روزنامه اصلاح

ښځه د ژوند بقا او د پایښت فرښته

په نړی کې ښځو هغه لوړ او ستر مقام ګټلی چې دغه مقام ته بل هیڅوک د رسیدلو توان نه لری. که ښځه نه وای نو نړی به هم نه وای او پرته له دی به د ژوند معنی او مفهوم په واقعی توګه بی معنی او بی مفهومه وای.

ښځه د ژوند د بقا او پایښت هغه سپیڅلی فرښته ده چی د سیالې په ډګر کې ورسره بل هیڅ سیال نه شته او نه ورسره څوک د سیالې جوګه کیدای شی، په رښتیا چې ژوند بخونکی ده او له نارینه وو همدی ښځو نارینه جوړکړی، د خپلی سینی په پاکو شیدویې لوی کړی او د انسانیت، درس یی ورته ورکړی، د ژوند په راز او رموز یی پوهولې او په پای کې ترینه د نړی تسخیروونکی جوړ کړی چې دا کارونه د نارینه په وسه پوره نه دی بلکی دا د یو مهربانی او قهرمانی مور او ښځی ناپایه زحمت او زیار ګالل دی چې دغه شان زامن یې زیږولی او نړی پری ودانه او روښانه ده… د لوی خدای(ج) اراده وه چې آدم (ع) یی د پریښتو په واسطه له خټې څخه جوړکړ خو په څنګ کې ورته د ده ماندینه(بی بی حوا) هم هست کړه او د ده جوړه او نه بیلدونکی د ژوند ملګری بی وګر ځوله دا هم الهی آزمایښټ ؤ، هغه ذات پوهیده چې د آدم (ع) پیدایښت بی له بی بی حوا ارزښت نه لری نو د انسانی ژوند د بقا په خاطر یې دغه کړنه ترسره کړه تر څو په نړی کې انسانی ژوند دوام پیدا کړی، نو هغه ؤ چې د الله (ج) د عبادت او بندګې لومړنی بنسټ په نړی کې کیښودل شو، نو له هماغی ورځی تر ننه د ښځی مقام او منزلت د قدر وړ دی. خو د جاهلیت په دوران کې واقعاً د ښځو په وړاندی نه بخونکې جنایت ترسره شوی، ښځی به د مال او متاع په توګه پلورل کیدلې او د ژوند په هیڅ ډګر کې دوی واک او صلاحیت نه درلود، هر څه چې به د نارینه وو خوښه وه هماغسی چلند به ورسره کیده، د کورنی په مال کې یې برخه نه لرله او د یوه حیوان په سترګه ورته کتل کیدل او حتا داسی وخت هم ؤ چې د نجونو زیږیدل یې د کورنۍ لپاره شرم او عارباله او که به په یوی کورنی کې نجلۍ وزیږیده بی له ځنډه به ژوندی په خاورو کې ښخیده او د الهی پیرزوینی او د ژوند له خوږ نعمت څخه به د تل لپاره بی برخی کیده. کله چی د اسلام د مبارک دین وړانګې هری خواته خپری شوی نو تر هرڅه ړومبی د ښځو په ژوند کې یو ستر بدلون رامنځ ته شو او د یو رښتینی انسان په توګه د هغوی درناوی وشو، خپل حقوق او وجایب یې وپیژندل او د هر راز ناوړه اعمالو څخه خوندی شوی.

خو بیا هم ښځو د ژوند په پړاویزو وختونو کې په وار وار له ستونزو او کړاوونو سره مخامخ شوی او د خپلو حقه حقوقو څخه بی برخی شوی دی.

د اسلام مبارک دین تل د ښځو د روا حقونو په خوندی کولو ټینګار کړی او د ښځی (د مور) مقام او منزلت یې د درناوی او احترام وړبللې دی.

په ډیر خواشینی سره چی همدا اوس زمونږ په ټولنه کې د ښځو او میندو په حقونو سترګې پټیږی او د نارینه وو د ناسمو او ناروا اعمالو په پایله کې د ښځو حقونه ترپښو لاندی شوی، په بدوکې ورکول کیږی د یوه حیوان په څیر پلورل کیږی او داسی بیلګی هم کمی نه دی چې یوه لس کلنه یا دولس کلنه صغیره نجلۍ یو شپیته کلن او یا له هغه څخه د زیات عمر لرونکې سړی ته د پیسو په بدل کې واده کیږی.چی دا هم د ښځو او نجونو د ژوند یو ډیر تریخ حالت بللی شو.

نو راځی چې ښځی او میندی له دغه حالت څخه په رښتینی توګه وژغورو او په تشو او غولوونکو وعدو سره نور د دوی د حقونو په وړاندی خنډنه شو او دا کار لومړی باید له خپلې کورنۍ څخه را پیل کړو، کله چې په کورنیو کې د نجونو، ښځو او میندو حقونه خوندی شی نو بی له شکه به په ټولنه کې د دوی ستونزی هواری شوی وی، کله چې مونږ وایو ښځه د کور ډیوه ده، یا ښځه د نارینه وو لازم او ملزوم ده، یا وایو چې بی له ښځی د ژوند هره ګړۍ بی خونده او پیکه وی او یا… نو راځی چې دغه پورته ارزښتونو ته په پام د ښځو سره ګام په ګام مخ پر وړاندې لاړشو او د دوی په وړاند هر ډول تاوتریخوالی د تل لپاره ختم کړو.

سنګین

ممکن است شما دوست داشته باشید