روزنامه اصلاح

ښځو په کابل کې د هېواد ستر ملی بیـرغ پورته کړ

د افغانستان ډیر ستر بیرغ چې د افغان ښځو د شبکې  په همت چمتو شوى و د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کالیزې په مناسبت په خاصو مراسمو سره د وزیر محمد اکبرخان په غونډۍ  کې پورته کړى شو.د باختراژانس د سیمه ییز خبریال د خبرله مخې، په دغو مراسمو کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې حسینې ساپۍ د افغان ښځو د شبکې رییسې ماری اکرمی، د شاه امان الله خان لوڼو 

شهزادګۍ هندیې او شهزادګۍ ناجیې، د مهاجرینو چارو وزارت سترې معینې ډاکترې عالمې، د هېواد د لومړۍ میرمنې سلاکارې زهرا  یوسف او یو زیات شمېر ښځو او د ښځې د حقوقو فعالانو ګډون کړی و.

  شهزادګۍ هندیې د خپلې مور ملکې ثریا د لاس ته راوړنو په اړوند خبرې وکړې او ویې ویل هغه خدمتونه چې ملکې ثریا د ښځو لپاره کړی دی د دغو مراسمو له زغم څخه لرې دی چې هغه ټول بیان کړم، هو دا باید ووایم چې د افغانستان د ښځو غورځنګ د ملکې ثریا د خدمتونوزېږنده دى او نن دغه غور ځنګ  هم سل کلن شوى دى.

شهزادګۍ هندیې د هېواد او د افغانستان د ترقۍ او پرمختګ په نسبت د خپل پلار شاه امان الله د مینې او علاقمندۍ یادونه وکړه او ویې ویل هغه وروستۍ  کلمه چې د خپل ژوندانه په وروستۍ  شېبه کې یې په ژبه راوړه د افغانستان کلمه وه.

په دغو مراسمو کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې حسینې ساپۍ خبرې وکړې او ویې ویل  د دغه ډیر ستر درې رنګه بیرغ د چمتو کولو د نوښت په خاطر د افغان ښځو د شبکې رییسې او مشرتابه هیئت ته مبارکی وایم .

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې زیاته کړه چې د افغان ښځو شبکې تل د هېواد د بېلابېلو مسئلو په اړوند نوښتونه کړی دی او داځلې  یې هم د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کالیزې د نمانځنې په اړوند د هېواد د درې رنګه بیرغ په ښکلی کولو سره خپله ځواکمنی او ظرفیت نندارې ته وړاندې کړ او په دې ترتیب یې د هېواد د خپلواکۍ  د سلمې کالیزې  د نمانځنې په تاریخ کې خپل رول ثبت کړ .

حسینې ساپۍ زیاته کړه، ښځو د دې بیرغ په چمتو کولو کې په ډله ییز کار سره خپل اتفاق او یووالى یو ډول نندارې ته وړاندې کړ .

هغې دغه راز وویل، موږ دوې مهمې پیښې چې د افغانستان راتلونکى ټاکى، په مخکې لرو چې یوه یې انتخابات او بله یې د سولې د خبرو بهیر دى او په دغو دواړو پېښو کې موږ ښځې باید ډیر مهم  او مانا لرونکى رول ولوبوو .

تر څو هغه لاس ته راوړنې چې د ښځو، نارینه وو  او ماشومانو په ګډون د زرګونو افغانانو په وینې سره ترلاسه شوې دی وساتو .

د مهاجرینو چارو وزارت سترې معینې ډاکترې عالمې، د ښځو چارو وزارت معینې  سپوږمۍ وردګ، د ښځو د شبکې غړو محبوبې سراج ، شفیقی حبیبی  او روشن څېړن خبرې وکړې او له سیاسی، اقتصادی، فرهنګی او ټولنیز پلوه یې د هېواد اوسنی حالت ته اشاره وکړه  او ښځو ته په خطاب کې یې وویل چې د هېواد برخلیک او د هغه اتلس کلنۍ لاس ته راوړنې د افغانستان د هر وګړی  په کارنده رول پورې اړه لری او باید  په خبرو کې له هغو سره معامله ونه شی .

په پای کې هغه سند چې د خبرو په بهیر کې یې د ښځو دریځ بیان کړ د دغې شبکې د یوې غړې مشعل په واسطه ولوستل شو .

 

ممکن است شما دوست داشته باشید