روزنامه اصلاح

ښوونځیو کې د نشه‌یی توکو د زیانونو په اړه د عامه پوهاوی کمپاین پیل شو

له نشه یی موادو سره د مبارزې عدلی او قضایی مرکز په ښوونځیو کې د نشه یی موادو د زیانونو په اړه د عامه پوهاوی کمپاین پیل کړ.

د افغانستان د پوهنې وزارت وایی چې دا کمپاین د کابل ولایت په درې سوه ښوونځیو کې کېږی چې هدف یې د ښوونځیو شاګردانو ته د نشه یی موادو د زیانونو او د مخنیوی د لارو چارو په اړه پوهاوی دی.

د پوهنې وزارت ویانده نوریه نزهت وایی، دوی هڅه کوی چې د نشه‌یی موادو د زیانونو په اړه عامه پوهاوی په درسی نصاب کې شامل کړی:”موږ هڅه کوو چې له نشه‌یی موادو سره د مبارزې پروګرام او نشه‌یی موادو زیانونه د پوهنې وزارت په درسی نصاب کې شامل کړو. که څه هم د ښوونځیو په کتابونو کې په‌دې اړه پخوا هم یادونه شوې ده، خو اوس غواړو چې دا معلومات ډېر کړو.”

د دې کمپاین په ترڅ کې په ښوونځی کې د نشه یی موادو دوه بیلبورډونه نصب شول.

د دې بیلبورډونو هدف دا دی چې د نشه یی موادو د زیانونو په اړه د عامه پوهاوی ترڅنګ زده کوونکی په دې هم خبر شی چې په قانون کې د نشه یی موادو قاچاق کوونکو او خرڅوونکو ته جزاګانې ټاکل شوی دی.

د ښوونځیو ځینې ښوونکی که څه هم د نشه یی موادو د زیانونو په اړه عامه پوهاوی ګټور بولی، خو دوی وړاندیز کوی چې د نشه‌یی موادو په اړه عامه پوهاوی باید د درسی نصاب برخه وګرځی او په ښوونځی کې د یوه مضمون غوندې په دوامداره توګه تدریس شی.

معلمه ثریا چې په اتمو او ۱۱ ټولګیو کې یې د نشه‌یی موادو د زیانونو په اړه زده کوونکو ته معلومات ورکړی وایی چې دا کمپاین هم ګټور دی، خو غوره لاره یې دا ده چې دا پوهاوی د درسی نصاب برخه وګرځی او په پرله‌پسې ډول په ښوونځیو کې تدریس شی.

اغلې ثریا زیاته کړه: “دا کمپاین ګټه لری، خو که کمپاین کوونکی ټولګیو ته ورشی او زده کوونکو ته د نشه‌یی موادو په اړه پوهاوی ورکړی او یا هم شاګردان په یوه ځای کې سره راټول او د نشه‌یی موادو د زیانونو په اړه ورته معلومات ورکړل شی، دا کار به ډېر ګټور وی.”

د افغان دولت او ملګرو ملتونو له نشه‌یی موادو او جرمونو سره د مبارزې نړیوالې ادارې د ګډو څېړنو پر اساس په افغانستان کې دا مهال درې اعشاریه پنځه میلیونه افغانان په مستقیم ډول نشه کوی او یا هم د نشو له امله زیان وراوښتی چې ډېری برخه یې ځوانان دی.

د ښوونځو زده‌کوونکی شکایت کوی چې په بازارونو او کوڅو کې د معتادینو موجودیت ښوونځیو ته د تګ راتګ پر مهال دوی ته لوی سرخوږی دی.

د کابل ښار په تایمنی سیمه کې د استاد مصباح د ښوونځی زده کوونکو له نشه‌یی موادو سره د مبارزې کمېټه جوړه کړې او د نشه‌یی موادو په اړه د عامه پوهاوی ترڅنګ له نشه‌یی موادو سره مبارزه هم کوی.

د نشه‌یی موادو د زیانونو په اړه دا کمپاین د پوهنې وزارت او نشه‌یی موادو سره د مبارزې عدلی او قضایی مرکز د سې شنبې په ورځ له همدې ښوونځی څخه پیل کړ.

د دې ښوونځی یو زده کوونکی محمدرضا وایی چې د نشه‌یی موادو د زیانونو په اړه یې خپل ټولګیوال پوه کړی دی:”له کومه وخته راهیسې چې زه دلته درس وایم، د نشه‌یی موادو په اړه یوازې دومره پوهېږم چې د نشه‌یی موادو استعمال ډېر زیانونه لری. ډېری کسانو ته مې په‌دې اړه نصیحت هم کړی دی، خو ګټه یې نه کوله، خو بیا مې هم خپل کوښښ وکړ.”

د مریم لېسې یوه زده‌کوونکې نورجهان بیا په نشه‌یی موادو باندې د اعتیاد یو لامل نشه‌یی موادو ته اسانه او ارزانه لاسرسی بولی: “اوس مهال د ټابلېټ کا په نوم ګولۍ ډېرې رواج شوی دی، په‌دې ګولیو ډېر ځوانان اخته دی، دا داسې ګولۍ دی چې که ډېری وخوړل شی، نو انسان وژنی.”

په پام کې ده چې د نشه‌یی موادو د زیانونو په اړه د کابل ښار په درې سوه ښوونځیو کې کمپاین وشی.

ممکن است شما دوست داشته باشید