روزنامه اصلاح

ښځې؛ رایه زما، واک یې ستا؟

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایی، د ثبت شویو ۹ میلیون رای ورکوونکو له ډلې درې میلیون (۳۵٪) هغه یې ښځې دی. د ۲۰۱۴ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې بیا ۴۰ سلنه ښځو ګډون کړی ؤ.

بل خوا را روانو ولسمشریزو ټاکنو ته ولاړو نوماندانو د دغو ښځینه رای ورکوونکو د پام را خپلولو او د ښځینه پلویانو ډېرولو لپاره هر یوه په خپل نوبت ځانګړی غټې کمپاینی غونډې جوړې کړې.

ولسمشریزو ټاکنو ته ولاړ نوماند محمد اشرف غنی په خپله لومړۍ کمپاینی غونډه کې په ډېر ویاړ سره وویل، افغانستان د لومړۍ میرمنې څښتن شوی، د نورو نوماندانو لومړۍ میرمنې چیرې دی؟

نوماند اشرف غنی په خپله دریمه ټاکنیزه غونډه چې یوازې ښځو ته ځانګړې شوې وه ژمنه وکړه چې په حکومتی لوړو څوکیو کې به د ښځو ونډه زیاتوی.

په داسې حال کې چې په افغانستان کې ۴۰۰ زره کارکوونکو له ډلې یوازې ۸۷ زره هغه یې ښځې دی.

نوموړی دا هم ویلی چې ښځو ته به د مالکیت د لرلو حق ورکوی، د ښځو په وړاندې به تاوتریخوالی له منځه وړی او د ښځو کاری خوندیتوب به یې د کارونو په لومړیتوب کې وی.

په افغانستان کې په پریکړو کې د ښځو ونډه ۱۰ سلنه ده، خو نوماند عبدالله عبدالله ژمنه کړې که د ټاکنو ګټوونکی شی نو د خپل نوی حکومت د اجرائیه ریاست د مرستیالۍ دریمه څوکۍ به یوې ښځې ته ورکړی.

ولسمشریزو ټاکنو ته ولاړ یو بل نوماند لطیف پدرام چې خپله دویمه کمپاینی غونډه یې ښځو ته ځانګړې کړې وه، وویل: ښځې باید له نرانو سره برابر حقونه ولری او په هېواد کې د نرواک ذهنیت په ځای ښځ واک ذهنیت راشی

نوموړی له ښځو سره ژمنه کړې که په ټاکنو کې بریالی شی نو په کاری، تحصیلی او دولتی موقوفونو کې به ښځوته لومړیتوب ورکړی.

په افغانستان کې چیرې چې ښځې اکثرا په ورین تندی زده کړو، اقتصادی، سیاسی او ټولنیزو فعالیتونو ته نه بلل کېږی، خو داسې کمپاینی غونډو ته بیا د دوی بللو او رایو باندې سرونه ماتیږی.

ښځې چې اکثرا له خپلو حقونو بې برخې ګڼل شوې، خو د خپلې رایې په ارزښت او خپلواکۍ به خبرې وی؟

پر ټاکنو څارونکی بنسټونه وایی، را روانو ولسمشریزو ټاکنو په اړه ښځو ته پراخ عامه پوهاوی نه دی ورکړل شوی.

دوی اندېښمنې دی چې د کمې پوهاوۍ له وجې به ښځې د ټاکنو په اړه خپلواکه پریکړه ونشی کړای.

په افغانستان او په ځانګړې توګه په کابل کی په ټاکنو کی د ښځو ګډون ښایی د هر چا په خوله وی.

۵۷ کلنه سوداګره مریم حبیب وایی، بیسوادی هغه لامل دی چې ښځې یی څنډې ته کړی او په خپلو پریکړو کې خپلواکی نلری.

د افغانی کالیو د خیاطۍ او کشمیره فروشۍ څښتنه د خیاطۍ ماشین، تار ستنې او قیچی ترڅنګ په ټاکنو کې د ښځو د ګډون خبره راسره وڅیرله او وګنډله.

خیاطه مریم د هغو شاوخوا ۱۹ سلنه باسواده ښځو له ډلې ده چې په زده کړو سره یې ځان له هرې خوا خپلواک کړی.

دا پوهېږی چې په ټاکنو کې ګډون او رایه ورکول یې حق دی.

د مریم په خبره هره ورځ یې غوږ او سترګې راډیو او تلویزیون ته نیولې وی څو را روانو ولسمشریزو ټاکنو ته د ولاړو نوماندانو په اړه نوی معلومات ترلاسه کړی، ترڅنګ یې د نوماندانو کمپاینی غونډو ته هم تللې.

