روزنامه اصلاح

ډاکتر کمال سادات:  اوس دافغانستان ځوانان دبل هر وخت په نسبت په بېلابېلو علمی برخو کې تجربه لری

داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دځوانانو دچارو معین ډاکتر کمال سادات دملګروملتو دسازمان دغړو  هېوادونو دځوانانو دټولنې د غونډې تر څنګ داذربایجان دسپورت او ځوانانو له وزیر سره وکتل .

دباختر اژانس دخبرله مخې،  په دې کتنه کې دځوانانو دچارو معین دځوانانو دحالت په بېلابېلو  برخو کې دهغوى دپرمختګونو، دځوانانو دستراتیژى او پالیسی او دهېواد دځوانانو دظرفیت دودې او لوړولو په لاره کې دځوانانو دچارو دمعینیت دپروګرامونو په اړوند معلومات ورکړل.

ډاکتر سادات وویل چې اوس دبل هر وخت په نسبت دافغانستان ځوانان په بېلابېلو علمی برخو په تیره بیا دنوی تکنالوژى په باره کې بلدتیا او تجربه لری او کولاى شی په بېلابېلو برخو کې په ښه توګه کاروکړی .

دغه راز دځوانانودچارو معین دافغانستان او داذربایجان د ځوانانو ترمنځ دغونډو او دهغوى ترمنځ دعلمی او فرهنګی تجربو دتبادلې دزمینو په برابرویدو باندې ټینګار وکړ.

داذربایجان دسپورت او ځوانانو وزیر ازاد رحیم اوف دافغانستان دځوانانو پرمختګونه وستایل اودعلمی اوفرهنګی تجربو دتبادلې په برخه کې یې ددواړو هېوادونو د ځوانانو دغوڼډو دجوړیدو دزمینو دبرابرولو په لاره کې دخپلو هڅو ډاډ ورکړ .

ممکن است شما دوست داشته باشید