روزنامه اصلاح

کابل او کاپیسا ولایتونو کې د سرکونو د ډبرین فرش پروژو په ګډون د ۹ تدارکاتی مواردو منظوری

د جمهوررئیس محمداشرف غنی په مشرۍ د ملی تدارکاتو کمېسیون غونډې په دلګشا ماڼۍ کې ۹ تدارکاتی مورده و ارزول چې په پایله کې له ۵۵۵ میلیون څخه د زیاتو افغانیو په ارزښت ټول تدارکاتی مورده منظور شول.

د کابل ښار واصل اباد سیمه کې د ۶،۱ کیلو متر اوږدو سړکونو د ډبرین فرش پروژې قرارداد د ورکړې په اړه د پلازمېنې زون پراختیا انکشافی ادارې دوه وړاندیزونه کمېسیون تائید کړل.

دغه راز د کاپیسا ولایت په مرکز محمودراقی کې د ۵،۶ کیلو متر اوږدوسړکونو د ډبرین فرش پروژه د کمېسیون د غړو له بحث او غور وروسته د لومړې دورې داوطلب ته منظور شوه او  د دې ادارې مسوولین موظف شول چې له داخلی تولیداتو څخه په استفادې له داوطلب سره د دې سړک د جوړولو په اړه مذاکره وکړی.

وروسته، لوړو زده کړو وزارت غونډې ته د کابل طبی پوهنتون د معلوماتی ټکنالوژۍ مرکز(ICT) د ایجاد پروژې د قرارداد د ورکړې د منظورۍ وړاندیز وکړ، چې تائید شو.

ملی تدارکاتو کمېسیون د پوهنې وزارت اړوند د پکتیا ولایت د احمدخېلو ولسوالۍ د احمدخېلو د نجونو ښوونځی لپاره د ۱۲ ټولګیو لرونکو دوه پوړیزه ودانۍ له ټولو ملحقاتو سره او د اجرائیه ریاست د اړتیا وړ ۱۰۵ ام بی انټرنیټ د تدارک پروژې د قراردادونو د ورکړې د منظورۍ وړاندیزونه تائید کړل. دغه راز  په دایکنډی ولایت کې د میرامور ولسوالۍ اړوند د ۱۲ ټولګیو لرونکی ښوونځی ودانۍ د جوړولو پروژې په اړه د ملی تدارکاتو کمېسیون د مخکینۍ پرېکړې د تحقق پر راپور له هراړخیزو بحثونو وروسته دغه پروژه منظور شوه چې د کلیوپراختیا وزارت د ولسی تړون برنامې له لارې به مخ ته یووړل شی.

کمېسیون د انرژۍ او اوبو وزارت اړوند د (۳۴ولایتونو) په ۵ دریایی حوزو کې د سیمی جالیو د پېرلو او لېږد پروژې د مودې د تمدید د منظورۍ وړاندیز او د افغانستان برېښنا شرکت اړوند د برېښنایی مېټرونو د برابرولو او نصب او په دغه تړون کې د مندرجاتو د تعدیل قرارداد هم منظور کړ.

ملی تدارکاتو  کمېسیون د مخابراتی عوایدو پر راټولولو د څارنې پروژې RTDMS قرارداد ورکړه دوو مشترکو شرکتونو ( LATRO & BUSTOS) ته د اسنادو د بشپړېدو په شرط منظور کړې او هغوی ته یې فرصت ورکړی وو چې خپل اسناد تر ۲۸ ورځو  پورې بشپړ کړی.

ملی تدارکاتو ادارې د قرارداد د تطبیق په مرحله کې د شفافیت د پیاوړتیا او د ښه او زیات ځواب ویلو او د دغو شرکتونود تخنیکی ملاتړ او د هغو پر کړنو د څارنې په موخه ملی تدارکاتو کمېسیون  د افغانستان د شفافیت څار بنسټ، اطلاعاتو ته د لاسرسی کمېسیون، د معلوماتی ټکنالوژۍ شرکتونو اتحادیې (IT) او د احصائیې او معلوماتو ادارې له استازو جوړه د څارنې خپلواکې کمېټې د ایجاد طرحې د منظورۍ غوښتنه وکړه، د کمېسیون غړو له بحث او غور وروسته د دغې غوښتنې هرکلی وکړ او منظور یې کړه.

دغه راز ملی تدارکاتو کمېسیون د ۱۳۹۸ کال د فرضی حج لپاره د ځای، خوړو او ترانسپورت قرارداد کمېټې د پلاوی په ترکیب کې د ملی امنیت عمومی ریاست د توظیف شوی استازی د منظورۍ وړاندیز هم ومنل شو.

ممکن است شما دوست داشته باشید