مریم وایی، “رایه ورکول اسانه نه ده، دا هغه وجېبه او امانت دی چې د ټول ملت راتلونکی پرې تړلی نو د یوه نوماند ټاکل باید په ډېر دقت وشی. د هغو په اړه باید څیړنې وشی چې په تیر کې یې څه کارونه کړی او داسې نوماند ته رایه ورکړل شی چې په اخلاص خدمت وکړی.”

ښارۍ او لوستې مریم چې د خپلې کورنۍ مالی ملاتړ هم کوی، ځان یې د دې جوګه کړی چې د خپلې خوښې وړ نوماند ته رایه ورکړی.

خو په لرو کلیو بانډو کې په کور د ناستو ښځو ټوله نړۍ د کهول په چاردیوالۍ څرخی.

په ټکنده غرمه کې د کابل د یوې لرې ولسوالۍ په یوه کوچنی کلی کې ۵۰ کلنه سلطانه مې خبره کړه چې د تلی یا میزان په ۶ مه ولسمشریزې ټاکنې کېږی.

بی بی حاجی سلطانه له دې کبله چې ګواکې تلویزیون ته کیناستل او راډیو ته غوږ نیول ګناه ده د نړۍ له تودو او سړو بې خبره سر یې د کور په چهار دیوالۍ کې سپین کړی.

دا وایی “حاجی صیب مېړه مې اجازه راکړې وه چې په وکیلتوب ( پارلمانی ټاکنو) کې رایه ورکړم اوس هم زه، مېړه او ملګرې مې پاچا کیدو ته رایه ورکوو. “

د ملګرې کلمه راته ګونګه وه.

دې په کړس خندا وویل “حاجی صیب خپلې دویمې ښځې ته هم تذکره اخیستې هغه به هم ووټ ورکړی.”

سلطانه له خپلې بنې سره یو ځای په پنځوس کلنی کې دومره ازادی ترلاسه کړې چې د هغې په خبره پاچا وټاکی.

سپین سرې سلطانه که څه هم د ټاکنو په اړه په هیڅ هم نه ده خبره خو وایی:

“هغه کس ته به رایه اچوم چې وکیلان، د کلی ملکان او قوم یې ټاکی. ټولې ښځې به راټولې کړم شورا به وکړو. سړیو چې چا ته رایه اچوله هغه ته به موږ هم رایه ورکړو اوس خو د ښځو پاچاهی نه ده د نرانو ده، د نرانو له اجازې پرته موږ څه نشو کولای ګناه ده.”

سلطانه چې مې نوې د ټاکنو له ورځې خبره کړې، اوس نو د تلی ۶ مې ته انتظار ده.

دا به هغه نوماند ته رایه ورکړی چې سپین ږیری مېړه یې عکس ورښودلی.

د دې رایه به وکارېږی خو د کورنۍ په خوښه یې.

نوماندانو ته د ښځینه رایه ورکوونکو  او په ځانګړې توګه د سلطانې په څیر پام راخپلول د نارینه رای ورکوونکو پرتله مهم بریښی ځکه چې دوی باور لری ښځې د رای ورکولو او د خپلې خوښې وړ نوماند ټاکلو پریکړه له دقیق فکر پرته په وروستیو شیبو کې کوی.

شاید همدا به یو دلیل وی چې یوازې په کمپاینی غونډو کې ښځو ته شنه او سره باغونه ښودل کېږی او د پام وړ ګرځی.

دې خبرې ته په کتو کنجکاوه شوم او د یوه نوماند له ښځینه کمپاین کوونکې ډلې سره د کابل یوې لرې پرتې سیمې ته لاړم.

په یوه خټین کور کې یو شمېر نالوستو ښځو زما او د کمپاینرانو سوړ هرکلی وکړ.

د تمې په خلاف کمپاین کوونکې ښځې خپلې خبرې د ټاکنو د ارزښت، د رای ورکولو د حق او خپلواکۍ باندې پیل کړې

د دوی خبرې د یوې ښې راتلونکې لرلو باندې تاو راتاوېدې څو د ناستو ښځو ترمنځ د ټاکنو په اړه شور او ځوږ پیدا شی خو د هرې ښځې تلوار دې ته ؤ چې غرمه نږدې او لانده کړی وړه یې تروش نشی.

دغو ښځو له استدلال کولو پرته د کمپاین کوونکې له خبرو سره هو کوله.

له ښځینه کمپاین کوونکې سره د دغو ښځو بنډار ګرم وو خو د ټاکنو په پرتله یی ډیری خبرې د ورځنۍ ژوند په ستونزو ولاړې وی. دا چې د کور دغه ښځې به رایه ورکړی که نه دا به راتلونکې کې روښانه شی خو جوته ده چې وروستۍ پریکړه به د دوی د سړیو په لاس کې وی.

شازیه حیا بی بی سی

ممکن است شما دوست داشته باشید