگی و سر دبیری محمد بشیر در شهر خان آباد شروع به نشرات کرد. دراین نشریه بعد از شماره ۱۶ بجای مدیر و سر دبیر تنها سر دبیر وبجای محمد بشیر ، حافظ فیض محمد درج گردیده است.
در مرحله اول، این جریده در یک صفحه بروی کاغذ نازک شکری رنگ در مطبعه سنگی خان آباد نشر میگردید. موضوعات این جریده را سر مقاله، مطالبی در باره حوادث داخلی، حوادث خارجی، ادبیات، مسایلی برای سر گرمی و مقالات علمی تشکیل میداد. در پیشانی اخبار درج شده بود.
د افغانستان د شپږیزې کرکټ لیګ د اووم پړاو سیالیو په پای لوبه کې د کابل بازانو د مس عینک اتلانو لوبډلې ته ماتې ورکړه او د دغو سیالیو اتلولی یې وګټله.
د دغه لیګ په پای لوبه کې د مس عینک اتلانو د لوبې پچه وګټله او د کابل بازانو ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه.
د کابل بازانو لوبډلې په ۱۹.۱ اورونو کې خپل ټول لوبغاړی له لاسه ورکړل او سیالې لوبډلې ته یې د ۱۴۰ منډو هدف وټاکه.
مس عینک اتلانو په شلم اور کې د ټولو لوبغاړو په زیان ۱۳۰ منډې وکړې او لوبه یې د نهو منډو په توپیر کابل بازانو ته وبایلله.
په دغو سیالیو کې کابل بازانو، مس عینک اتلانو، سپینغر پړانګانو، امو نهنګانو، بند امیر ښامارانو او بوست ساتونکو لوبډلو ګډون درلود او په کې د افغانستان د ملی لوبډلو په ګډون د الف او نورو کورنیو لوبډلو لسګونه لوبغاړی ولوبېدل.
د افغانستان د شپږیزې کرکټ لیګ سیالۍ د شلو اورونو په جوړښت کې سوداګریزې لوبې دی چې هرکال یوځل کېږی.
د شپږیزې اووم پړاو سیالۍ سږکال د کروناویروس له امله په ځنډ ترسره شوې. دا سیالۍ د روانې سپټمبر میاشتې په شپږمه پیل او په ۱۶مه پای ته ورسېدې.