روزنامه اصلاح

ښځو سره تاوتریخوالی؛۱۰میاشتو کې افغانستان کې ۱۶۷ ښځې وژل شوی

د افغانستان د بشری حقونو خپلواک کمېسیون وایی چې د روان میلادی کال په لسو میاشتو کې د دغه کمېسیون په مرکزی او ولایتی دفترونو کې له ښځو سره د تاوتریخوالی ۳۴۷۷ قضیې ثبت شوی دی.
د دغه کمېسیون د چارواکو په وینا په دغو قضیو کې د فزیکی، جنسی، روانی او اقتصادی تاوتریخوالی پېښې شاملې دی.
د بشری حقونو د کمېسیون یوې کمېشنرې شبنم صالحی چې د پنجشنبې په ورځ نومبر ۲۶ (لیندۍ شپږمه) د کمېسیون لس میاشتنی راپور خبریالانو ته وړاندې کوه وویل په دغو قضیو کې تر ټولو زیاتې یې له ښخو سره د فزیکی تاوتریخوالی پېښې شاملې دی.
آغلې صالحی وویل سږکال د ښځو سره د فزیکی تاوتریخوالی ۱۲۴۱ قضیې ثبت شوی: “د فزیکی تاوتریخوالی کچه سږکال زموږ په ډیټابیس کې ۳۵سلنه ده، چې په کې ۲۸۱ قضیې ډېرې جدی دی چې دا د تېر کال په پرتله ډېر زیاتوالی ښیی، په دغو قضیو کې معمولاً د قتل، تیری، تښتونې او ځان‌وژنې قضیې شاملې وی، د ۲۸۱ قضیې له شمېرې ۱۶۷ یې د قتل قضیې دی، چې لویه برخه یې ناموسی وژنې جوړوی”.
شبنم صالحی د فزیکی تاوتریخوالی د کچې زیاتوالی د اندېښنې وړ وباله او وې ویل چې د تېرکال په پرتله سږکال د ښځو د قتل، ځان وژنې او د وجود د غړو پرې کولو قضیې زیاتې شوی دی.
اغلې صالحی زیاته کړه چې د فزیکی تاوتریخوالی د ۱۲۳ جدی قضیو عاملین د اړوندو حکومتی بنسټونو له خوا نیول شوی او پاتې یې تراوسه نه دی نیول شوی.
هغې همداشان وویل د روان میلادی کال په لسو میاشتو کې د بشری حقونو کمیسیون له ښځو سره د جنسی تاوتریخوالی ۱۳۰ قضیې ثبت کړی دی چې په کې۲۳ د جنسی تیری پېښې شاملې دی.
د افغانستان د بشری حقونو کمېسیون دغه راز په دې موده کې ۱۱۲۰ د روانی تاوتریخوالی او ۶۰۱ د اقتصادی تاوتریخوالی پېښې ثبت کړی دی.
اغلې صالحی وویل چې د تېر کال په پرتله سږکال په افغانستان کې د کروناویروس د محدودیتونو له امله له ښځو سره د تاوتریخوالی په ثبت شویو قضیو کې ۱۱سلنه کموالی راغلی دی.
تیر کال د بشری حقونو کمېسیون په افغانستان کې له ښځو سره د تاوتریخوالی ۳۹۱۰ قضیې ثبت کړې وې.

ممکن است شما دوست داشته باشید