روزنامه اصلاح

ډاکټر کمال سادات: ناوړه دودونو ځوانان بهرنیو هېوادونو ته په تګ مجبور کړی

په سوله کې د ځوانانو د ونډې ترسر لیک لاندې دخوستیو ځوانانو د جرګې ناسته تر سره شوه

په دې ناسته کې چې داطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معین ډاکټر کمال سادات، ځوانانو، قومی مشرانو، علماکرامو او میرمنو ګډوون کړی و خوست مرستیال والی عبدالواحد پټان په خپله کې وینا کې د هېواد په جوړونه کې د ځوانانو ونډه مهمه وبلله او ویې ویل چې همدا ځوانان دی چې د ټولنې په رغونه کې مهم رول لری او کولای شی چې د سولې په راوستو او شته ناوخوالو په لامنځه وړلو کې اغیزناک رول ولوبوی. هغه وویل چې په ورستیو کې د ځوانانو د پرمختګ او په دندو ګمارلو کې پرمختګونه رامنځ ته شوی او د دوی راتلونکې ته پاملرنه شوی.

ښاغلی پټان وویل چې ځوانانو ته زیات مسولیت متوجې دی او کولای شی د خپلې انرژۍ په کارولو سره ټولنه کې مثبت بدلون رامنځ ته کړی.

په همدې مهال د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معین ډاکټر کمال سادات په خپله وینا کې ځوانان سولې او وروروالۍ ته راوبلل او له دوی یې وغوښتل چې د ناوړه رواجونو په مخنیوی کې سالمه مبارزه تر سره کړی او چا ته اجازه ورنه کړی چې په ټولنه کې ستونزې رامنځ ته کړی.  هغه وویل چې ناوړه دودونو ځوانان بهرنیو هېوادونو ته په تګ مجبور کړی او ددې رواجونو د ختمولو لپاره د علماکرامو او قومی مشرانو رول مهم دی.

ښاغلی سادات وویل چې دوی به د خپلوزارت په چوکاټ کې د ځوانانو لپاره د تعلیم، ټولنیزو پرمختګونو او په خصوصی پوهنتونو کې د ګمارنې موقع برابرې کړی. په دې ناسته کې د اطلاعاتو او فرهنګ رییس، محمد امین شاه الفت، د ولایتی شورا استازی قمرعلی لکڼوال، د سولې شورا استازی الحاج روسل محمد ټنی، اغلې نعت بی بی، مدنی فعال نجیب الله الوخېل او مفتی حبیب الرحمن په خپلو وینا کې د ځوانانو په رول خبرې وکړې او له دوی یې وغوښتل چې د یوالی او سولې په راوستو کې ګوټلی ګامونه پورته کړی او همداشان د خپل نظام څخه ملاتړته دوام ورکړی.

د یادولو وړ ده، چې په دې ناسته کې د هکی لوبډلې لوبغاړی د خپلو ورستیو بریاوو له امله وستایل شول او همداشان د ځوانو رضاکارانو نوې شبکه هم پرانېستل شوه، چې له دې وروسته به په مستقیمه توګه په رضاکارانه کارونو کې ونډه اخلی.

ممکن است شما دوست داشته باشید