روزنامه اصلاح

ډاکټر عبدالله عبدالله: د مور په شیدو تغذیه، د ماشومانو او ټولنې سلامتی تضمینوی

د افغانستان د اسلامی جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د مور له شیدو د ماشوم د تغذیې د اونۍ په نمانځ غونډه کې ګډون او وینا وکړه.

په دې ناسته کې د هېواد اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله وویل، چې ماشوم ته د مور د شیدو په ورکړې اسلام هم ټینګار کړی او ویې ویل، چې په طبی علومو کې هم د مور د شیدو اهمیت ځانګړی دی او هېڅ خواړه د مور د شیدو بدیل نشی کېدای.

اجرائیه رئیس وویل، چې د مور د شیدو اغېز د ژوند د تکامل په بېلابېلو پړاوو کې اغېز لری او هغو ماشومانو ته چې د مور شیدې په وخت او کافی ډول نه وی ورکړل شوی، د ژوند په اوږدو کې له بېلابېلو نه جبرانېدونکیو ستونزو سره مخ وی.

ډاکټر عبدالله عبدالله زیاته کړه، د مور په شیدو تغذیه یوازې د انسان د سم او روان سلامتی نه ده؛ بلکې دا د ټولنې او هېواد سلامتی هم تضمینوی او په وینا یې، چې په اوسنۍ جګړه هم د مور په شیدو د ماشومانو د نه تغذیه کېدل اغېز لری؛ ځکه هغه ماشومان چې د مور په شیدو تغذیه شی له عاطفې، مینې او خلوص نه ډک وی؛ خو د مور په شیدو عدم تغذیه تاوتریخوالی زېږوی.

اجرائیه رئیس وویل، دا د ټولو مسوولیت دی چې د دې پیغام په رسولو کې مرسته وکړی، څو ټول وګړی د مور په شیدو د ماشوم د تغذیې په اهمیت وپوهېږی.

هغه له دینی عالمانو څخه د مننې ترڅنګ چې په دې برخه کې یې تبلیغات کړی، له ځوانانو، مدنی ټولنو، سیمه ییزو شوراګانو، دولتی او غیر دولتی ادارو څخه وغوښتل چې په دې برخه کې تبلیغات وکړی او د مور په شیدو د ماشوم د تغذیې پیغام ټولو افغانانو ته ورسوی.

ډاکټر عبدالله عبدالله له دولتی او غیر دولتی ادارو څخه وغوښتل چې د ولادت او ماشومانو ته د مور د شیدو د ورکړې قانونی وقفې رعایت او ورته زمینه سازی وکړی.

په دې ناسته کې د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز، د ښځو چارو وزیرې دلبر نظری، د کرنې، اوبو لګول او مالدارۍ وزیر
نصیر احمددرانی، په افغانستان کې د یونیسف او روغتیا د نړیوال سازمان استازو هم خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ، چې د مور په شیدو تغذیه به ماشومان او ټولنه له ډېرو ستونزو څخه وژغوری
. د روغتیا وزیر له ټولو دولتی او غیر دولتی ادارو څخه وغوښتل چې په دې برخه کې ورسره همکاری وکړی څو ماشومان د مور په شیدو تغذیه شی او له هر ډول پوډری شیدو څخه مخنیوی وشی.

هغه زیاته کړه، چې هېڅ ډول ټلویزیونی اعلان باید د خلکو ذهن منحرف نکړی او میندې باید ماشومانو ته تر شپږ میاشتینۍ یوازې د مور شیدې ورکړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید